یوشمیر کارپوهان د دولت او طالبانو ترمینځ د سولې د خبرو په ضعیف کیفیت په نیوکې سره وايي د هغه څه په اړه چې د سرې کرې په توګه منل شوي د دولت دریځ متزلزل دی.

د نبراس څیړنیزې او مطالعاتي موسسې رییس سید حسین اشراق حسیني د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره مرکه کې وویل: د سرو کرښو د ساتلو لپاره د دولت دریځ ته خوشبین نه دی هغه زیاته کړه، هغه سرې کرښې چې دولت ېې ټاکي د بدلون په حال کې دي له همدې امله باور نه لرم چې دولت دې په یوې سرې کرښې ټینګ ودریږي.

 شبکه: د سولې د خبرو په اړه مو ارزونه څه ده؟

اشراق حسیني: د خبرو د پیل کیدو نفس ښه دی هم په ملي او هم په نړیواله کچه وستایل شو، خو په خواشینۍ سره چې د خبرو بهیر هم له تخنیکي اړخه او هم له سیاسي پلوه ستونزې او اندیښنې رامینځته کړي دي. په ځانګړې توګه د طالبانو تحریک د  یوشمیر پخوانیو انګیرنو په اړه چې پخواېې لرلې ټینګار کوي.

شبکه:  ستاسو منظور کومې انګیرنې دي؟

اشراق حسیني: د دموکراسۍ او ټاکنو په اړه انګیرل. همداراز دا ډله ښځو ته هم چندان ارزښت نه ورکوي او بشري ارزښتونو ته بې پامي کوي. دا څرګندوي چې طالبان د پخوا په څیر د امارت د تفکر په بڼه پرمخ ځي  خو لږ بدلون لري چې دا بدلون هم له امریکا سره د تړون له امله دی.

شبکه: آیا له دی ډلې سره به خبرې پایلې ته ورسیږي؟

اشراق حسیني: زه فکر کوم دا مذاکرات مخکې له دی چې د ښه حکومت د ثبات  او پراختیا په مجموع کې د ملي اعتماد لپاره همغږي وي یوه پروژه ده چې له یوشمیر کورنیو او بهرنیو کړیو لخوا تظیم شوې ده، که چیرې پرته له دې بل څه وي نو هغه هیوادونه چې د بشري حقونو، د ښځو حقونو او ولسوالۍ لومړی نمبر مدعیان دي حاضریږي چې د افغانستان په حکومت فشار راوړي څو پنځه زره تروریستان چې د خلکو په وژنو او قتلونو کې لاس لري آزاد کړي. متاسفانه دا څرګندوي هغه ارزښتونه چې په خبرو کې مطرح کیږي ورته بې پامي کیږي او دا زموږ جدي اندیښنه ده. 

شبکه:  ستاسو په نظر د ښځو اړوند مهم مسایل کوم دي چې په مذاکراتو کې پرې ټینګار وشي؟

اشراق حسیني: دا چې ښځې له نارینه ګانو سره برابرې دي، په پریکړو کې مشارکت ولري او دوین جنس ونه ګڼل شي. خو زما په نظر د ښځو په تړاو د طالبانو نظر زوړ او پخوانی دی؛ هغه اخیستون چې هغوۍ له اسلامه لري په هیڅ صورت له دغو موضوع ګانو سره اړخ نه لګوي، په داسې حال کې چې حقیقي اسلام دا ارزښتونه په لومړیتوب کې راولي. 

شبکه: ستاسو په نظر په حکومت کې د طالبانو مشارکت به د مدني فعالانو او ښځو د حقونو مدافعانو په فعالیت څه اغیزه وکړي؟

اشراق حسیني: په حکومت کې د طالبانو د مشارکت پرمهال که چیرې دا ډله پراخه ونډه ولري، له شک پرته چې د پخوا په څیر چلند به وکړي او ډیر جدي محدودیت به ولګوي. زما په نظر د مدني ټولنې او ښځو حقونو فعالان باید له همدا اوسه خپل ظرفیت منسجم کړي او له بیلابیلو لارو عدالت غوښتنه وکړي او خپله اغیزه څرګنده کړي له دې پرته لکه څنګه چې مشهور تروریستان په آسانۍ له زندانه خوشې شول د ښځو او مدني فعالانو حقوق به هم په آسانۍ هیر شي. 

شبکه:څه ډول کولی شو د سولې خبرې د افغان میرمنو لپاره د فرصت په توګه وکارول شي؟

اشراق حسیني: دا د افغانستان حکومت او په خپله د ښځو هڅو پورې اړه لري. له دې فرصته ګټې اخیستل پراخ فعالت او همغږۍ ته اړتیا لري. سربیره پر دی هغه هیوادونه چې د ښځو حقونو او دموکراتیکو ارزښتونو ته ژمن دي باید اجازه ورنکړي چې د ښځو د حقونو په سر معامله وشي.

د ښاغلي اشراق حسیني په باور که چیرې د سولې له هوکړې وروسته نوي ارزښتونه له پامه وغورځول شي، د یوې تورپړاو د راتلو احتمال او په خلکو د دین د ناسم تعبییر تحمیل اټکل کیدای شي چې له مخې به ېې ناسمه فضا رامینځته شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې