د ټولنې مختلفو ډلو په ځانګړې توګه د ښځو، نارینه‌وو او د قومي اقلیتونو د اساسي حقونو په رسمیت پېژندل له هغو موضوعاتو دي، چې د سولې بهیر له پیل راهیسې د مدني فعالانو له خوا پرې ټینګار شوی دی. د دغو کسانو په باور، کومه سوله چې دغه موضوع په کې له پامه وغورځول شي، د منلو وړ نه ده.

مدني فعال، اسماعیل ذکي د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، سوله به هغه مهال هراړخیزه او د منلو وړ وي، چې په کې د ټولو حقونه په رسمیت وپېژندل شي او د هغوی انساني سهم په پام کې ونیول شي. «کومه سوله چې په کې د خلکو حقوق او ازادۍ په پام کې ونه‌نیول شي، سوله نه ده او په یوه عبارت له توفان وړاندې ارامتیا ده؛ یانې ناپایداره سوله ده، چې بلې جګړې ته لاره هواروي.»

شبکه: د هغه څه په اړه مو ارزونه څه ده چې تراوسه د سولې خبرو کې پېښ شوي؟

ذکي: د هغه څه په اساس چې تراوسه مو د دواړو خواوو مرکو څخه اورېدلي او کم‌او زیات اطلاعات ترلاسه شوي، له بده‌مرغه طالبانو لا هم هغسې نسبت سولې ته انعطاف نه دی ښودلی، چې تمه ترې کېږي. بلخوا دغې دلې متاسفانه تاوتریخوالی نور هم ډېر کړی او ځينو ولایتونو کې یې خپل بریدونه زیات کړي دي، ان د هغو دوو ولایتونو ځينې برخې یې ناامنه کړي، چې د امن ولایتونو په توګه یادېدل. په ټوله کې غواړو ووایو، چې د سولې خبرې په مثبت لوري مخ ته نه دي تللي او ډېرې هیله بښونکې هم نه دي.

شبکه: ستاسو په نظر د ښځو موضوع په اړه د طالبانو لیدلوري کې بدلون راتلو څخه تمه کول تر کومه اندازه منطقي خبره ده؟

ذکي: زه اصلآ دې مور کې د طالبانو په انعطاف‌پذیرۍ باور نه لرم. کوم ویډیویي کنفرانس چې مو زلمي خلیلزاد سره درلود، د طالبانو د لیدلوري بدلېدو په اړه مو د هغه نظر هم وپوښت او کوم ځواب چې مو ترلاسه کړ دا وه، چې طالبان وايي مونږ د ۹۰مې لسیزې طالبان نه یو، دغه ادعا کېدی شي دوه ماناوې ولري، یو دا چې طالبان تر ۹۰مې لسیزې زیات توندلاري شوي، بله دا چې ممکن انعطاف‌پذیره شوي وي. کم له کمه د ښځو حقونو په اړه مو دغې ډلې څخه هېڅ ډول انعطاف‌ نه دی لیدلی او د دغسې یو څه په اړه ډېر هیله‌مند نه یم.

شبکه: د سولې خبرو کې د دولت سره‌ کرښه باید کوم موضوعات وي؟

ذکي: هغه څه چې مونږ یې سره کرښه بول، لومړی جمهوریت دی، داسې یو حکومت چې د خلکو د رایو په اساس منځ ته راغلی وي، د هېوادوالو له مشارکت پرته حکومت مفهوم نه لري او هماغه اسلامي امارت به بیا راستون شي. دویمه موضوع د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندي ساتل دي. د بشري حقونو موضوع چې زمونږ په اساسي قانون کې مطرح شوې، ټولنیزو پروسو او سیاسي مناسباتو او حکومتولۍ کې د ښځو، ځوانانو، او قومي او مذهبي اقلیتونو ګډون، د دولت له سرو کرښو څخه ووسي او د سولې خبرو کې قرباني نه‌شي.

شبکه: د سولې بهیر کې د ښځو حضور، د سولې پر بهیر او نسبت ښځو ته د طالبانو پر دریځ څه اغېز لري؟

ذکي: پرته له شکه ښځې ټولنه کې د یوه عیني واقعیت په توګه باید ټولو برخو او پروسو کې په ځانګړې توګه سوله کې ونډه ولري او کولی شي، ټاکونکی رول ولوبوي. هغوی کولی شي د ولایتونو په سطحه د میلیوني خوځښتونو په لاره اچولو سره هم د خپلو حقونو لپاره غږ اوچت کړي او راتلونکي سیاسي نظام کې د خپل ځای د تثبیت غوښتنه وکړي، دغه خوځښتونه کېدی شي د طالبانو لپاره غاښ ماتونکی ځواب ووسي. زما په باور د سولې خبرو کې د ښځو حضور، سره له دې چې راتلونکي حکومت کې د هغوی د رول موضوع مطرح کوي، په ټوله کې طالبانو سره د هغوی مخامخ کېدل یو مثبت ټکی دی او طالبان نه‌شي کولی هغه له پامه وغورځوي.

شبکه: ستاسو په نظر کومې ښځې چې مرکه‌چي پلاوي کې دي، تر کومه حده ښځو څخه د استازیتوب وړتیا لري؟

ذکي: زه د هغو کسانو په وړتیاوو چې اوس مهال د افغانستان له سیاسي نظام څخه استازیتوب کوي، په ځانګړې توګه د هغو دریو ښځو په ظرفیت چې هلته حضور لري، باور لرم؛ ځکه دغه کسان پوره تجربې لري؛ مختلفو حکومتي پوستونو کې یې کار کړی، د ښځو او بشري حقونو په ارزښتونو باور لري او دې برخه کې یې مبارزه کړې ده. هیله‌مند یم چې هغوی وکولی شي دغو خبرو کې ښه وړتیا وښيي.

شبکه: واک کې د طالبانو حضور به د مدني ټولنو پر فعالیت څه اغېز وکړي؟

ذکي: دا موضوع افغان حکومت کې د طالبانو د مشارکت په سطحې پورې تړاو لري، که د مهمو ادارو او وزارتونو په څېر ځينې ارګانونه هغوی ته وسپارل شي، یقینآ چې مدني فعالیتونه او غونډې په ستونزو سره مخ شي، خو زه باور لرم چې تاریخ به شاه‌تګ ونه‌کړي؛ ځکه ټولنیز وضعیت د طالبانو لیدلورو سره جوړجاړی نه لري او خلک تر ډېره په مدني ارزښتونو باور کوي او ځوانان، روڼ‌اندي، د بشري حقونو فعالان، د ښځو حقونو ملاتړي او مدني ټولنه به د مدني فعالیتونو لپاره زمینه برابره کړي، شاید هم د طالبانو د تاثیرګذارۍ وروستی حد، په موقت ډول د مدني فعالیتونو اخلال وي، چې زما په باور ډېر اغېز به ونه‌لري.

شبکه: دې سره څنګه کولی شو د سولې له هوکړې وروسته د طالبانو ژمنو عملي کېدو لپاره تضمین ته لاسرسی ولرو؟

ذکي: پوهېږو چې د افغانستان د سولې خبرې د نړیوالې ټولنې، د سیمې مهمو هېوادونو او د نړۍ سترو قدرتونو لپاره مهمې دي او یقینآ چې هوکړه کې د ځای پر ځای شوو موادو تضمین لپاره به یوه تګلاره شتون ولري. خبرې نه باید په یوه تضمیني میکانیزم له هوکړې پرته پایته ورسیږي، که داسې وشي، تضمین به شتون ونه‌لري.

د ښاغلي ذکي په وینا، که څه هم د خبرو پایلې په اړه وړاندوینه او په اړه یې قضاوت کول له وخت وړاندې خبره ده، خو د هغه په اند، طالبان په یوه ډول دې باور ته رسېدلي، نه‌شي کولی هغه حاکمیت ولري، چې پخوا یې افغانستان کې درلوده. دې سره ښاغلی ذکي په دې باور دی، چې د سولې بریالیتوب، خبرو کې د افغان دولت د استازو په ژمنې او انسجام پورې تړاو لري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې