په ختیځ زون کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د موسسې د همغږۍ مرکز اعلامیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

په ختیځ زون کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو د موسسې د همغږۍ مرکز اعلامیه
 
په کنړ ولایت کې د ناټو ځواکونو د بمباردمان په پایله کې د بې ګناه ملکی وګړو وژل کیدو په اړه

د ۱۳۸۹ لمریز کال د کب دریمه- د ۲۰۱۱ زیږدیز کال د فبرورۍ ۲۳
ننګرهار ـ افغانستان

د روان کال پدی ورستیوورځوکی، زموږ د هیواد زوریدلی ولس یوځل بیا، د کنړاوننګرهارپه ولایتونو کې د لسګونو تنو بیګناه وګړو د وژل کیدو شاهد وو. ددې غمجنو پیښو ډیری قربانیان ماشومان او ښځې وې، چې له جګړې سره ېې هیڅ اړیکه نه درلوده.

دا لومړی ځل ندی چې نړیوال ایتلافی ځواکونه اوددولت مخالفین، په داشان غیر انسانی کړنو لاس پورې کوی او په دې کار سره اسلامی، ملی او نړیوال قوانین تر پښولاندې کوی. دافغانستان د مدنی تولنې او بشری حقونو موسسې، د اعلامیو په خپرولو سره ددا شان کړنو پایلې په ځلونو غندلی او د افغانستان او د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې د ښکیلو هیوادونو له دولتونو غوښتی، ترڅو ددغو جنایتونو عاملین د قانون منګلو ته وسپاری؛ خو په خواشینۍ سره چې دا شان کړنې اوس هم تکراریږی.

په ختیځ زون کی د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه ، چې د هیواد په ختیځ زون کې د مدنی او بشری ټولنو د همغږۍ مسولیت په غاړه لری، ددې خونړۍ پیښې څرنګوالې له نیږدې څخه څارلی او سربیره پر دې چې دا کار په کلکه غندی د لاندو ټکو یادونه هم کوی:

•  موږ په دې اړه خپله ژوره همدردی او خواشینی څرګندوو، او له الله تعالی (ج) څخه ددې پیښ و پات ی کسانو ته د جمیل صبر غوښته کوو؛

•  موږ د نړیوالې ترهګرۍ په وړاندې د مبارزې له ایتلافی ځواکونو او دولت څخه غواړو، ترڅو هر څومره ژر چې کیږی ددغو پیښو او عملیاتو په اړه دې څیړنه وکړی او ددې څیړنې پایلې دې، د افغانستان د خلکو په واک کې ورکړی؛

•  موږ د افغانستان له دولته غواړو، چې د نړیوالو قوانینو له مخې، په افغانستان کې له نړیوالو ځواکونو څخه دې وغواړی، ترڅو په خپلو عملیاتو کې دې بیګناه ملکی وګړو ته له هرډول ځانی او مالی زیان رسولو څخه په جدی توګه ډډه وکړی؛

•  موږ په افغانستان کې د شمالی اتلانتیک سازمان تړون(ناټو) له ملکی ادارې څخه غواړو، ترڅو هر څومره ژر چې کیږی، سیمې ته یو پلاوی واستوی او ددې غمجن و پیښ و د قربانیانو په اړه دې څیړنې وکړی؛

•  موږ په افغانستان کې د شمالی اتلانتیک سازمان تړون(ناټو) له ملکی ادارې څخه غواړو، ترڅو د بشر غوښتونکو حقونو پربنسټ دې،هرڅومره ژر چې کیږی، په دې پیښه کې زیانمنو کورنیو ته د زیان جبران ورکړی؛

•  موږ په افغانستان کې د شمالی اتلانتیک سازمان تړون(ناټو) له ملکی ادارې څخه غواړو، ترڅو ددې غمجنې پیښې په اړه له خلکو څخه بښنه وغواړی، او د خلکو ترمنځ په ځانګړې توګه ددې زړه بوګنونکې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره دې د اغیزمنو خبرو ترسره کیدو لاره ولټوی؛

•  موږ په افغانستان کې له ټولو ښکیلو خواو څخه په جدی توګه غواړو، ترڅو د ملکی خلکو له کورونو او سیمو څخه، د سپر او سنګر په توګه کار وانخلی او له دې ناځوانمردانه او ناوړه عمل څخه د ماشومانو او ښځو په وړاندې په جدی توګه مخنیوی وکړی؛

په ختیځ زون کې، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې د همغږۍ مرکز، له نورو مدنی ټولنو، روڼ آندو او د بشری حقونو فعالانو سره په همغږۍ کې، د کنړ، لغمان او نورستان ولایتونو له چارواکو او همداراز د هیواد په ختیځ زون کې د یونما دفتر، ولایتی شوراګانو څخه غواړو ترڅو په افغانستان کې د ناټو له ملکی چارواکو سره خبرې وکړی او په دې اړه زموږ د ژورې خواشینۍ او ا ندیښنې مراتب هغوۍ ته وړاندې کړی.  

په ختیځ زون کې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې د همغږۍ مرکز

ځواب دلته پرېږدئ