یو شمېر مدني فعالان وايي، د ښځې او نارینه‌ د حقونو د برابرۍ پر موضوع باید د سولې خبرو کې په هر اړخیز ډول بحث شي؛ کنه نو د سولې له هوکړې وروسته به ښځې د خپلو حقونو په برخه کې په ځانګړې توګه حکومت کې پرېکړه نیونې او مشارکت کې ډېرو ستونزو سره مخ شي.

د پوهنتون استاد او مدني فعال وحیدالله قاردي د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، د دولت مرکچي ټیم باید د سولې خبرو کې د ښځو او نارینه‌وو د حقونو برابرۍ پر موضوع هر اړخیز بحث وکړي او د ښځو او نورو ښاریانو د حقونو له موضوع څخه دفاع وکړي. «دا د افغان دولت د مرکچي پلاوي د غړو مسوولیت دی. که طالبان راتلونکي حکومت کې د نارینه او ښځې د برابرۍ موضوع په اړه افغان دولت سره هوکړې ته ونه‌رسیږي، فکر نه کوم چې مونږ دې سولې ته ورسېږو. امکان شته چې سیاسي سوله رامنځ ته شي؛ خو که ټولنیزه سوله چې د سیاسي سولې بشپړونکې ده، ټکنۍ شي، ښاریان په ځانګړې توګه ښځې به ونه‌شي کولی چې له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي.»

شبکه‌: داسې یوې ډلې سره خبرې به، چې ښه مخینه په ځانګړې توګه د ښځو په تړاو یې نه لري، یوې پایلې ته ورسیږي؟

قادري: لکه څنګه چې مې یادونه وکړه، دولت باید طالبانو سره سوله کې، د ښځو او نارینه‌وو د برابرۍ اصل په پام کې ونیسي، ترڅو هغوی ونه‌شي کولی تک‌قطبي نظام پیاوړی کړي. د سولې هوکړې په پایله کې باید داسې یو نظام رامنځ ته شي، چې پلورالیست او ټول‌شموله ووسي. اوسنی اساسي قانون د ټولو هېوادوالو د حقونو تضمین کوي. د ښځو په اړه، دغه قانون کې د ښځو سیاسي او حقوقي مشارکت په برخه کې په ښکاره ویل شوي، د دغه قانون په دوه‌ویشتمه ماته کې د افغانانو ترمنځ هر ډول تبعیض منع شوی دی او ویل شوي، چې د افغانستان خلک که هغه ښځې دي او که نارینه د قانون پر وړاندې برابر حقوق او وجایب لري. دغه موضوع باید داسې توضیح کړل شي، ترڅو طالبان د ښځو حقونه په ځانګړې توګه د هغوی سیاسي حقوق او حکومتي پرېکړه نیونو کې د هغوی ګډون په پام کې ونیسي. زه هیله‌مند یم چې د طالبانو پخوانی لیدلوری بدلون وکړي.

شبکه: ایا د دولت مرکه‌چي پلاوی، په ځانګړې توګه ښځینه غړې یې له افغان ښځو په ځانګړې توګه د هغوی له حقوقو څخه د دفاع وړتیا لري؟

قادري: افغان دولت باید د پلاوي ترکیب کې، پیاوړې، درک‌لرونکې او بې‌طرفه ښځې هم ټاکلې وی. زما په نظر اوس مهال مرکه‌چي ټیم کې یو شمېر ښځینه غړې سیاسي ګوندونو پورې تړلې دي او امکان شته چې خپلو حزبي یا سمتي دریځ څخه دفاع وکړي. په همدې دلیل ښه به وي هغه شمېر ښځې چې هېواد کې د افغان مېرمنو رسا غږ دی، د سولې خبرو کې ونډه واخلي.

شبکه: ستاسو په نظر د سولې خبرو کې  د ښځو حضور کولی شي، د طالبانو د ښځو ضد پر تګلارې اغېز وکړي؟

قادري: پرته له شکه چې د هېواد د نیمايي نفوس په توګه د ښځو حضور د هغوی پر تګلارې اغېز کوي. هیله‌مند یم چې طالبان د ښځو پر وړاندې خپل دریځ څخه یو څه شاته شي؛ که داسې ونه‌شي د ښځو او نورو هېوادوالو د حقونو په اړه د دغې ډلې لیدلوري ته په پام، فکر نه کوم، چې سوله دې وشي.

شبکه: ستاسو په نظر که طالبان د سولې هوکړې لپاره د ښځو د حقونو په برخه کې یو لړ محدودیتونه مطرح کړي، باید ومنل شي؟

قادري: که دغه محدودیتونه د قانوني او شرعي اصولو په چوکاټ کې ووسي‌، کېدی شي ومنل شي؛ خو که چېرې د ښځو د وروسته پاتې کېدو او د یوه پرمختللي دولت رامنځ ته کولو کې د ښځو او نورو افغانانو د ګډون کمرنګه کېدو لامل شي، نه‌باید ومنل شي؛ ځکه داسې سوله چې د دغو محدودیتونو لامل شي، ښه پایله به ونه لري او که چېرې طالبان دغه محدودیتونه په دوامداره توګه ولګوي، راتلونکې کې به ډېرې ستونزو ووینو.

شبکه: له امنیتي مسایلو او د طالبانو د مخالفت ترڅنګ، ټولنه کې نورې کومې ستونزې د ښځو د پرمختګ پر وړاندې خنډ جوړوي؟

قادري: یو له دغو موضوعاتو څخه نسبت ښځو ته د افغانانو متفاوته دید دی. بلخوا د ښځو لپاره په سمه توګه د ښوونې او روزنې امکانات نه برابریږي او ځینو سیمو کې د سواد ټیټه کچه د هغوی د پرمختګ مخه نیولې ده. سیاسي برخه کې هم د ښځو د پرمختګ پر وړاندې لوی خنډ نر واکي «مردسالاري» ده.

شبکه: ستاسو په نظر څنګه کولی شو دغه خنډونه له منځه یوسو؟

قادري: د لیدلورو او افکارو تغییر، خلکو ته د پوهاوي ورکول او د ښځو د ټولنیز موقعیت لوړول، بېلابېلو د دغو خنډونو د له منځه وړلو او مختلفو برخو کې د ښځو د پرمختګ لارو څخه دي. که دغه خنډونه په تدریج سره هوار شي، د هغوی د پرمختګ لپاره به لا ډېر سهولتونه رامنځ ته شي.

شبکه: واک کې د طالبانو د ګډون په صورت کې به، ایا مدني ټولنه فعالیت وکولی شي؟

قادري: که طالبان دولت کې د ښځو د ګډون په برخه کې محدودیت رامنځ ته نه کړي، مدني ټولنه کولی شي فعالیت وکړي؛ خو که دغه ډله د ښځو د حقونو په برخه کې محدودیتونه رامنځ ته کړي، مدني ټولنه به هم له محدودیتونو سره مخ کړي؛ ځکه د مدني ټولنې یو شمېر غړي ښځې تشکیلوي.

شبکه: تراوسه چې د سولې خبرو کې څه شوي، ارزونه مو څه ده؟

قادري: دې کې شک نشته چې یوه هېواد کې د روانې جګړې یوازینۍ حل‌لاره سوله ده. یوې پایلې ته د سولې پیل شوي بهیر رسېدل او حل‌لارې ته لاسرسی وخت ته اړتیا لري او افغانستان کې دغه بهیر تراوسه پورې خلکو ته یو ډول هیله‌مندي رامنځ ته کړې ده. د سولې خبرو یوه قاعده دا ده، چې د مرکه‌چي پلاوو کاري لومړیتوب اوربند ووسي؛ خو له بده‌مرغه طالبان د اوربند په اړه د خلکو او حکومت غوښتنې ته درناوی نه لري او تاوتریخوالی یې نه دی کم کړی؛ بلکې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره یې سولې ته دلاسرسي لپاره د خلکو هیلې کمې کړي دي. دوحه کې د مرکه‌چي پلاوو ترمنځ د ارادې نه‌شتوالی او مبهم وضعیت، دولت څخه د طالبانو لویې غوښتنې ښيي. همدارنګه د دولت د مرکه‌چي پلاوي ستړې روحیه او د نړیوالې ټولنې غوښتنې، د غیر وړاندوینې وړ راتلونکې ښکارندويي کوي.

د ښاغلي قادري په وینا، که طالبان او افغان حکومت په خپلواکه توګه هغو معقولو غوښتنو ته چې لري یې لاسرسی وکړي، کېدی شي نژدې راتلونکې کې د سراسري سولې ټینګښت ته هیله‌مندي وشي، خو که طالبان په نامعقولو غوښتنو او د هېوادوالو حقونو او وجایبو ته له پام پرته مخ ته لاړ شي، سولې ته د لاسرسي احتمال کم دی.

د ښځو او سولې په اړه مرکې