د خپل ښوونځي د دورې په اړه وايي، دا چې تل یې هیله درلوده کوم ښوونځي کې چې درس لولي، ودانۍ ولري. ان اوس چې د لوړو زده‌کړو تر کچې یې زده‌کړې کړي، خپله سیمه کې د ښځو تحصیلي شرایطو څخه ناراضه ده؛ ځکه د هغې په وینا اوس هم ځینې مسایل په ځانګړې توګه ناامنۍ د ښځو د پرمختګ او تحصیل لپاره خنډ شمېرل کیږي.

اسما صاحبزاده بغلان کې د پوهنتون یوه استاده ده، هغې چې حقوق او سیاسي علومو کې زده‌کړې کړي او دې برخه کې تدریس هم کوي، د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، بغلان کې د ښځینه استادانو د تحصیل سطحې ټيټوالی، د هغوی له جدي ستونزو څخه شمېرل کیږي او دغه مېرمنې د ناامنیو په دلیل نه‌شي کولی د تحصیل دوام لپاره اقدام وکړي. «د کمزورتیا ټکی چې تل رایادیږي دا دی، چې زه ماسټره نه یم او په همدې دلیل د یوې استادې په توګه مې امتیاز هم نه لوړیږي، ستونزه دلته ده چې اوسني وضعیت کې د ښځینه استادانو لپاره د نورو زده‌کړو او ظرفیت لوړولو زمینه نه ده برابره.»

شبکه: که د دې ستونزې په اړه د خپلو تجربو په اړه یو څه ډېر توضیحات ورکړئ؟

صاحبزاده: ناامنۍ زما لپاره نه یوازې د تحصیل دوام پر وړاندې خنډ دي، بلکې د امنیتي ستونزو په دلیل مې ځینې وخت د ظرفیت لوړولو او د موثره کاري تجربو ترلاسه کولو لپاره فرصتونه هم له لاسه ورکړي دي، یو ځل یوې ولسوالۍ کې د حقوقي مسایلو ښوونیز پروګرام کې د ښوونکې په توګه انتخاب شوم، خو د ناامنیو په دلیل مې ونه‌شو کولی په کې ګډون وکړم، د پروګرام مسوولینو وویل، چې نه‌شو کولی یو څوک د محرم په توګه پروګرام ته ځان سره بوځو او ما یوازې د دې لپاره چې ناامنه وضعیت کې یوازې سفر کول راته ناممکنه وو، دغه فرصت له لاسه ورکړ.

شبکه: د دې ترڅنګ چې دې وویل، د بغلان ښځې له نورو کومو ستونزو سره مخ دي؟

صاحبزاده: ولایتونو کې ښځې تل څنګ ته کړل شوي، ان تر دې چې یو ډول عقدې یې پیدا کړي؛ ځکه په یوه ډول دغه پیغام ورته رسول کیږي، چې نه‌شي کولی لوی او ګټور کارونه ترسره کړي. د بغلان د ښځو حقونه هم تل تر پښو لاندې شوي، د مثال په توګه هغوی څنګه چې اړتیا ده ادارو کې ونډه نه‌لري او د بغلان ښځو ترمنځ د بې‌سوادۍ او نه‌پوهاوي کچه هم لوړه ده. کومه ستونزه چې دې برخه کې شته، دا ده کله چې د کلیو او ولسوالیو ښځو ته د عامه پوهاوي لوړولو پروګرام کې د ګډون بلنه ورکول کیږي، ځینې یې مالي اړخ ته او ان د خوړو ژمنې ته ګوري. زما په نظر یو لامل یې په دغو پروګرامونو د هغوی بې‌باوري ده؛ ځکه هر پروګرام چې په لاره اچول کیږي، موقتي او نمایشي دي.

شبکه: دېته په پام چې د ناامنیو پایلو په توګه مو ورته اشاره وکړه، تر کومې کچې هیله‌منده یاست چې د سولې خبرو پایلې به د وضعیت ښه کېدو لامل شي؟

صاحبزاده: کله چې د سولې خبره کیږي، هر افغان د یوه ارامه او له ستونزو پرته ژوند په اړه فکر کوي، البته سوله یوازې د جګړې درېدو په مانا نه ده، د تاوتریخوالي ختم سولې ته د رسېدو لومړنیو ګامونو څخه شمېرل کیږي، سوله باید ټولنه کې په واقعي توګه یې تامین شي، چې د خلکو روحي ارامتیا یې له مصداقونو څخه ده. په هر حال مونږ د دغو خبرو پایلو ته هیله‌مند یو؛ ځکه دې برخه کې د دولت پالیسي مشخصه ده او حکومت د سولې ټینګښت ته ژمن دی. دې سره مسوولینو څخه مو تمه دا ده چې اجازه ور نه کړي د خلکو لاسته راوړنې قرباني شي؛ ځکه دا داسې یو څه نه دي چې په اسانۍ دې ترلاسه شوي وي. بلخوا د افغانستان د سولې مسلې څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ، د خلکو د هیله‌مندۍ لامل شوی دی.

شبکه: ستاسو په نظر د ښځو په اړه د طالبانو لیدلوري بدلون کړی دی؟

صاحبزاده: دا چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او قوانین یې دین سره په مطابقت کې دي، خو طالبان په یوه دول په دې باور دي چې افغانستان او خلک یې د غربي‌کېدو خواته روان دي او یو له هغو مواردو څخه چې تل پرې ټینګار کوي، د حجاب مسله ده، هغوی پخوا ویلي وو، چې ښځې د مصئونې فضا په برابرېدو سره د کار او زده‌کړو حق لري، چې زما په نظر دا په غیرمستقیم ډول د ښځو پر وړاندې د محدودیت په مانا ده؛ څه ډول کس چاپریال نامصئون کوي؟ د نامصئونیت لامل خپله طالبان دي. هیله‌مند یو، چې د دولت مرکه‌چي ټیم وکولی شي، په منطقي استدلالونو د طالبانو ټیم سره بحث وکړي او هغوی ته قناعت ورکړي.

شبکه: د سولې خبرو څخه مو غوښتنه څه ده؟

صاحبزاده: لومړی نه یوازې دا چې بغلان، بلکې ټول افغانستان کې ښځې باید ادارو کې د کار په برخه کې نارینه‌وو سره برابره ونډه ولري. بله موضوع دا ده، چې د قربانیانو د کورنیو امتیازونه، چې د دولت له خوا هغوی ته ورکول کیږي، د سولې له هوکړې وروسته هم باید حفظ شي.

مېرمن صاحبزاده وايي، داسې یوه سوله د منلو وړ ده، چې په موجودیت کې یې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستې وي او د ښځو کار کول محدود نه‌شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې