کاپیسا کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالان وايي، لکه څنګه چې د مرکه‌چي پلاوي ښځینه غړې د سولې خبرو کې د بحث وړ موضوعاتو او طالبانو سره یې د مطرح کولو څرنګوالي په اړه، اتفاق نظر ونه‌لري، د مذاکراتو پایله به د قناعت وړ ونه‌وسي.

کاپیسا کې د ښځو د حقونو یوه ملاتړې ساره سیرت د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي: «د سولې خبرو پایلو په اړه چې کوم باورونه شته ورته په پام، زه هیله‌منده یم چې استازي د وینا ریښتونولي ولري او د نظر په توافق سره مخ ته لاړ شي.»

د مرکچي ټیم په ترکیب کې د ښځو او نارینه‌وو استازو نابرابرۍ پر وړاندې له نیوکو وروسته، یو شمېر ښځینه فعالانې وايي، له کومه ځایه چې د ځینو په باور سوله او جګړه د نارینه‌وو کار دی، د پلاوي ترکیب کې ښځو ته کمه ونډه ځانګړې شوې ده، خو د مېرمن سیرت په وینا، ښځې سره له دې چې هېڅ کله هم جګړه کې ښکېلې نه دي، خو تل د جګړې اصلي زیان‌لیدونکې وي «ښځو تل خپل ورور، مېړه، پلار او اولادونه له لاسه ورکړي او له رواني اړخه یې هم ډېر زیان لیدلی او نه باید هغو پرېکړو نیونو کې چې د هغوی برخلیک پورې تړلي دي، په اقلیت کې پاتې شي.»

د مېرمن سیرت په وینا، د سولې خبرو کې د جګړې د قربانیانو، د رسنیو او د مدني ټولنو د استازو ځای تش دی او دا چې ځينې دغه ډلې د دغه بهیر پر شفافیت باور نه‌لري، حق لري چې په کې حضور ولري او محتوا څخه یې باخبره ووسي.

شبکه: کاپیسا کې ښځې کومو ستونزو سره مخ دي؟

سیرت: دغه ولایت کې د ښځو یوه اساسي ستونزه ناامني ده، چې کله هم لامل کیږي ښځې او نجونې مجبوره شي، تحصیل او کار څخه لاس واخلي، دغه ستونزه هغو ولسوالیو کې چې طالبان په کې حضور لري، ډېره ده.

د مېرمن سیرت په وینا، کاپیسا کې د مېرمنو د ستونزو بله برخه په کاري فرصتونو پورې تړلې ده «دلته تحصیلي فرصت برابر دی او هرې کورنۍ څخه یو کس د لیسانس تر کچې زده‌کړې لري، خو کاري زمینې ډېرې کمې دي.» هغه زیاتوي، زورواکي او پر ضوابطو د روابطو حاکمیت د مېرمنو د روحیې کمزورې کېدو او د کار له حق څخه د هغوی د محرومېدو لامل شوی دی.

شبکه: ایا دې برخه کې مشخصه تجربه لرئ؟

سیرت: هو. یوې مېرمنې یوه میاشت د قانون په اساس د پوهنې ریاست د معاونیت په پُست کې کار وکړ، خو کوم کس چې پخوا یې دغه پُست کې کار کاوه، د سیاسي جوړجاړي له مخې بیا ځلې خپل کار ته ستون شو، سره له دې چې مونږ د دغې مېرمنې لپاره اعتراض هم وکړ، خو پایله یې ور نه‌کړه. دغه وضعیت زمونږ عدالت غوښتنې هم زیان‌منوي.

د ښځو د حقونو د دغې مېرمنې په وینا، ولایتونو کې مېشتو ښځو ته ډېره کمه ونډه حکومت کې ورکړل شوې او دا لامل شوې چې هغوی د خپلو وړتیاوو کارولو لپاره فرصت پیدا نه کړي «هر پروګرام چې شمالي ولایتونو کې عملي شوی، ښځو په کې هغسې رول نه دی درلودلی او د هغوی حضور ډېر کمرنګه دی.»

شبکه: ستاسو په نظر د سولې له خبرو څخه د کاپیسا د مېرمنو غوښتنه څه ده؟

سیرت: د هغوی یوه تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده، چې د ولایتونو مېرمنې څنګ ته نه کړل شي. همدارنګه تمه لرو چې د دغو خبرو پایلې د خلکو په ګټه ووسي.

د مېرمن سیرت په وینا، د ښځو د حقونو فعالانو یوه جدي اندېښنه دا ده، چې داسې نه‌شي د سولې له خبرو وروسته د هغوی فعالیت لپاره شرایط مساعد ونه‌وسي او دغو خبرو څخه د تمې وړ پایله ترلاسه نه‌شي «مونږ تل ویلي، چې مونږ د اکثریت چپ کسانو غږ یو، که زمونږ غږ بند شي، د ټولو خلکو غږ به بند شي.»

شبکه: د مرکه‌چي ټیم لپاره مو وړاندیز څه دی؟

سیرت: دا چې طالبان د اساسي قانون تعدیل لپاره پروګرامونه لري، مرکه‌چي ټیم کې ښځې باید ډېر کوښښ وکړي، چې د افغانستان د اساسي قانون دویم څپرکی حفظ شي، د کار او تحصیل د انتخاب حق له مهمو مواردو څخه دي، چې باید بحث پرې وشي. بله مهمه موضوع د ښځو پر سیاسي حضور ټینګار دی، که پر دغو موضوعاتو بحث ون‌شي، امکان شته چې ښځې په بشپړ ډول له صحنې څخه لرې شي.

د ښځو د حقونو دغه ملاتړې په دې باور ده، چې مرکه‌چي ټیم کې ښځې نه باید دغه فرصت ته د یوه امتیاز په سترګه وګوري، بلکې هغه د یوه مسوولیت په توګه ومني او د ترسره کولو لپاره یې هڅې وکړي، ترڅو کولی شي د سولې پر بهیر اغېز لرونکې وي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې