هغه سبق او لوړو مدارجو ته د خپلې خور د رسیدو د هڅو او لیوالتیا په اړه خبرې کوي؛ له ښونځي  په لوړه درجه فارغیدو او بهر کې د زدکړو د دوام سره مینه لرلو او په دې لاره کې د پلار او مور ملتیا او مرسته هغه هم په داسې شرایطو کې چې هغه مهال په دایکندي کې ډیری کورنیو خپلو لوړڼو ته د سبق ویلو اجازه نه ورکوله. « هغه مهال خلکو خپلو لورګانو ته له کوره وتو او ښونځي ته د تلو اجازه نه ورکوله، خو پلار او مور مې خورته اجازه ورکړه چې د تحصیل لپاره هند ته سفر وکړي.» مریم آزاده حسیني وايي، چې خور ېې نجیبې په هند کې د تحصیل پرمهال، له کوره د لیرې والي ستونزو او نورو ستونزو سره سره هڅه وکړه خپله د لیسانس دوره پایته ورسوي.

نجیبه حسیني، د لیسانس دورې له پایته رسولو وروسته په ۲۰۱۱ میلادي کال کې هیواد ته راستنه شوه او د کانونو او پترولیم وزارت په یوه څانګه کې کار پیل کړ. په دوه زره څوارلسم میلادي کال کې په کانونو وزارت کې له درې کلونو کار وروسته په جاپان کې یوې بورسېې ته ومنل شوه اوبیا هم ېې له ډیرو ستونزو او کړاونو سره له هیواده بهر د زدکړو لپاره سفر وکړ.

 مریم وايي چې، نجیبه له جاپانه له راستنیدو وروسته له کورنۍ لیرې کله په امنه او کله  په نا امنه فضا کې په کابل کې په خپله پخوانۍ دنده کار پیل کړ، خو له څه مودې وروسته یوځل بدلون مینځته شو او له یو لیرې او محروم ولایت څخه د ډیرو ستونزو په زغملو د یوې بریالۍ نجلې خوږ داستان چې سترو بریاو ته رسیدلې وه د یوه ترخې پیښې له امله په غم بدلیږي؛ نجیبه د کانونواو پترولیم وزارت د کارمندانو په لیږدونکي موټر په ځانمرګي برید کې د تل لپاره له خپلې کورنۍ جلا کیږي. مریم وايي: «له هغې پیښې څه موده وړاندې مو د خپلې خور ۲۸ کلیزه نمانځلې وه.» د مریم له خبرو څرګندیږي چې د نجیبې د زوکړې جشن او د مرګ غم څومره دروند وو.

هغه د خپلې خور د ژوند د وروستۍ ورځې د وحشت په اړه وايي، له دې امله چې پیښې وروسته لومړی کس چې د نجیبې د پیدا کولو لپاره د پیښې ځایته ورغله او په پای کې په خپله د خپلې خور مړی پیژني. « د پیښې ورځ به کله هم له یاده ونه باسم، زه لومړی کس وم چې  د پیښې ځایته ورسیدم، او د نجیبې په لټه کې شوم. هغه مهال مې مور او پلار په دایکندي کې اوسیدل او زه او زما ورور په کابل کې وو، هغه ورځ موږ دواړه د نجیبې د همکارانو په ملتیا او په کابل کې میشتو دوستانو سره د نجیبې په لټه کې شوو په پایله کې ما د نجیبې مړی وپېژنده.»

مریم د نجیبې یواځینۍ خور په توګه نه یواځې د نجیبې یادونه ورته درانده پرېوزي بلکې د پیښې د ورځې ترخه خاطره د نجیبې په خوږو خاطرو د غم سیوری غوړولی دی. د نجیبې هیلې او آرزو ګانې ټولې له خاورو سره خاورې شوې چې دا مریم ډیره ځوروي. « زما او  د نجیبې جانې د خوب خونه یوه وه او زه د هغو شپو او ورځو د هڅو شاهده وم چې نجیبې د جاپان بورسیه کې د منل کیدو لپاره کړې وې. هر ځل چې به نیمه شپه له خوبه ویښه شوم کتل به مې چې نجیبه جانه مطالعه کوي، هغه له دې امله چې دندې ته هم ورتله ستړې کیده، خو ډیره هڅه ېې کوله او په پایله  کې خپل هدف ته ورسیده.»

آغلې حسیني وايي، چې هغه او کورنۍ تر اوسه  ندي توانیدلي چې د نجیبې مړینه هیره کړي، خو بله لاره نشته باید ومني چې دا پیښه رامینځته شوې ده او نجیبه نور ژوندۍ نده.

هغه څه چې د مریم او کورنۍ لپاره د نجیبې د خاطرو او یادونو هیرول ناوشنی کوي د چاودنو د غږ او ځانمرګو بریدونو د خبر اوریدل دي. «د نجیبې له مړینې وروسته، د هرې چاودنې غږ د نجیبې د مړینې ورځ راپه یادوي، زموږ اندامونه سست کیږي او په لړزه پرېوزي؛ ځکه د هغو کورنیو په درد پوهیږو چې خپل د کورنۍ غړی له لاسه ورکوي او پوهیږو چې د دغه درک زغم څومره دروند دی.»

موږ په داسې حال کې له مریم د هغې د خور د قرباني کیدو کیسه اورو چې د افغانستان دولت او طالبانو ترمینځ په دوحه کې د سولې د خبرو له پیله د دوه میاشتو په تیریدو سره نه یواځې د سولې څرک نه لیږیږي بلکې په دې موده کې لسګونه نورې نجیبې هم قرباني شوي دي.

آغلې حسیني وايي، که څه هم چې د قربانیانو کورنۍ هغه کسان دي چې د جګړې ډیر زیان ورته رسیدلی دی، خو د سولې په خبرو کې د هغوۍ هیڅ استازی حضور نلري او په همدې دلیل دا سوله ټول شموله نده. « موږ په دې لاره کې خپل عزیزان له لاسه ورکړي دي او د هغوۍ د لیرې والي درد زغمو، که زموږ غږ د سولې په خبرو کې وانه وریدل شي، نو دا سوله به ټول شموله نه وي.»

هغه  د ښځو په تړاو د طالبانو د لیدلوري د بدلون په اړه په ناهیلۍ سره وايي، چې د ښځو په وړاندې د طالبانو چلند تراوسه هم د پخوا په شان دی او هیڅ تغییر ېې ندی کړی. « طالبانو میرمنې په دې جرم چې تاسو ښځې یاستۍ په کورونو کې زنداني کولې او د ښځو ټولې آزادۍ له هغې ډلې د زدکړو حق ېې تر پښولاندې کړی وو، هغوې هیڅ تغییر ندی کړی او کله به ېې هم ونکړي.»

آغلې حسیني وايي، چې د دولت او طالبانو ترمینځ د سولې د ټینګښت په صورت کې پر ښځو هیڅ ډول محدودیت د منلو نه دی. هغه زیاتوي ټول انسانان هم ښځې او هم نارینه ګان یولړ آزادۍ لري چې څوک د هغې د محدودولو حق نلري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې