په هلمند کې یو شمېر مدني فعالان وایي چې لومړنۍ او ترټولو مهمه موضوع چې د سولې د خبرو مرکچي لوري باید پرې هوکړه وکړي؛ د اوربند ټینګښت دی او تر هغه وروسته دې پر  نورو مسایل بحث وکړي .

په هلمند کې د پوهنتون استاد او مدني فعال سمیع الله حمیدي د مدني تولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې اوربند لومړيتوب دی او نړیواله ټولنه باید په دې تړاو پر طالبانو فشار راولي . «  تر ټولو مهمه موضوع اوربند دی ؛ځکه که عمومي یا نسیي اوربند ټینګ شي ؛ د هېواد وضعیت بدلون ومومي او ذهنونه به پر سولې راټول شي .

شبکه:  ستاسو ارزونه له هغه څه چې تر اوسه په سولې خبرو کې تېرشوي دي؛ څه ده ؟تر کومه بریده باید دغو خبرو  پایلې ته هیله من و اوسو ؟

حمیدي:  په لومړییو کې دغو خبرو ته هیلې زیاتېوې؛ خو لکه څرنګه چې د هغو په پېلېدو سره تاوتریخوالی زیات شوی دی ؛ ددغو مذاکراتو پایلې ته هیلې کمې شوي دی .دغو خبرو تر اوسه هیڅ کومه پایله نه ده لرلې او مذاکره کوونکي  لوري ان پر اوصولو هم هوکړې ته نه دي رسیدلي؛ مذاکراتو ته هیلې کمې شوي دي او زما په اند  ښکېل لوري یوې سیاسي هوکړې ته د رسېدو وړتیا نه لري؛ سخت شرایط رامنځته شوی دی چې ښایي تر یوه وخته دوام ولري . زما په باور طالبان او دولت واقعیت ته په کتو مخته نه ځي؛ په ټوله کې د ښکېلو لورو د انعطاف نه منلو او د تاوتریخوالي زیاتېدو سولې ته د رسېدو هیلې کمې کړي دي .

شبکه:  ستاسو په باور له هغې ډلې سره خبرې به  چې د ښځو په تړاو ښه مخینه نه لري؛ د ښځو د ټولنیز او  سیاسي حضور  لپاره څه پایله ولري . آیا ستاسو په اند هغوی به د منفي بدلونونو منلو ته اړې شي ؟

حمیدي:  طالبان له تاوتریخوالي پرته بله سټراټېژي نه لري او که سوله ونه شي ؛لکه څنګه چې په همدې شلو کلونو کې جګړه روانه ده ؛ تر دې وروسته به هم جګړه ورانه وي. له دې ډلې سره باید مذاکره وشي؛ ځکه له دې پرته به جګړه دوام ومومي او هغه هم په داسې حال کې چې  افغانستان د جګړې د دوام توان نه لري او نړیواله ټولنه هم د طالبانو د له منځه وړلو لپاره ژمنتیا لري . د ښځو د مسالې په تړاو باید ووایم : دا ډله د ښځو حقونه نه مني او د هغه تفسیر په مټ چې له دین نه یې لري د هغوی  له حقونو سره مخالفه ده ؛ خو ښځې به دا ونه مني ؛ ان ځينې  ښځې چې د طالبانو تر ولکي لاندې سیمو او یا طالباني فکر لرونکي سیمو کې هم ژوند کوي خپلو حقونو ته د لاسي فکر ورسره دی او  دا طبیعي ده ؛ خو دا چې تر کومه بریده کولا شي مبارزه وکړي بدلونونه رامنځته کړي د بحث او پوښتنې وړ مساله ده؛ هغه مېرمنې چې په ښارونو کې دي؛ عدالت غوښتنه کولای شي او د کلیوالو مېرمنې لپاره دا آسانتیا نشته ؛ که د افغانستان ټولې ښځې وکړای شي په یو ډول  او یوه غږ سره د خپلو حقونو لپاره عدالت غوښتنه وکړي ؛ د هغوی ټولو غوښتنه به سوله ؛ د بیان آزادي ؛ د کار حق او ټولنیزو  اقتصادي او سیاسي فرصتونو ته د لاسرسي حق وي.

شبکه: آيا په سولې خبرو کې د ښخو حضور د هغوی په تړاو د طالبانو پر دریځ څه اغېز لرلای شي؟

حمیدی: دا چې طالبان د ښځینه غړو په لرلو سره د  دولت له پلاوي سره خبرو ته حاضر شول ؛ زما په اند ددې ډلې له لوري په سیاست کې د ښځو د حضور د منلو په معنی ده چې دا یو ښه او مثبت کار دی ؛ ځکه دې ډلې کولی شوای د افغان دولت په مرکچي پلاوي کې د ښځو  د نه منلو په پلمې سره له دولت سره له خبرو ډډه وکړي.

شبکه: ستاسو په اند په واک کې به د طالبانو حضور  د مدني ټولنې پر فعالیتونو  څه اغېز ولري ؟

حمیدي: طالبان مدني ټولنه محدودوي او له منځه وړي ؛ ځکه د هغوی له نظره د نابرابرۍ پر وړاندې  د خلکو  اعتراضونه  فتنه ده او د طالبانو په باور دا فتنه باید له منځه یوړل شي .په ټوله کې مدني ټولنه د هغوی په  ایدیولوژۍ کې ځای نه لري..

شبکه: آیا د سولې ټینګښت د مدني فعالیتونو د درېدو په بیه تاسو ته د منلو وړ دی ؟

حمیدی: نه ! ځکه په دې ډول به جګړه  پای ته ونه رسېږي . کله چې مدني ټولنه فعالیت ونه شي کړای خلک د ناعادل یا فساد ځواک پروړاندې عدالت غوښتنه نه شي کولای او  کله چې خلک ونه شي کړای فشار واچوي ؛ هر ډول قانون به پر هغوی بلی شي ؛ په بله وینا د مدني ټولنې په نشتوالي کې دیکتاتوري واکمنه کیږي؛ زما په اند طالبان په دې دلیل د مدني ټولنې فعالیت نه مني چې مدني ټولنه د هغوی واک له پوښتنې سره مخ کوي . مدني فعالان پوښتي؛روڼتیا غواړي او حساب غواړي او طالبانو  له هغوی سره همنظره نه دي او په دې باور دي چې دوی د حکومت کولو حق لري او باید  د جهاد او اسلامي ایډیولوژۍ له  لارې یې تر لاسه کړي او خلکو ته اهمیت نه ورکوي.

ښاغلی حمیدي وایي د سولې په تړاو نړیوالې تجربې ښيي چې دا بهیر شونې ده ؛ میاشتې او کلونو وخت ونیسي او په عین حال کې په افغانستان له سولې پرته بل غوراوی نشته  او دولت او طالبان دواړه دې پایلې ته رسيدلي دی چې د اوسني وضعیت حل لاره سیاسي هوکړه ده .

د ښځو او سولې په اړه مرکې