د هېواد د اساسي قانون خوندیتوب، په تېره بیا دوهم فصل یې داسې موضوع ده چې تل هېوادوال په تېره بیا د بشري حقونو، ښځو د حقونو او مدني ټولنې فعالین د سولې له مذاکراتو د خپلې غوښتنې په توګه پرې ټینګار کړی دی.

په بامیان کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون سیمه ییز مسوول محمد جواد دادګر د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي: په اساسي قانون کې تضمین شويو ارزښتونو او نړیوالو اصولو ته باید له طالبانو سره د سولې په هوکړه لیک کې د لاسلیک په پایله کې بې پامي ونه شي؛ ځکه په دې صورت کې به تلپاتې سولې ته ونه رسېږو. «هیله من یو چې د هېوادوالو حقونه او آزادۍ له طالبانو ډلې سره په خبرو کې د معاملې وړ ونه ګرځي او اساسي قانون د یوې ملي او لویې لاس ته راوړنې په توګه خوندي شي؛ ځکه زما په باور هغه سوله چې ددغو ارزښتونو د خوندیتوب زمینه برابره نشي کړای، تلپاتې نه ده، په بله وینا بشري حقونو ته پاملرنه په هېواد کې د تلپاتې سولې تضمینوونکې کېدای شي.» 

شبکه: د هغه څه په اړه چې تراوسه د سولې په خبرو کې شوي ستاسو ارزونه څه ده؟

دادګر: د وسله والو شخړو دوام لږترلږه په تېرو څلورو لسیزو کې له افغانانو پراخې قربانۍ اخیستې دي. هیله من یو چې له طالبانو سره خبرې په هېواد کې د تلپاتې او دایمي سولې لامل شي. که څه هم د مذاکراتو د پایلو په اړه اندېښنې شته، خو تمه لرو د مذاکرې دواړه لوري د وروستیو کلونو لاس ته راوړنو ته ارزښت ورکړي او د بشري حقونو ارزښتونو ته ژمن وي. هغه څه چې تراوسه په مذاکراتو کې تېر شوي، تر ډېره د پام وړ نه دي، زما په نظر هغه د اختلاف وړ بحثونه او موردونه چې د مذاکراتو د تګلارې د بنسټ په هکله رامنځته شوي، د هېوادوالو د اندېښنې لاملونه دي، خو په ټول کې د سولې خبرو له بهیره په هرکلي او ملاتړ سره تمه لرو چې دا مذاکرات په هېواد کې د وسله والو نښتو او بشري حقونو د شخړو د پای ته رسېدو لامل شي.

شبکه: د سولې مذاکراتو پيل کومې هیلې او فرصتونه رامنځته کړي دي؟

دادګر: موږ هیله من یو چې دغه مذاکرات په هېواد کې د تلپاتې سولې لامل شي، البته د افغانستان شخړه اوږده او جرړې لري او ښایي دا منطقي نه وي چې تمه ولرو، د سولې خبرې ډېر زر پایلې ته ورسېږي؛ ځکه که ټاکل شوې وي چې په هېواد کې تلپاتې او واقعي سوله ټینګه شي، باید د وسله والو شخړو اړخونو او پایلو ته پاملرنه وشي. ترهغه چې په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې ته پاملرنه ونه شي او په هېواد کې د جګړې او تاوتریخوالي د پایلو په هکله له نړیوالو اصولو سره سم تصمیم ونه نیول شي، د سولې هوکړه به ستونزه حل نه کړي. زما په اند ښه دا ده چې د مذاکراتو لپاره لازیات فرصت او په هېواد کې د ستونزو او شخړو پایلو ته د پاملرنې د بڼې اړوند پروګرامونو په اړه لازیات بحثونه ولرو. که له مرکچي لوریو دا فرصت واخیستل شي، هر ډول بېړنۍ پرېکړه به په افغانستان کې د بیا ځلې جګړې او تاوتریخوالي احمتال زیات کړي، البته موږ هیله من یو چې مذاکرات په هېواد کې له بشري حقونو، د سرغړونې د کمښت، د شخړې د پای ته رسېدو او سراسري سولې لامل شي.

شبکه: هغو اندېښنو ته په پام سره چې ارزښتونو ته د نه پاملرنې په اړه مطرح شوې، له لاس ته راوړنو په تېره بیا له یادو شویو ارزښتونو د دفاع لپاره د دولت د مرکچي پلاوي ظرفیت څه ډول ارزوئ؟

دادګر: موږ په اساسي قانون کې د لیکل شویو ارزښتونو او همداراز دېموکراتیکو ارزښتونو د برخلیک په اړه اندېښنې لرو، خو له هغې د ملاتړ لپاره د دولت د مرکچي پلاوي هڅو ته هیله من یو. لکه څنګه چې په دغه پلاوي کې بشري حقونو ته ژمن نامتو شخصیتونه شامل دي، باور لرو چې کولای شي په ټول کې د تېرو کلونو او په ځانګړي ډول د بشري حقونو له لاس ته راوړنو دفاع وکړي.

شبکه: په بامیان ولایت کې د ښځو په وړاندې وروستي تاوتریخوالي ته په پام سره، په دغه ولایت کې د ښخو د بشري حقونو وضعیت څه ډول ارزوئ؟

دادګر: دا پېښه په بامیان ولایت کې له اسثتنايي پېښو څخه ګڼل کېږي. موږ لږترلږه په تېرو دوو لسیزو کې په بامیان کې دا ډول پېښې نه دي لیدلي. خو بامیان هم د افغانستان یوه برخه ده او پر ټول هېواد له کلتوري او ټولنیز کلتوره اغیزمن دی. ددغه ولایت په ځینو سیمو کې د نورو ولایتونو په شان دودیزه او محافظه کاره ډلې شته او د ښځو لپاره ستونزې راولاړوي، خو شدت یې کم دی. له نېکه مرغه په بامیان کې سراسري امنیت ټینګ دی او په پایله کې یې د دغه ولایت اوسېدونکو په تېرو کلونو کې د ښځو د حقونو او آزادیو په برخه کې ارزښتمنې لاس ته راوړنې لرلې دي، په اقتصادي، کلتوري او سیاسي فعالیتونو کې د ښځو ګډون د بل هر ولایت په پرتله په بامیان کې زیاته او د پام وړ دی. د ښځو له حقونو د سرغړونې جدي او لویې قضیې د نورو ولایتونو په پرتله په بامیانو کې کمې دي؛ ځکه ښه امنیتي وضعیت د بشري حقونو او نورو اړوندو بنسټونو لپاره ښه فرصت برابر کړی، د بېلګې په توګه د بشري حقونو د کمېسیون سیمه ییز دفتر توانېدلی چې د ښځو د حقونو او اساسي آزادیو د خوندیتوب لپاره تر خپل پوښښ لاندې ټولو سیمو ته لاسرسی ولري او د بشري حقونو لپاره د زده کړو، بشري حقونو، څارنې او عدالت غوښتنې په برخو کې خپل ټول پروګرامونه عملي کړي. باید یادونه وکړم که د ملکي تلفاتو په اړه رپوټ ورکړ شوی وي ټول د ویو لارو په اړه دي او له بشري حقونو د سرغړونې موردونه هم تر ډېره په سرحدي سیمو کې شوي دي. په بامیان کې په وروستیو کلونو کې له نړیوالو بشر دوستانه اصولو د سرغړونې هېڅ مورد نه ثبت شوی او د ښځو د مدني او سیاسي آزادیو په برخو کې یې ښې او ارزښتمنې لاس ته راوړنې لرلې دي. 

شبکه: ستاسو په نظر دې ته په پام سره چې له دې مخکې، له بامیانه ددغه راز پېښو په اړه لږ رپوټونه ورکول کېدل، وروستۍ پېښې په دغه ولایت کې د بشري حقونو د وضعیت د لاخرابېدو نښه نه ده؟

دادګر: سمه ده چې تراوسه هم د ښځو لپاره ستونزې او ننګونې شته، خو دا چې د سپورت له سلګونه ښځینه لوبغاړو یوه یې په بامیان کې له ځورونې سره مخامخ شوې، په دې ولایت کې د ټولو ښځو د حقوقي وضعیت ښودنه نه کوي او د بامیان د ټولو مېرمنو د بشري حقونو د وضعیت په اړه د قضاوت سمه بېلګه نه شي کېدای. که څه هم په بامیان کې کلتوري او ټولنیزه فضا بدله شوې، خو موږ له داسې جوړښت سره مخامخ یوو چې د ښځو پرخلاف تاوتریخوالي په شان ښکارندو ته لمن وهي او د ښځو له حقونو د سرغړونې لامل کېږي، خو په بامیان کې د ښځو پرخلاف د تاوتریخوالي وروستۍ قضیې په هېڅ توګه د ښځو د حقوقي وضعیت د لاخرابېدو نښه نشي کېدای. موږ په بامیان کې د وضعیت د لاخرابېدو په هکله اندېښنه نه لرو، خو هغه پرېکړې چې د سولې بهیر په اړه کېږي، د ټول افغانستان په اړه دي او پر ټولو ولایتونو اغېز کوي.

شبکه: ترکومه بریده هیله من کېدای شو چې  د سولې په مذاکراتو کې د ښځو حقونه په ځینو دلایلو له هغې جملې مقابل لوري ته امتیاز ورکولو ته بې پامي ونه شي؟

دادګر: موږ د ښځو د اساسي آزادیو په اړه جدي اندېښنې لرو، خو هغه څه چې موږ لږ هیله من کوي، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون، مدني، د ښځو له حقونو دفاع کوونکو بنسټونو په شان سازمانونو څارنه او نړیوال اصول دي چې په عملي توګه د افغانستان د سولې په برخه کې فعال رول لري. هیله من یوو چې دا اصول او میکانیزمونه د هېواد د سولې پر بهیر د دقیق او هراړخیزې څارنې لپاره ترسره شي او ډاډ ترلاسه شي چې د بشري حقونو ارزښتونه، په تېره بیا د ښځو اساسي آزادیو ته بې پامي نه کېږي. بله موضوع چې په دې هکله زموږ د اندېښنې لامل کېږي، د سولې په اړه د ښځو بهیر دی؛ پوهېږو چې افغان مېرمنې له ۲۰۰۱ کال وروسته تراوسه د خپلو حقونو په اړه په لاجدي حساسیت سره چلند کړی دی او ډاډمن یم چې هر ډول تصمیم او پروګرام چې د ښځو اساسي آزادیو ته د بې پامۍ لامل شي، د دوی له اعتراض سره مخامخ کېږي؛ له دې امله د ښځو پوهاوی او ویښتیا یو بل لامل دی چې موږ د راتلونکي په اړه لا هیله من کوي. موږ هیله من یو چې په ښځو کې لوستې او فعالې مېرمنې د خبرو د پایلو او د سولې اړوند پرېکړو په اړه په لازیات حساسیت سره چلند وکړي او پرې نه ږدي چې یو ځل بیا د دوی پر ژوند داسې فضا واکمنه شي چې دوی له خپلو اساسي حقونو او آزادیو بې برخې کړي.

شبکه: د هغو پروګرامونو له مخې چې د ښځو حقونو له فعالینو سره مو لرل، د سولې له مذاکراتو د ښځو ترټولو مهمې غوښتنې کومې دي؟

دادګر: د هغو پروګرامونو له مخې چې موږ په بامیانو کې د ښځو د حقونو له فعالینو سره لرل، د اساسي آزادیو، حقونو او په ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري فعالیتونو کې د ښځو د ګډون په شان لاس ته راوړنو خوندیتوب د ښځو د غوښتنو لومړیتوبونه دي. د ښځو نورې غوښتنې د سولې بهیر اړوندو پرېکړو کې د دوی اغېزناک او د پام وړ ګډون، د دېموکراتیکو او د اساسي قانون له مخې بنسټونو فعالیت او خپلو اساسي حقونو او آزادیو ته د ښځو د لاسرسي د پراختیا لپاره د ملاتړو پروګرامونو په پام کې نیول دي.

شبکه: ستاسو په نظر په واک کې د طالبانو د ګډون په صورت کې به د بشري حقونو او مدني ټولنې فعالین د خپلو فعالیتونو د دوام وس ولري؟

دادګر: په دې اړه ځینې اندېښنې شته، خو هیله من یو چې دا اندېښنې د هېوادوالو په تېره بیا د بشري حقونو او ښځو د حقونو د فعالینو په پراخ رول سره له منځه ولاړې شي. که موږ د هغه څه په اړه بې پامي کوو چې د دولت او طالبانو د مرکچي پلاویو ترمنځ رامنځته کېږي نو له بد وضعیت سره به مخامخ شو، خو که وغواړو په فعال ډول پر دغو مسایلو څارنه ولرو او خپلې غوښتنې د افغانستان د اساسي قانون او د بشري حقونو د نړیوالو اسنادو پربنسټ تعقیب کړو، په ډاډ سره چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ به له ځان سره ولرو. فکر کوم هغه څه چې د شته اندېښنو د لیرې کولو لپاره اړین دي، دا دي چې په افغانستان کې د مدني ټولنې او بشري حقونو بنسټونه د سولې خبرو د پایلو او همداراز د سولې اړوندو پرېکړو په اړه کلک او فعال دریځ ولري، که دا دریځ نیونه یو شان او واحده وي د خلکو او نړيوالې ټولنې پام راجلبولی شي، خو باید ټینګار وکړو چې موږ اندېښمن یو؛ ما ډېر کلونه د بشري حقونو د دفاع کوونکي او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د کارکوونکي په توګه کار کړی او له بل هر چا زیات اندېښمن یم چې د سولې د هوکړه لیک په لاسلیکېدو او په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو دا ارزښتونه له منځه ولاړ نه شي یا ورته بې پامي وشي. که د سولې موافقه لیک د بشري حقونو له ارزښتونو سره په مخالفت کې لاسلیک شي، د تلپاتې سولې لامل نه کېږي او د افغانانو، د مدني ټولنې د بنسټونو او بشري حقونو د دفاع کوونکو لپاره د منلو وړ نه ده. 

شبکه: د سولې له هوکړې وروسته د طالبانو د ژمنو تضمین د کومو کسانو یا ډلو پرغاړه دی؟

دادګر: په بشري حقونو او مدني ټولنو پورې اړوند نړیوال بنسټونه له هغو اغېزناکو سازمانونو څخه دي چې باید په جدي توګه د سولې د مذاکراتو پر بهیر جدي څارنه وکړي. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د یوه روښانه او ځواب ویوونکي میکانیزم پربنسټ د سولې پر بهیر څارنه کوي. البته باید ټینګار وکړم چې که د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه لیک د بشري حقونو په هکله د افغان دولت د نړیوالو ژمنو پرخلاف وي او د هغو اسنادو منځپانګه چې افغان دولت ورسره یو ځای شوی ترې سرغړونه وکړي مشروعیت او لازمه اغېزمنتیا نه شي لرلی. 

د ښاغلي دادګر په باور، افغان دولت او طالبان دواړه باید په هېواد کې د روان تاوتریخوالي او سراسري اوربند د ټینګښت په برخو کې له ځانه نرمښت وښيي. نوموړی وایي، افغان دولت باید د بشري حقونو په برخه، د نړیوالو اصولو په چوکاټ کې او په اساسي قانون کې د لیکل شویو ارزښتونو له مخې د افغانستان د سولې په اړه تصمیم ونیسي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې