یو شمېر کارپوهان وایي چې اوسنۍ جګړه په افغانستان پورې اړوند نه ده او نیابتی دي او هغه سوهل چې په دې ورځو کې په دوحه کې پرې خبرې روانې دي هم  په افغانانو پورې اړوند نه ده.

د پوهنتون استاد  ډاکټر سید عسکر موسوي د بشري حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره په مرکه کې وایي چې هغه څه چې په دوحه کې پېښ شوي په افغانستان پورې اړوند نه دي .« د افغانستان سوله او جګړه یوه نیابتي مساله ده ؛ یعنې افغانستان په هېڅ هېواد تېری نه دی کړی ؛ بلکې هغه کسان چې په سیمه کې د جګړې غوښتونکي وو؛ د خپلو نایبیانو په رالېږلو سره یې دې موخې ته ورسېدل . له اتیایمو او نوي یمو نیابتي جګړو سره د وروستیو پنځلسو تر شلو کلونو  جګړې توپېر دادی چې په دې جګړه کې د ټولو ښکېلو لورو مرسته او ملاتړ د امریک له لوري کیږي . دا جګړه د افغانستان جګړه نه ده او یوازینۍ تړاو چې په هېوادوالو  پورې یې لري ؛ وژنې؛ ورانۍ ؛ شاتګ؛ اقتصادي او رواني ستونزې او د ټولنیزې شیرازې له منځه تلل دې چې ترې پاتې کیږي . دا جګړ د امریکا او د هغې د متحدانو د لویو ګټو لپاره ده او له بده مرغه افغانستان په یوه بد  سټراټېژیک موقعیت کې دی.»

شبکه: له لویو ګټو چې تاسو یې یادونه وکړه موخه څه ده ؟

موسوي: د لودېځ د زرادخانو او لوی اقتصاد لپاره دوه څېزونو ته اړتیا ده ؛ یوه دا چې باید د ټولې نړۍ ځینې برخې په جګړو کې ښکېلې وي څو دا زراد  خانې یاد د وسلو  د جوړولو کارخونې کاروکړي او پېر او پلور ولري ؛ ځکه په نړس کې تر ټولو لوی او ډير ګټه لورونکی صنعت؛ جنګي صنعت دی . هغه وسلې چې په افغانستان کې ترې کار اخیستل کیږي ټولې په بهرنیو هېوادونو کې جوړېږي او هغه ماینونه چې دلته ترې کار اخېستل کیږي؛ هم د اروپايي هېوادونو جوړ دي . نو له همدې امله د لوېدیځ د اقتصاد یوه تر ټولو لویه موخه داده چې باید له هغه ځایه بهر جګړه او د اختلاف ځایونه وي . د اتیایمو کلونو په شاوخوا کې نږدې په څلور شپېته سیمو کې جګړې وې؛ خو اوسمهال یې شمېر نږدې سلو سیمو ته رسیدلی او له لوېدیځې نړۍ بهر جګړې زور اخستی دی ؛ د جګړې په پایله کې د هغو کسانو لپاره چې هغه یې پېل کړې ده او پرې کنټرول لري تل باید یوداسې وېره چې په خپله یې رامنځته کړې وي او کنټرول یې په لاس کې لري له خپولو پولو بهر ولري؛ څو خلک پرې کنټرول کړي. یو څه موده یې د کمونیزم وېره رامنځته کړې وه او اوس یې له اسلامه وېرول رامنځته کړي دي. دا ډارول په لوېديځ کې څو ملیتي شرکتونو او میلیارده ډالره پانګونې ته اړتیا لري. که موږ لس زره کاله نور هم سوله ووایو ؛ موږ له یو بل سره په جنګ اچوي ؛ داسې لکه په سوريې؛ لیبیا ؛ عراق او یمن کې یې چې دا کاروکړ.

شبکه: که ستاسو په وینا سوله نیابتي ده او د افغانستان په خلکو پورې هيڅ اړنه نه لري؛ په سولي مذاکراتو کې د ښځنه استازو رسالت څه دی او له سولې مذاکراتو وروسته به د ښځو د حقونو برخلیک څنګه وي.

موسوي: باید وپوښتل شي چې د  ښځو د استازې په نوم څه لرو؟موږ د هېڅ شي لپاره استازي نه لرو؛ دا په فلسفي اصطلاح  اعتباري موضوعګانې دي ؛ یعنې یوه ښځه په باور سره ووايي چې زه د  افغانستان د ښځو په استازیتوب خبرې کوم. د افغانستان نږدې ۹۹ سلنه ښځې د پوهاوي هغې کچې ته نه دي رسیدلي چې یو ښځينه تشکیل رامنځته کړي؛ یا ګډ پرووګرامونه ولري ؛ ان په ښځوپورې د اړوند نادولتي سازمانونو د جوړېدو پېسې لوېديځوال ورکوي؛ بل داچې د هغو کسانو ډیر لګښتونه چې دوحې ته تللي دي څوک ورکوي.ځواب دا دی چې معمولا څوک چې ډوډۍ ورکوي فرمان هم ورکوي؛ د سولې د مذاکراتي پلاوي لګښت د افغانستان د دولت پرغاړه  نه دی ؛بلکې د دواړو لورو لګښتونه امریکا ورکوي . هغوی د افغانستان د دولت یا خلکو په استازيتوب دوحې ته نه دی تللي .د هغه څه په اړه چې دښځو د برخلیک په توګه مو مطرح کړل ؛ باید ووایم زه نه  غواړم د افغانستان د ښځو د برخلیک په تړاو خبرې وکړم ؛بلکې باید وپوښتل شي ؛ د افغان انسان ارزښت څنګه کیږي؟کله چې د افغانستان د انسان برخلیک ناڅرګند وي؛ سړی او ښځه دواړه وژل کیږی؛ په وروستۍ مورد کې ددې شاهدان وو چې د کابل پوهنتون په غمیزه کې ترهګرو ښځې او نارینه سره بېل نه کړل . بل داچې کله نارینه دشپې په خالي لاسونو سره کورته راځي؛ د ښځې او نارینه حقونه معنی نه لري .دا هغه ادبیات دي چې لوېديځوالو زموږ په خولو کې را اچولې دي.

شبکه: موخه دا ده چې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک کېدو او په واک کې  د طالبانو په شریکېدو سره به ښځې لکه نن په بیلابیلو برخو کې فعالیت وکړای شي؟

موسوي: داچې د دوحې د مذاکراتو مالي لګښت د چا پرغاړه دی؛ د هغه لپاره د افغانستان ښځه ؛ زوړ او ځوان مهم نه دی او که هوډ وکړي چې په افغانستان کې د منځنیو پېړیو یو امارتي نظام واکمن کړي؛همداسې به وشي . لکه څرنګه چې یې پخوا اراده وکړه چې په هېواد کې شپږ کاله د طالبانو امارت واکمن کړي. د امریکا لپاره مهمه نه ده چې په افغانستان کې طالبان حکومت وکړي  یا ډموکراټان ؛ بلکې دا ورته مهمه ده چې د امریکا لویې ګټې تضمین شي او هرڅوک چې دا ګټې تضمین کړي د امریکا لپاره مهم دی .

شبکه: ویل کېدل چې د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د برخلک په روښانه کېدو سره به د افغانستان د سولې  د مذاکراتو برخلیک هم  څرګند شي؛ د ولسمشرۍ ټاکنود پایلو په مشخص کېدو سره مو په ټوله کې د سولې د خبرو په  هکله اټکل څه دی ؟

موسوي: لومړی دا چې د دوحې مذاکرات په بېړه وو او د سولې په نوم د پېسو لویه معامله وشوه ؛ دویم دا چې د دوحې سوله تر ډيره د امریکا د ټاکنو لپاره وه چې له نیکه مرغه پایله یې د واشنګټن د واکمن بانډ په ګټه نه وه او زما اټکل دا دی چې د سولې پلاوی د هغې طرحې له مخې چې مخکې جوړه شوې وه ؛ مخته نه ځي او قطعا کله چې د امریکا نوې اداره کار  پېل کړي ؛ دا مذاکرات ځنډېږي؛ البته فکر نه کوم چې ترهغه وروسته هم دا فرمول دوام ومومي ؛ او د امریکا نوی ولسمشر له افغانستان سره ځانګړې لېوالتیا ولري ؛ یوازې  توپېر دادی چې ښایي د اروپایي متحدینو او نورو متحدینو خبره ومني او افغانستان په ناڅاپي توګه پرېږنږدي او وضعیت هم ګډوډ نه کړي ؛ په هر حال شونې ده چې ښاغلی جوبایډن بل ډول پلان ولري.ځکه هغه کلونه وړاندې په یوه چلند کې چې د ښاغلي کرزي پروړاندې یې درلود ؛ویلي وو چې هغوی په افغانستان کې د پاتې کېدو لپاره دلیل نه لري. په ټوله کې باید ووایم چې د امریکا سیاست ددغه هېواد له پولو بهر ډير توپير نه کوي او له افغانستان سره په چلند کې به ډير بدلونونو رانه شي.خو هغه څه چې څرګند دي دا دي چې واک ته به د ډموکراټانو په راتلو سره د طالبان ټغر ټول شي او دا ډله به په قطعي ډول بېرته راستنېدونکي نه وي؛ که  څه هم فکر نه کوم چې موږ دې ژر ښو ورځو ته ورسېږو او له  بده مرغه په افغانستان کې به جګړه او تاوتریخوالی روان وي.

شبکه: دا جګړه به څرنکه روانه وي؟ 

موسوي: زما په نظر د افغانستان جګړه به ډیر توپېر ونه کړي ؛ یوازې ښایي د ډموکراټانو په راتګ سره د جګړې شدت تر یوه بریده راکم شي او هغوی وضعیت یو څه تر کنټرول لاندې راولي.دلته سوله اوجګړه دواړه نیابتي دي . دا جګړه هغه مهال له منځه تللی شي چې په افغانستان کې  یو ملي مدیریت او پراخ ملي دولت رامنځته شي؛ خلک د مالیکت او مشارکت احساس وکړي ؛ د خلکو او  دولت ترمنځ یو متقابل اعتماد رامنځته شي. په خپله اداره وغواړي چې خپلواکه وي او  خلک وغواړي د خپلواکۍ پر لور ولاړ شي. د افغاسنتان پوځ او  پولیس که د جګړې اجازه ولري ډير پياوړي دي ؛ خو پوځ د ښاغلي کرزي له وخته تر اوسه د دفاع په حالت کې دی ؛په دې معنی چې که مقابل لوری برید وکړي ؛ پوځ د جګړې حق نه لري. له دې پرته آیا عقل منی چې په افغانستان کې د نړۍ دڅلور څلویښتو پياوړو هېوادونو ځواکونه له طالبانو سره د جګړې توان ونه لري؟بحث دا دی چې هغوی ددغه کار هوډ نه لري.

شبکه: که ستاسو په وینا طالبان بېرته راستنه نه شي؛ د ښځو لپاره به وضعیت څرنګه وي؛ د بېلګې په ډول صحرایي محاکمې به ختمې شي؟

موسوی:  تر هغه وخته چې موږ یوموټي نه شو او مرکزي حکومت پیاوړی نه شي وضعیت به په همدې ډول روان وي.ځکه چې نه یوازې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو بلکې د افغنستان د دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې هم طالبانیزم  شته او د ښځو او انسانانو پر وړاندې شرارتونه روان دي.  آیا په هغه ځای کې چې د دولت تر کنټرول لاندې دي؛ د طالبانو تر قوانین هم بد قوانین حاکم نه دی او ښځې هلته نه سنګسار کیږي؟آیا د هغوی غوږ او پزه نه پرې کوي؟ دولت ډير کمزوری دی او داسې دولت نه دی چې پلان ولري او تر ډیره یوه سهامي شرکت ته ورته دی او ټول بحث یې د قومي مسایلو پر سر دی ؛ زموږ ستونزه دا ده چې دا بحثونه ډیر پخواني دي؛ زموږ ستونزه د ټولنیز عدالت نشتوالی دی ؛ د ټولنیز عدالت په نشتوالي کې هېڅ څوک ښه ورځ نه ویني؛ نه هزاره ؛ نه تاجیک نه پښتون او  نه ازبیک او  نه هم  ښځې او نارینه . زموږ ستونزه بې سوادي ده ؛ موږ باید ښوونځيو ته پاملرنه وکړو؛ ستونزه د پوهنتونونو ټیټه کچه ده چې ماهر محصل ترې نه فارغیږي.زموږ ستونزه امنیت او ډوډۍ ده . هغه بحثونه چې په کابلنه کې کیږي؛ د هغو څېزونو په اړه دي چې د خلکو په ټولنیزې اړتیا پورې تړاو نه لري؛ له همدې امله خلک له دولته واټن لري.

شبکه: ستاسو په اند له هغه طالبانیزم سره چې نغوته مو ورته وکړه څه ډول مبارزه کولای شو؟

موسوي: زه غواړم خپله حل لاره په دریو پړاوونو کې وړاندیز کړم؛ لومړی دا چې په اوسنيو شرایطو کې ټول باید په ژمنتیا سره له جمهوریته دفاع وکړو؛ دویم دا چې په منځمهال کې د اساسي قانون د موادو لپاره عدالت غوښتنه او مبارزه وکړو؛مثلا په اساسي قانون کې تبعیض منعه شوی دی؛ نو  باید پر ضد یې مبارزه وکړو .په اوږدمهالي کې باید د پراخ بنسټه ملي دولت پر لور ولاړ شو ځکه اوسنی حکومت پراخ بنسټه نه دی؛ بلکې د څو قومو حکومت یې تر  ټولو ښه تفسیر او تعریف دی چې کولای یې شو .

د ډاکټر موسوي په وینا اوسمهال د خلکو لپاره ترټولو غوره ټاکنه له مرکچي پلاوي ملاتړ دی او دا کار په اوسنیو شرایطو کې د بد او بدتر ترمنځ غوراوی دی .

د ښځو او سولې په اړه مرکې