د طالبانو له ډلې سره دافغانستان د دولت د خبرو پيلېدو د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو اندېښنې راپارولي دي.

په دې لړ کې په بیلابیلو برخو  کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې په تېره بیا ورزشکارانې د سولې له هوکړې وروسته د ښځو د حقونو د وضعیت په تړاو د اندښنې په څرګندولو سره وایي که په راتلونکي حکومت کې د لوبغاړو مېرمنو حقونو ته پاملرنه ونه شي؛ هغوی به ددغو آزادیو د مخالفو ډلو پر وړاندې ودرېږي.

خبریاله او د باېسکېل ځغلونې د ملي لوبډلې غړې مروه احمدزۍ د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په خبرو کې وایي چې کیدای شي طالبان په واک کې له راګډېدو  وروسته د ښځو په تېره بیا د ورزشکارو مېرمنو د فعالیت مخه ونیسي؛ خو دا ښځې به اجازه ورنه کړي چې د سپورټ په برخه کې د دوی څو کلنو لاسته راوړنو ته بې پامي وشي. «موږ مجبورې نه یو چې د یوې تمدن ضد ډلې د مبهمو خیالاتو  قربانی شو ؛ غوره ده چې هغوی ځان اصلاح کړی او پرېږدي چې ټول خلک خپلو مدني حقونو ته لاسرسی ولري؛ که  داسې ونه شي  موږ به  د مبارزې په لومړۍ کرښه کې په خپل نه ماتېدونکي هدف سره د خپلو ټولېزو او فردي آزادیو لپاره ودرېږي«

شبکه: د یوې خبریالې په توګه او په ټوله کې یوې وګړې په توګه د هېواد د ښځو وضعیت څرنګه ارزوئ؟

احمدزۍ: که وغواړو چې  له طالبانو وروسته کلونه و ارزوو ؛ زما په اند ددې خاورې د ډیری هغو ښځو هیلې او خیالونه چې د طالبانو په توره دوره کې یې په خپلو زړونو کې خښ کړي وو ؛ په حقیقت بدل شوي دي . اوسمهال ښځې د هېواد  په بیلابیلو برخو کې زده کړو ته لاسرسی لري؛ ګڼې هغوی د دولتي او خصوصي ادرو په مشرۍ کې کارکوي ؛ یو شمېر یې په بیلابیلو هنري برخو کې پر فعالیت بوختې دي؛ د خپلې خوښې ورزش کوي او هغه د نورو ښځو په منځ کې دودوي او په رسنیو او د هېواد  په امنیتی او دفاعي لیکو کې هم حضور لري. د افغانستان ښځې اوس پر خپلو حقونو  خبرې دي او په ښه توګه ترې دفاع کولای شي؛ هغوی د اجباري شرایطو منلو ته مجبورې نه دي. دغو موردونو ته په پام سره د نولس کاله مخکې په پرتله وضعیت ښه شوی دی . زه ددغو ښځو ښې راتلونکې ته هیله منه یم او ډاډ لرم چې د افغانستان ښځې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د ځان او  خپل هېواد لپاره به ښه راتلونکې جوړه کړي . که څه هم له بده مرغه د افغانستان د ټولو ښځو وضعیت ښه نه دی او یو شمېر هغوی په تېره بیا هغه مېرمنې چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي؛ د آزادۍ له نعمت او خپلو حقونو ته له بشپړ لاسرسي بې برخې دي او دا د نورو روڼاندو مېرمنو لپاره خواشېنوونکې ده .

شبکه: ورزشکارې مېرمنې اوسمهال له کومو ستونزو سره مخ دي؟

احمدزۍ: له بده مرغه په افغانستان کې د ښځو لپاره ورزش کول سخت کار دی ؛ ځکه زموږ ټولنه دودیزه او په عین حال کې نرواکې ده .نه شو کولای په کابل کې د څو خصوصي کلپونو په شتوالي او د یو شمېر هغو مېرمنو په لیدو سره چې له ډیرو  ستونزو سره سره په لوبډلو  کې دي؛ په هېواد کې د ورزشکارو ښځو پر وضعیت رضایت وښيو. بلکې په ډاګه او په لوړ غږ وایم چې د افغانستان  ورزشکارې لوبغاړې له ډیرو ستونزو سره مخ دي او د ډیرو ښځو هیلې له پېغلو نیولې بیا تر لویو ښځو پورې د بې تفاوتۍ او د چاپېریال د ناسم چلند په اور کې سوځېدلي او سووځي. ډېرې کورنۍ د مېرمنو سپورټ ګناه او د شرم وړ بولي او نه غواړي چې  لوڼې یې سپورټ وکړي. د افغانستان په واټونو کې د ښځو باېسکېل چلول لا هم یوه تابو ده ؛ مېرمنو ته  د سپورټ په تېره بیا د باېسکېل ځغلونې زمینه برابره نه ده؛ هغوی په کافي اندازه کلپونو او د سپورټ لپاره مناسبو ځایونو  ته لاسرسی نه لري؛ لوبغاړې مېرمنې هڅې کوي چې په هېواد کې د ښځو د سپورټ کلتور دود کړي او  د خلکو او دولت ملاتړ هم ولري څو هېواد ته ښه نوم وګټي.

شبکه: د یوې فعالې وګړې په توګه چې سولې بهیر ورته مهم دی ؛ فکر کوئ چې د سولې خبرې به مطلوبه پایله ولري؟

احمدزۍ: زموږ د هېوادوالو له  قاتلانو سره د سولې بهیر مخته بېول ډير سخت دي؛ خو په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره ان له خپلو ځینو غوښتنو تېر شوي یو او سولې ته د رسېدو لپاره مو هڅه کړې ده؛ زما له نظره که طالبان هم  تر یوه بریده هڅه وکړي او قرباني ورکړي د سولې خبرې به بریالۍ شي. په هرحال خلک به د طالبانو د اسلامي امارت بېرته راګرځېدل هېڅکله ونه مني.

 شبکه: که احتمالا  د سولې په هوکړه کې د ښځو په تړاو د طالبانو له لوري ځينې محدودیتونه مطرح شي؛ ستاسو لپاره د منلو وړ دي؟

احمدزۍ: نه ! د ښځو پر  حقونو معامله نه یوازې زما لپاره بلکې د هیڅ افغان لپاره د منلو وړ نه ده ؛ خپلو حقونو ته د ښځو لاسرسی د هغوی او په ټوله کې د هېوادوالو  تر  ټولو لویه لاسته راوړنه ګڼل کیږي. البته د افغانستان ښځې اوس هم په بشپړه توګه خپلو حقونو ته نه دي رسیدلي او ډېرې ستونزې په محکې لري ؛خو مبارزې ته دوام ورکوو . د جګړې بندېدل   یا په بریالیتوب سره د خبرو پای ته رسېدل به ددې لامل نه شي چې موږ چوپې پاتې شو؛ بلکې د جګړې د پای ته رسېدو په صورت کې به  زموږ مبارزې دوام ولري؛نه شوکولای چې دښځو حقونو ته بې پامي وکړو او د هغوی حقونه د طالبانو د غوښتنو قرباني کړو ؛د ښځو د هیڅ یوه حق نقض کيدل موږ ته د منلو نه دي ؛ موږ د افغانستان د ټولو ښځو د آزادۍ غوښتونکې یو ؛ د هغو ښځو چې په کلونو یې حقونه ترې اخېستل شوي دي او د دورې په وهلو او پزې او غوږ په پرې کولو سره یې ښکنځلې اورېدلي دي او کله هم اورته اچول شوي دي . موږ د بشريت ضد تر  ټولو کوچنۍ نظر هم نه شو منلای؛ ددې خاورې د ښځو د حقونو او آرمانونو د له لاسه ورکولو پروړاندې چوپتیا به د ښځو ابدي له منځه تلل وي.

شبکه: ستاسو په  اند په واک کې د طالبانو په راګډېدو سره ښځې لکه نن ورځ په ټولنه آزاد فعالیت وکړای شي؟

 احمدزۍ: طالبان د ښځو پر وړاندې د خپل دریځ او په هېواد کې د بیلابیلو ترهګریزو بریدونو په کولو سره د افغانستان د خلکو او ان د نړیوالو په ذهن کې په یوې د نه باور وړ ډلې بدله شوې ده . زما په نظر په افغانستان کې به د سولې د ټینګښت لپاره د امریکا متحده ایاتونو او نړیوالې ټولې هڅې هغه مهال مثبته پایله ورکړي چې له طالبانو او ملاتړیې معتبر نړیوال تضمین واخیسل شي څو په راتلونکې کې په خپلو ژمنو وفا وکړي .باید ددې درد لیدلي ولس د لاسته راوړڼو او د دوستو هېوادونو مرستې بابېزه ونه ګڼل شي او د ولس په برخلیک معامله ونه شي. ښځې یولړ حقونه لکه د زده کړو؛ کار او د خپل خاوند د ټاکلو حق لري او که دا حقونه ترپښو لاندې شي او د لاسته راوړنو پر وړاندې بې تفاوتي وشي یا بدلونونه پکې راشي ټولنه به د بدمرغۍ پرخوا ولاړه شي او د طالبانو د قهر او  تاوتریخوالي په تنور کې به وسوځېږي؛ نو اړتیا ده ؛په جدیت او قاطعیت سره په دغه راز مواردو کې پر نړیوال تضمین ټينګار وشي .

شبکه: ستاسو په نظر دغه تضمین د کومو کساني پرغاړه دی ؟

احمدزی: افغان حکومت له امریکا متحده ایالتونو او نړیوالې ټولنې سره په همکارۍ د طالبانو د ژمنو تضمینوونکی دی ؛ ځکه امریکا او نړیوالې ټولنه په وروستیو کلونو کې د افغانستان په پرمختګونو کې شریکه ده اودا مذاکرات د هغوی د هڅو پایله ده؛ نو له شک پرته هغوی به افغاسنتان یوازې پرېنږدي .د طالبانو ملاتړي هېوادونه هم باید نړیوالې  ټولنې د افغانستان ته معتبر تضمین وړندې کړي.

شبکه: د سولې د خبرو اترو په تړاو ستاسو اندېښنې څه دي؟

احمدزی: پر یو بل د نارینه او ښځینه غوره والی او د سړي  پر وړاندې د ښځې کموالی زما لپاره د منلو نه دی .زما تر ټولو لویه اندېښنه له سرو کرښو نه د دولت تېرېدل دي. زما په نظر هغه څه چې په ډموکراسۍ او د هېوادوالو  په حقونو پورې تړلي دي؛ باید نقض نه شي.

شبکه:که خلکو ته کوم پيغام لرئ ؛  له  دې لارې یې له هغوی سره شرېکولای شئ؟

احمدزی: خلک په تېره بیا طالبان باید د جګړې  د پای ته رسېدو فکر وکړي. د طالبانو مېندې ؛ پلرونه او خویندې باید د جګړې او سولې د مفهوم په تړاو  لکه موږ فکر وکړي. د جګړې بقا د یوه ملت لمنځه تلل دي؛ خو  سوله د یوه ملت د ارزښتونو بیانوونکې ده . پر ځای ددې چې هره ورځ زموږ د هېوادولو مړي خاورو ته وسپارل شي؛ غوره ده چې د جګړې تابوت په هدېره کې ښځ کړو ؛ د افغانستان ګڼو خلکو د جګړې له امله زیانونه زغملي او قرباني یې ورکړې ده ؛هغوی نور باید پرېنږدي چې ددې خاورې د دښمنانو په امر او د پردیو په لارښوونه د ښځو پربرخلیک لوبې وکړي.جګړې له تباهۍ او د هېواد د مادي او معنوي شتمنۍ له لمنځه وړلو پرته بله پایله نه ده لرلې ؛ راځئ  دآبادۍ او عامه سوکالۍ او په هېواد کې تلپاتې سولې او امنیت ته د رسېدو لپاره اوږه په اوږه کار وکړو او جګړې او پر سولې نه باور ته  نه ووایو.

مېرمن احمدزۍ وايي شاته ستنېدل په هیڅ ډول افغانانو ته د منلو وړ نه دي . د افغانستان خلک  په هغه صورت کې له سولې ملاتړ کوي چې د هغوی حقونه او غوښتنې په پام کې ونیول شي او د هغوی د وروستیو کلونو لاسته راوړڼو ته بې پامي ونه شی ؛ له همدې امله د دې په باور ؛د اساسي قانون؛ او د ښځو د حقونو ساتنه لکه د هغوی د زده کړو او کار د حق ساتنه؛ د رسنیو آزادي او د ډموکراسۍ د نظام ساتنه له هغو غوښتنو نه دي چې خلک په جدي توګه ورته د پاملرنې غوښتنه کوي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې