د سولې خبرو د نامالومو پایلو په اړه د ښځو د اندېښنو په برخه کې ځینې په دې باور دي، چې که د خپلو حقونو اعادې لپاره د ښځو کړنلاره بدلون ونه‌کړي او د یوې واقعي مبارزې لپاره ګام پورته نه‌کړي، خپلو موخو ته به ونه‌رسيږي.

د سولې د مرکچي پلاوي یو غړی امین احمدي د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې (تر دې وروسته «شبکه» سره خبرو کې وايي، که افغان ښځې هغې لارې ته چې کلونو راهیسې یې غوره کړې، دوام ورکړي ماته به وخوري «ښځې باید پر خپلې تګلارې چې د طالبانو له دورې راوروسته یې غوره کړې، تجدید نظر وکړي؛ داسې به بریا ته ونه‌رسیږي، هغوی باید د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي، کنه‌نو ماته به وخوري.»

شبکه: د ښځو ځینې فعالانې، د پلاوي په ترکیب کې د ښځو د استازو کم شمېر، ښځو او د هغوی هڅو ته نه‌پام بولي، ستاسو نظر څه دی؟

احمدي: لومړی دا چې د ښځو له حقونو څخه دفاع یوازې د مېرمنو دنده نه ده، بلکې نارینه هم دې برخه کې مسوول دي. دویم دا چې زما په باور، کمیت د کیفیت په اندازه مهم نه دی، که چېرې دغه ډله کې د ښځو لسګونې استازې هم ووسي، خو ونه‌شي کولی د هغوی له حقونو څخه دفاع وکړي، بې‌ګټې به وي.

شبکه: ستاسو په باور، کومې ښځې چې ټیم کې دي، له ښځو څخه د استازیتوب وړتیا لري؟

احمدي: د دغو ښځو ژمنتیا دومره بده نه ده، خو هغه څه چې د ښځو له حقونو څخه د دفاع لپاره د هغوی وړتیاووې زیاتوي، د ټیم نورو غړو سره هم‌فکري او د ټولنیز ملاتړ درلودل دي.

شبکه: دغه ټولنیز ملاتړ له کومه ځایه کیږي؟

احمدي: هماغسې چې مې د بحث په پیل کې اشاره وکړه، د ښځو د حقونو اعادې لپاره د هغوی په هڅو، د دوی د نظر په توافق او د یوه غورځنګ په رامنځ ته کولو سره، ترڅو مبارزه پیل شي، همدغه مبارزه کولی شي، د مرکه‌چي ټیم د ښځو لپاره پیاوړی ملاتړ ووسي، هغوی به مشخص او مبارزه موکلین ولري.

ښاغلی احمدي زیاتوي، ښځې له ټولنیزو شبکو، غونډو، راټولېدو او لاریونونو څخه په ګټې اخیستو کولی شي، خپل اعتراضونه د مذاکره‌کونکو دواړو خواوو ته ورسیوي. په دې صورت کې به د ټیم غړي په ښه ډول وکولی شي هغوی څخه دفاع وکړي، خو که د مبارزې لپاره دغسې یو جنبش رامنځ ته نه شي، دغه کار به ستونزمن شي.

شبکه: کوم کسان باید دغې مبارزې ته رنګ ورکړي؟

احمدي: زده‌کړیالان، د ښځو استادانې، د ښځو فعالانې، خبریالې نجونې، کارکونکې او ښوونکې ټول باید یو موټي او هم‌غږي شي او په څرګند ډول د خپلو حقونو غوښتنه وکړي. هغوی کولی شي په یوه پیاوړي او خپلواکه غږ بدل شي او له خپلو حقونو دفاع وکړي.

د مرکه‌چي ټیم د دغه غړي په وینا، هغه تفکر چې ځینې جګړه او سوله د نارینه‌وو کار بولي، په یوه قدرت د ښخو بدلېدو سره به بدلون وکړي؛ ځکه که چېرې ښځې وغواړي کولی شي په اتحاد او جدیت سره دغو موضوعاتو کې ټاکونکی رول ولري.

شبکه: ستاسو په نظر نسبت ښځو ته د طالبانو په نظر کې بدلون راغلی؟

احمدي: د هغوی نظر په هېڅ وجې تغییر نه دی کړی، قطر کې د طالبانو د مشرتابه څرګندونو ته په مراجعې سره، په ډېره واضح توګه درک کېدی شي، چې د ښځو په اړه د هغوی لیدلوری د پخوا په څېر دی، دغه نظر به له راتلونکو خبرو وروسته په هغه صورت کې بدلون وکړي، چې مرکه‌چي ټیم یو واضح لیدلوری ولري او ښځې د هېواد په هره څنډه کې، مرکه‌چي ټیم څخه ملاتړ وکړي.

د ښاغلي احمدي په وینا، کومه مرسته چې د ښځو جنبش یې کولی شي د خبرو بهیر اسانتیا او د پام وړ پایلې ته د رسېدو لپاره وکړي، ډېر اغېزناک او مهم دی او د هغوی په مرسته کولی شو طالبان قانع کړو.

شبکه: د خبرو پایلو څخه د ښځو اندېښنې پر ځای دي؟

احمدي: بلکل منطقي خبره ده او دغه اندېښنې ډېرې زیاتې دي، خو هغه څه ته په پام چې ومې ویل، له منځه وړل یې خپله ښځو پورې تړاو لري.

شبکه: که چېرې اړتیا وي چې سولې ته د رسېدو لپاره، یو لړ محدودیتونه ومنل شي، د ټیم دریځ به څه وي؟

احمدي: مونږ یو لړ اصول لرو هڅه کوو چې پلي شي او که چېرې احتمالآ محدودیت ومنل شي او طالبانو ته امتیاز ورکړل شي، د ټولنیزو محدودیتونو په برخه کې به وي، چې هغه هم کېدی شي موقتي ووسي، حجاب په متعارف شکل سره یې او د قران د دستور په مطابق، د منلو وړ دی، خو د کار او زده‌کړو په چاپریال کې د جنسیت تفکیک په څېر موارد نه‌منو.

د ښاغلي احمدي په وینا، له اصولو او برابرۍ څخه د دفاع لپاره به د ځینو جزيي محدودیتونو منل، ستونزه رامنځ ته نه‌کړي، د هغه په باور، دغه محدودیتونه به موقتي وي او کله چې ټولنه پرمختګ وکړي او کولی شي خپل اساسي حقوق خوندي کړي، وبه کولی شي د ازادیو دایرې ته پراختیا ورکړي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح