بهزاد: د افغانستان د سولې مذاکراتو لږ زیات وخت ونیوه چې لامل یې د خبرو د دواړو لوریو ترمنځ د نظرونو توپیر کېدای شي، هغه ارزښت ته په پام سره چې سوله یې د افغانانو لپاره لري، ددغه بهیر اوږدوالی د درک او زغم وړ دی. بین الافغاني مذاکرات د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تصمیمونو په اړه په واقعیت ولاړو پایلو لامل کېدای شي. په ټول کې ویلای شو چې مذاکرات تراوسه ښه پرمخ تللي او له طالبانو سره په یوه میز د افغانستان د اوسني نظام د استازو کیناستل یو ښه ګام دی. د سولې له هوکړې وروسته د ښځو حقونو ته د نه پاملرنې احمتال، د ښځو لپاره یوه لویه اندېښنه شوې ده؛ خو یو شمېر مدني فعالین په دې باور دي چې د طالبانو له سقوط وروسته په تېرو کابو دوو لسیزو کې د ښځو د ظرفیتونو لوړېدل او د توانمنیو پياوړتیا، دوی ته داسې هویت وربښلی چې طالبان به یې له هغوی د اخیستو وس ونه لري.

مدني فعاله معصومه بهزاد د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي، ښځې د طالبانو لپاره د بالقوه دښمن په توګه مطرح دي او د مېرمنو دا څېره په تېرو نولسو کلونو کې لاپیاوړې شوې ده. «د طالبانو په حکومت کې ښځو ته ونډه نه ورکول کېده او دغې ډلې ورسره دښمني لرله، خو په تېرو نولسو کلونو کې ښځو ښه پرمختګ کړی او داسې هویت یې خپل کړی چې طالبان يې په آسانۍ ترې نه شي اخیستی.»

شبکه: ستاسو په نظر د سولې په خبرو کې د ښځو ونډه تر کومه بریده د دوی په رابطه د طالبانو پر دریځ اغېز کولای شي؟

بهزاد: که څه هم طالبان په زور او تاوتریخوالي سره د اسلامي حکومت ادعا لري؛ خو د نني افغانستان د مېرمنو نظریات آن په زور او ترور نه شي ترې اخیستی. د سولې په بهیر کې د ښځو د ونډې په اړه باید ووایم: که څه هم د سولې په خبرو کې ښځو ته لږ برخه ورکړل وشې، خو نن هره افغان مېرمن له یوه پیاوړي هویت څخه    استازیتوب کوي او په حکومت کې ټاکونکی رول لوبوي.

شبکه: هغه څه چې تراوسه د سولې په مذاکراتو کې شوي په دې هکله ستاسو ارزونه څه ده؟

بهزاد: د افغانستان د سولې مذاکراتو لږ زیات وخت ونیوه چې لامل یې د خبرو د دواړو لوریو ترمنځ د نظرونو توپیر کېدای شي، خو هغه ارزښت ته په پام سره چې سوله یې د افغانانو لپاره لري، ددغه بهیر اوږدوالی د درک او زغم وړ دی. بین الافغاني مذاکرات د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو تصمیمونو په اړه په واقعیت ولاړو پایلو لامل کېدای شي. په ټول کې ویلای شو چې مذاکرات تراوسه ښه پرمخ تللي او له طالبانو سره په یوه میز د افغانستان د اوسني نظام د استازو کیناستل یو ښه ګام دی.

شبکه: په مذاکراتو کې باید د ښځو په اړه تر ډېره پر کومو موضوعاتو زیات ټینګار وشي؟

بهزاد: د ښځو هویت باید ترې وانه خیستل شي او باید په ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخو کې د دوی رول خوندي شي او په ټول کې د ښځو حقونه باید په خبرو کې د دولت سرې کرښې وي. نور ارزښتونه لکه د جمهوریت او د بشري حقونو په برخو کې د تېرو کلونو د لاس ته راوړنو په شان نور ارزښتونه هم د سرو کرښو په توګه مطرح کېدای شي.

شبکه: د دولت په مرکچي پلاوي کې ښځې ترکومه بریده د مېرمنو د استازیتوب وس لري؟

بهزاد: دوی پياوړې مېرمنې دي؛ خو له دې امله چې د دېموکراسۍ یو اصل رای ګیري ده او معیار دی؛ نو دا شمېر ددغه بهیر لپاره بسنه نه کوي. آن که د پلاوي ټولې ښځینه غړې یو نارینه استازی هم له ځان سره یو ځای کړي بیا هم د ښځو رایې کمې دي، البته په افغانستان او آن په اوسني نظام کې د ښځو سیاسي ځپل دود دي او په اړه یې بې پامي کېږي.

شبکه: څرنګه کېدای شي د سولې له خبرو د افغان مېرمنو لپاره د یوه فرصت په توګه استفاده وکړو؟

بهزاد: د مذاکراتو د اصولو له مخې، د اختلاف وړ ټکي فرصت برابرونکي کېدای شي. نړۍ د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له خبرو او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ له خبرو وروسته، د افغان مېرمنو د پرمختګ او فکري تګلارې کتونکی دی. دا موضوع ددې لامل شوه چې طالبان ځینې مسایل لکه مذهبي مسایل مطرح کړي ترڅو په دې توګه، د دین په اړه خپل تفسیر د خبرو په اجنډا کې شامل کړي چې هیله منوونکی فکر وکړم دا طرحه دومره اغیزمنه نه وه؛ ځکه له دین څخه ددې ډلې تفسیر د کافي پوهې له مخې نه دی.

 شبکه: ستاسو په نظر په واک کې د طالبانو حضور به د مدني ټولنې پر فعالیت څه اغېز وکړي؟

بهزاد: مدني ټولنه د دېموکراسۍ بېلګه ده؛ خو که ټاکل شوې وي چې اسلامي امارت رامنځته شي، د سولې په خبرو کې دېموکراسي عملا په زور او تاوتریخوالي پلورل کېږي چې په دې صورت کې مذاکرات کوم مفهوم نه لري.
شبکه: ستاسو په اند که د سولې هوکړه وشي، څه تضمین شته چې طالبان پر خپلو ژمنو ودرېږي؟

بهزاد: له دې امله چې جمهوري نظام، نړیوال پلویان لري، که طالبانو ډله په مذاکراتو کې د نړیوالو په وړاندې ژمنې وکړي، دا یو تضمین کېدای شي؛ ځکه نړۍ جمهوریت او دېموکراسۍ ته د مشروعیت بښوونکو ارزښتونو له امله د جمهوریت ترڅنګ ولاړه ده؛ خو که تصمیم یوازې د امریکايي ځواکونو د وتلو لپاره یوازې د زمینه برابرول وي، هېڅ ژمنه به موجوده نه وي چې تضمینونکې وي.

د مېرمن بهزاد په وینا، که د طالبانو د تاوتریخوالي او زورویلو له منطق سره هوکړه وشي، ښکاره ده چې د ښځو او د بشري حقونو ارزښتونه به له تعرض او بې احترامۍ سره مخامخ شي. دا په داسې حال کې دي چې د هغې په باور، په طالبانو کې هم فکري بدلون ناشونی ښکاري او هم له اسلامه ددغې ډلې د تفسیر منل د دولت د مرکچي پلاوي لپاره ګران کار دی.

د ښځو او سولې په اړه مرکې