د مدني ټولنې يو شمېر فعالان په دې باور دي چې د سولې خبرې یو فرصت دی، ترڅو مېرمنې د دوی د ګډو هیلو له کبله سره نږدې کړي او دوی باید له دې فرصت څخه ګټه واخلي ترڅو په خپل منځ کې د يووالي ډېرېدو لپاره هڅه وکړي.

مژګان صالحي «مستعار نوم» مدني فعاله بامیانو ولایت کې د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وویل چې د سولې مسله یوه له خورا مهمو مسلو څخه ده چې د مېرمنو د حقونو او ازادۍ موضوع سره مخامخ اړيکه لري او له همدې کبله مېرمنې کولای شي د سولې خبرې د فرصت په توګه وکاروي. « مېرمنې باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي ترڅو په خپل منځ کې د یووالي لپاره هڅې وکړي او د عدالت غوښتنې خوځښتونو په کولو سره له دې پرته چې د توکم او ژبې موضوعاتو ته پاملرنه وشي، اړينه ده چې د خپلو حقونو او ازادۍ لپاره مبارزه وکړي.»

شبکه: ستاسو په باور، ايا په افغان مېرمنو کې د داسې خوځښتونو  د رامنځته کولو ظرفيت شته؟

صالحي: باید وویل شي چې د ټولو افغانو ښځو اندېښنې سره ورته نه دي. بدبختانه، اوس مهال په هېواد کې ډېری مېرمنې له خپلو لومړنيو اړتیاوو او طبیعي حقونو څخه بې برخې دي؛ نو څنګه به يو خوځښت پیل کړي؛ خو هغه مېرمنې چې د ژوند شرایط یې ښه دي، یا هغو چې د زده‌کړو له فرصتونو يې ګټه پورته کړې او يوه ځای ته ورسېږي، باید د داسې خوځښتونو رامنځته کولو لپاره کار وکړي. دا د دوی دنده ده چې د خپل ځان او خپلو هم‌نوعو ته د وضعيت ښه‌والي لپاره هڅه وکړي. زه هيله لرم چې د سولې له هوکړې وروسته به د هېواد په ټولو برخو کې د ښځو وضعیت ښه شي او وکولای شي د لومړنيو حقونو له ترلاسه کولو پرته، د ظرفیت لوړولو ډېر فرصتونه ولري، ترڅو موږ وکولای شو د مېرمنو ډېر پرمختګ او د دوی حقونو ته د دوی بشپړ لاس‌رسی وګورو.

شبکه: ستاسو په باور د سولې خبرو کې د ښځو اړوند مهم موضوعات څه دي چې په دې خبرو کې لومړيتوب ورکړل شي؟

صالحي: د سولې خبرو کې د ښځو د حقونو مسله باید تر ټولو مهمه مسله وي. په ټولو هېوادونو کې د ښځو حقونو ته پام یوه بنسټیزه مسله ده. ديني ښوونو تل د ښځو حقونو او هغوی ته په ټولنیزو فعالیتونو او په ټولنه کې د هغوی د وړتیا وده ورکولو په برخه کې د فرصتونو په برابرولو ټینګار کړی دی؛ له همدې کبله د ښځو د بشري حقونو او وقار ساتنه د ارزښت په توګه بايد په پام کې ونیول شي. هرڅوک يې باید پر رعايت کولو ځان مکلف وګڼي او د ښځو د حقونو خوندي کولو لپاره هڅې وکړي.

شبکه: ایا د سولې خبرو کې د مېرمنو شتون به د طالبانو پر فیمینسټي ضد چلند اغېزه وکړي؟

صالحي: د طالبانو او حکومت تر منځ د سولې خبرو کې يوه مبهمه موضوع د ښځو حقونو سره د طالبانو د چلند  څرنګوالی دی. له بلې خوا د یوناما وروستي راپورونه ښیې چې افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو خراب هېواد دی. دا په دې معنا ده چې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې تر ټولو زیات تاوتریخوالی موجود دی؛ په داسې حال کې چې دوامداره سوله د ټولنې په بېلابېلو برخو کې د ټولو اتباعو، نارینه‌وو او ښځینه‌وو مساوي ګډون ته اړتیا لري. د سولې خبرو کې د ښځو رول او برخه اخیستنه د تلپاتې سولې لپاره مهمه او بنسټيزه مسله ده او دا چې مېرمنې مخامخ له طالبانو سره د سولې په پروسه کې دخيلې دي او د خپلو حقونو څخه په ښه ډول دفاع کولای شي، مثبتو اغېزو لپاره هيلې زياتوي.

شبکه: د امنیتي مسلو او د طالبانو له مخالفت پرته، په ټولنه کې نورې کومې مسلې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه ګڼل کېږي؟

صالحي: د ښځو د پرمختګ پر وړاندې خنډونه په دوه برخو کورنیو او بهرنیو ډلو وېشل شوي دي. پر ځان باور نه لرل داخلي خڼد او د بهرني خنډونو څخه یو یې ولسواکي، سختګيره کورنۍ او د ښځو په اړه ناسم باورنه او بله دا چې د خاوند له لوري يې نفقه برابرېږي، د دوی کار کولو ته اړتيا نه وي.

شبکه: د سولې خبرو د پایلو په اړه ستاسو وړاندوینه څه ده؟

صالحي: زه په عموم کې د دې پروسې پایلو ته خوشبینه یم او هیله لرم چې د دې خبرو اترو په پایله کې راټوکېدونکې سوله به دوامداره وي او نه یوازې دا چې جګړه پای ته ورسوي؛ بلکې د يادو خبرو پايله کې ټولو ښځينه‌وو او نارينه‌وو ته د اوسېدو شرایط ښه شي او هغوی وکولای شي د یوه وړ او پياوړي حکومت تر سیوري لاندې او په یوه سوله‌ییز چاپېریال کې د خپل ځان او د هېواد پرمختګ لپاره هڅې وکړي.

مېرمن صالحي وايي، سره له دې چې د سولې خبرو پایلې هيله بښونکې دي، ځینې وختونه اندېښنې پيدا کېږي. نوموړې زياتوي، یوه اندېښنه یې دا ده چې د سولې هوکړې په پایله کې به د لږکیو او د ښځو حقونه تر پښو لاندې شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې