اطلاعاتو ته د لاس رسی، د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې دهغې ونډې ترنامه لاند څیړنیز سمپوزیم ته، دافغانستان د اسلامی جمهوریت د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین ورلیږل شوی پیغام

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

اطلاعاتو ته د لاس رسی، د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې دهغې ونډې  ترنامه لاند څیړنیز سمپوزیم ته،  دافغانستان د اسلامی جمهوریت
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین ورلیږل شوی پیغام

درنو حاضرینو!

میرمنو او ښاغلو!

د روانې پیړۍ له دوهمې لسیزې راهیسې په افغانستان کې د « د مطبوعاتو خپلواک ریاست » په نوم یو دولتی ارګان رامنځته شو چې ددې ادارې په چوکاټ کې د راډیو اداره، تیاتر او څو دولتی ورځپانې او یوشمیر فرهنګی ادارو فعالیت درلود. د څلویښتمې لسیزې په لومړیو کې دا ریاست په وزارت بدل شو.Statement06-30 د هیواد ډیرې پوهان په دې باور وو چې ددغه وزارت په نوم کې یو ډیر مهم او اړین عنصر نه لیدل کیږی چې هغه مهم عنصر «اطلاعات» او اطلاع رسونه وه.

له همدې امله وروسته له هغې چې دا ریاست وزارت ته ارتقاع وکړه، هغه اساسی کمښت چې لیدل کیده جبران شو او نوی جوړ شوی وزارت ېې « د اطلاعاتو او کلتور وزارت » په نوم یاد کړ.

د څو لسیزو په موده کې، او همدا اوس د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یو ترټولو مهم ریاست د باختر آژانس عمومی ریاست دی. په هیواد کې د راډیو او ټلویزیون په راتلوسره تکړه ژورنالیستان وپوهیدل چې د اطلاعا رسونې مهمې دندې ترسره کول او دعلمی ، ادبی ، دیالوګونو، مستندو فلمونو او د مصاحبو ترسره کول او دیته ورته په سلوګونو نور کارونه کولی شی د اطلاع رسونې توکو په توګه په کار وګمارل شی.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددې په منلو سره چې په ا وسنیو شرایطو کې د دموکراسۍ پراختیا او بشری حقونو پلی کول د ټولنې اړتیا ده، باید د دولت له انحصار وتلی خبرونو خپرولو ته هم مجال ورکړل شی.

موږ په تیرو څو میاشتو کې په دوه سیمنارونو کې چې د رسنیو او دموکراسۍ په اړه وو برخه واخیسته او هڅه مو وکړه چې د بیان له آزادۍ سره د دموکراسۍ اړیکې روښانه کوی.

زه تاسو ستایم او افرین درته وایم، چې یوځل بیا د دموکراسۍ، بشری حقونواو اطلاع رسونې طبعیی اړیکې سره بیا هم روښانه کوی.

د رسنیو ترمنځ اړیکې او د دموکراسۍ او بشری حقونو په اړه هر فرصت چی وی او د هرې ټولنې له خوا چې په دې اړه کار کیږی ، زموږ له نظر د ستایلو وړ او ښه کار دی.

موږ ډاډه یو چې داشان کارونه زموږ پر فعالیتونو ښه اغیزه کولې شی او هغه موخې چې موږ یې لرو پرمخ وړې.

د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون په برخه کې ستاسو نوښت ستایی او له هغې ملاتړ کوی او په دې برخه کې به هر ډول لازمه مرسته وکړی ترڅو دا مصوده خپل قانونی پړاونه ترسره کړی او په عملی توګه د فرهنګی ټولنو او رسنیو له خوا ترې ملاتړ وشی او همداراز وه آزمایل شی.

درنو دوستانو!

د دموکراسې په پلی کولو، اطلاعاتو ته د خلکو لاس رسی او خلکو ته د هغوې حقونو ورکولو په موخه باید موږ او تاسو په دوامداره توګه کار وکړو.

هیله لرو ستاسو د سمپوزیمونو لړې هم په مرکز او لایتونو کې همداشان روانه وی.

ښاد او بریالی ووسۍ

ځواب دلته پرېږدئ