د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې اجرايي رییس، سید حسین انوش وايي، چې د داسې پروګرام د طراحې د انګیزې لامل په د افغانستان د میرمنو په اړه جامع روایت ته د تر ټولو غوره لارې موندل وو. « د سولې د مذاکراتو په پیل سره دا پوښتنه موږ ته پیدا شوه، چې څه ډول کولی شو د سولې په بهیر کې د ښځو د پراخ حضور لپاره یو روایت جوړ کړو. له بل پلوه متوجه شوو هغه میرمنې چې ډیرې فعالې دي څه نه لیکي او د خپلو کیسو د انعکاس لپاره هڅه نکوي چې دا د سولې په بهیر کې د ښځو د غږ د تضعیف کیدو لامل کیږي.»

شبکه: د دې پروګرام مشخص هدف څه  وو؟

انوش: دا پروګرام د مدني ټولنې او بشري حقونو د بشکې د ډله ایزکار محصول دی. د دې پروګرام یو هدف دا وو چې له دې لارې وکولای شو په سمه توګه د میرمنو غږ ټولنې، مذاکره کونکو او د سولې په بهیر کې نورو ښکیلو اړخونو ته ورسوو. له بل پلوه زموږ فرهنګ د ډیالوګ په پرتله ډیر مونولوګ؛ له همدې امله  موږ هڅه کړې په همدې کوچنیو ګامونو سره د خبرو اترو او یا ډیالوګ فرهنګ پیاوړی کړو. بلخوا د متن او محتوا د تولید چاره د اهمیت وړ ده، فکر کوم په بیلابیلو برخو کې له نارینه او ښځینه فعالانو سره مرکه کول او په مختلفو برخو کې د ښځو د پراخ حضور په اړه د هیوادوالو د ۳۶۵ لیکلو او ویډیويي پیغامونو خپرول چې زموږ د پروګرام له مهمو برخو څخه شمیرل کیږي کیدای شي په اوسنیو حساسو شرایطو کې د ښځو د موقف د پیاوړتیا لامل شي.

 شبکه: د دې پروګرام په اغیزمنتیا څومره باور لرې؟

انوش: موږ هره ورځ په ټولنیزو شبکو کې سلګونه پیغامونه ترلاسه  کول او د دغو پیغامونو خپرولو او له دې لارې د خلکو د غږ پورته کیدو ته د خلکو د ډیرې لیوالتیا شاهد وو. که څه هم چې د پیغامونو د شمیر د ډیروالي له امله ټولو ته د ځواب ویلو فرصت نشته، خو دا دې ښکارندې د څارلو په برخه کې زموږ د مینوالو لیوالتیا نه کموي. هغه مصاحبې چې موږ د ښځو او سولې د پروګرام په لړ کې له پیژندل شویو اشخاصو او د مدني ټولنې فعالانو سره ترسره کړي دي د هیواد په معتبرو ورځپاڼو کې چاپ شوي دي او په دې اړه ترلاسه شوي پیغامونه زموږ په ټولنیزو پاڼو کې خپاره شوي دي.

شبکه: د سولې د روانو خبرو په اړه مو ارزونه څه ده؟ څومره کیدای شي د سولې پایلو ته هیله مند اوسو؟

انوش: د سولې د خبرو له پیله تر اوسه زموږ اندیښنه د سولې د مذاکراتو د چوکاټ په اړه وه او دا چې دا مذاکرات په کوم بنسټ او د کوم میکانیزم له مخې ترسره کیږي. بله ستره اندیښنه داده چې تر اوسه په اروبند هوکړه نده شوې. بلخوا  هیله مند یو چې د افغانستان د سولې لپاره په جوړه شوې آجندا کې، د افغانستان د جګړې د آوارۍ یو منل شوی اصل بحث او خبرې وي، نه دا چې ملکي کسان د سپر په توګه وکاروو؛ په لویو لارو کې مسافران برمټه کړو، د ښځو له حقونو، بیان آزادۍ او اساسي قانون سره معامله وکړو.

شبکه: ستاسو په نظر له داسې ډلې سره خبرې کول چې له ښځو سره د چلند ښه مخینه نلري به پایلې ته ورسیږي؟

انوش: په افغانستان کې د طالبانو د تور پړاو کړنې په هیڅ ډول د دفاع وړ ندي. په همدې توګه له ۲۰۰۵ میلادي کاله راهیسې د تاوتریخوالیو ډیریدل چې ملي افراد او عام المنفعه تاسیسات په نښه کوي هم د توجیه وړ ندي، خو پوښتنه داده که چیرې له دې ډلې سره د خبرو له لارې پرمخ لاړ نشو او پایلې ته ونه رسیږو، آیا له نظامي لارې پایلې ته رسیدای شو؟ د یوه طالب په وژل کیدو سره د هغه له کورنۍ او خپلوانو څخه د طالبانو لیکو ته ورځي؛ له همدې امله فکر کوم د دې جګړې او ستونزې د حل یواځنۍ لاره  به بحث او خبرې اترې وي. همداراز د سولې له فرصته چې د نړیوال ایتلاف به مرسته ترلاسه شوی ګټه واخیستل شي، د بیلګې په توګه د هیوادونو او نړیوالو بنسټونو لخوا د مشروطو مرستو وړاندیز کول په دواړو لوریو د فشار اوزار وي.

 شبکه: آیا سولې په خبرو کې د ښځو حضور کولی شي د طالبانو په میرمنو ضد دریځ اغیزه وکړي؟

انوش: زما په نظر په دغو مذاکراتو کې د ښځو شمیر کافي ندی او موږ کولی شو ډیرې ښځینه استازې ولرو څو وکولی شي له مخالف ټیم سره د ښځو مسایل مطرح کړي.  اوسمهال ښځې په بیلابیلو برخو لکه سیاست، اقتصاد، رسنۍ، مدني ټولنې او سپورت کې فعالې دي باید د سولې په بهیر کې د ښځو له حضوره هم دفاع وکړي.

 شبکه:  په قدرت کې د طالبانو حضور به د مدني بنسټونو په فعالیتونو څه اغیزه وکړي؟

انوش: طبیعي ده چې موږ په دې اړه جدي اندیښنې لرو، د بیلګې په توګه د مدني ټولنو فعالیتونه له ګواښ سره مخ او محدود شی. مدني ټولنه نه د دولت او نه هم د طالب پلوي ده او یواځې د عدالت، د وګړو د حقونو او ازښتونو ساتلو لپاره مبارزه کوي. بلخوا موږ هیله لرو چې د مدني ټولنې فعالیتونه محدود نشي؛ ځکه دا بنسټونه هیڅ کله په جګړه کې دخیل نه وو او ملکي دي، همداراز د هغوې حقونه او آزادۍ باید په هیڅ دول محدود نشي؛ ځکه مدني ټولنه د دولت د پراختیا یو عامل دی چې کولی شي په منظمه توګه د دولت په فعالیتونو څارنه وکړي او وګړو ته د دولت د خدماتو د وړاندې کولو او د بشري حقونو او نړیوالو اسنادو په وړاندې د حکومت د مسولیتونو د ترسره کیدو په اړه راپور جوړ کړي او په دې برخه کې اغیزمن پرېوزي. د دغو مواردو ترڅنګ موږ باید د مرستندویه بنسټونو د ونډې څه منکر نه اوسو؛ د نړیوالو بشر دوستانه حقونو، پوهنې،  روغتیا او نورو خدماتو په برخه کې د دغو بنسټونو له ونډې انکار نشو کولای او په تیرو شلو کلونو کې ډیر ازښتمن فعالیتونه ترسره کړي دي چې د داشان خدماتو د وړاندې کولو بهیر باید دوام وکړي.

 ښاغلی انوش وايي، فکر نکوم چې طالبان دی دا وړتیا ولري چې د خپل حاکمیت د پړاو قوانین په هیواد کې بیا عملي کړي، خو دا اندیښنه شته چې داشان موخې ته د رسیدو لپاره د هغوې هڅې د بلې جګړې لامل شي که چیرې داسې وشي نو د دې جګړې پایله به ناڅرګنده وي.:

د ښځو او سولې په اړه مرکې