د لوی او بښونکی خدای په نامه
دملی غونډې راغوښتل
کوم تحلیل چې اوس تاسو په لاس کې لرې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، کارپوهانو د کار محصول دی، چې د شبکې د غړو او دهیواد په کچه دمدنی ټولنوسره په نیږدې همغږۍ کې جوړشوی.دغه تحلیل د ملی غونډې راغوښتولو ترنامه لاندې وړاندې کیږی، چې د تیرو درسونو یادونې او د څه کولو په اړه د نظرونو ترلاسه کولو لپاره جوړشوی دی.
ددغه تحلیل اصلی موخه د مدنی ټولنې ارزښتونو ته د دولت او نړیوالې ټولنې پام راړول دی. په دغه تحلیل کې هڅه شوې ترڅو د نظام جوړونې ، د قانون حاکمیت او د مدنی ټولنې بنسټیزه کیدل د عمده تږلارو په توګه وکارول شی.دغه تحلیل چې په لنډه توګه وړاندې شوی یو پیغام هم له ځانه سره لری، چې د چارو مسولینو لپاره د طرحې په توګه وړاندې کیږی.
دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه هیله منه ده، ترڅو دغه پیغام د ټولنیزو مدنی ټولنو له نوم څخه چې دبشری حقونو ، وګړنیز فرهنګ و د قانون حاکمیت او دموکراسۍ په برخه کې کار کوی وړاندې کوی.
دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په دغې تحلیل کې پورتنیو موضوع ګانو باندې د بحث کولو غوښتونکې ده، او دغې موضوع ته د دولت او نړیوالې ټولنې د لازیات پام هیله کوی.
دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې مدیره پلاوی
د اوسنی وضعیت له ستونزو څخه د وتو لپاره
د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې بلنه
په هیواد کې د سولې د مرحلو او د نوې سیاسی فضا ، فردی ،اقتصادی، ټولنیز امنیت، د بشری حقونو د بحثونو فرهنګ او په لویه کچه د خلکو له سیاسی ګډونه د قانون ترحاکمیت لاندې شپږکاله تیریږی. په دغه وخت کې افغانستان خپل یو تاریخی پړاو ترسره کړ. د لومړی ځل لپاره نړۍ دافغانستان د ټولنیزوجوړښتونو، دولتی سکتورونو او ددغه هیواد د مدنی تولنو بیارغونې او جوړیدو ته ېې پیل وکړ. د زیاتو ستونزو او دکورنیو جګړو له امله د ورانیو سره سره د دولت لومړۍ پایله کیښول شوه، او بحث فضا رامنځته شوه. بشری حقونو، دموکراسۍ ، او وګړنیزو ارزښتونو د پراختیا لاره پیداکړه. او د نړیوالې ټولنې او د افغانستان دولت له لوری د قانون حاکمیت د چتر په توګه حقوقی اړیکو ته مشروعیت ورکړ.
په دغه وخت کې، ددغو ارزښتونو مخالفینو هم دافغانستان او نړیوالې ټولنې په وړاندې د بیارغونې په برخه کې ستر خنډونه جوړ کړل. مخالفینو له نړیوالو ترهګرو ټولنو سره په همغږۍ کې، په افغانستان کې د نوی میکانیزم د ویجاړیدو لپاره هڅې پیل کړې اود ترهګرۍ فضایی په ټولنه کې خپره کړه. تیره شپږکاله د تیروتنو او مهمو ستونزو کالونه هم وو،چې د یوشمیر ښو فرصتونو له لاسه وتو لامل شول. دغو شپږ کلونو افغانستان اونړیوالې ټولنې ته زیات درسونه ورزده کړل؛ هغه درسونه چې ټولې نړیوالې ټولنې ته ېې زیات اهمیت درلود او افغانستان ېې په نړۍ کې د یو مناسب سیاست مهم او ستراتیژیکو اړیکو مرکزی ټکی په توګه جوړشو. په افغانستان کې نوې پروګرام له یوه اړخه د نړیوالو لپاره د ستر درس په توګه بدل شو، له بلې خوا نه هیریدونکې تجربې ېې هم رامنځته کړې .
دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې چې خپلې تجربې مالومات ېې په فرهنګی ، حقوقی او د بیارغونې په برخو کې ترلاسه کړی، غواړی ترڅو په دغه سرنوشت جوړونکې او حساس وخت کې خپله ملی وجیبه پرځای کړی.
۱ـ ملی بحث
ملی بحث ،د ټولنیزو جوړښتونو رامنځته کیدولپاره چې د ګډنظام رامنځته کیدو لامیل کیږی ، ملی باور پیداکوی. ملی بحث، ټولنیزه روڼتیا راپیداکوی، د ملی روانی اړیکو لامل کیږی، د ملی منافعو وسیله کیږی، د قدرت مشروعیت پیداکوی، او د نظام د جوړیدو لامل کیږی.
په خواشنۍ سره باید ووایو چې ملی بحث د ملی ستراتیژۍ له کموالی چې د ژوندانه اقتصادی، فرهنګې او ټولنیزې خوا وې له ځانه سره لری ځوریږی. ددغې ستراتیژۍ په نشتوالی کې سیاسی،اقتصادی او ټولنیز اتنیکی مخالفتونه پراخیږی. په ملی کچه د همفکرۍ او هم باورۍ نشتوالی، په ملی کچه د خلکو د ذهنونو داغتشاش لامل کیږی. د مثال په توګه په دغه برخه کې له اتنیکی ډلې هزاره سره د کوچینانو ستونزې او په پارلمان کې دې ورته ستونزو څخه یادونه شو کولی.
۲ـ زغم او تساهل
ملی بحث زغم او تیردنې ته زیاته اړتیا لری. افغانان د سړې جګړی له مهمو قربانیانو څخه دی. سړه جګړه په افغانستان کې د پرپسې جګړو مور وه، سړې جګړې دافغانستان خلکو ته زیات زیان واړوه، خلک ېې په تندلارو ایدیو لوژیو وروزل، د سړې جګړې یوه شومه اغیزه د سړې جګړې د مهال اصلی نظام ته د فکرونو لیوالیتا او د باوریوالی دی. زموږ په ګمان اوس ددې وخت رارسیدلی چې دافغانستان دولت، د رونی او فکری ستونزو د لیرې کولو په موخه سالم اصلاحی بحثونه او کارنده طرحې په ټولنه کې جوړې کړی.
۳ـ ټولنیزو ،اقتصادی او فرهنګی حقونوته کتنه
له بشری حقونو سره ناسمې کړنې، اوله هغې ناسم مانان اخیستل، دبشری حقونو هویت په شدیده توګه زیانمن کړې دی.بشری حقونو د دولت اساسی ارزښتونه ، دخلکو دپراخ ګډون په کولو سره جوړوی. بشری حقونه د ټولنیو ارزښتونو د جوړیدو لاره برابره وی. وګړی کیدل د یو ارزښتی دولت له مهمو پروګرامونو څخه دی، د تیره شپږو کلونو په موده کې د ښاریزو حقونو په برخه کې یولړ کارونه ترسره شوی. او د دې وخت را رسیدلې چې دولت له نورو سیاسی او ټولنیزو سکتورونو په ملیتا داقتصادی، ټولنیزو او فرهنګی حقونو په برخه کې افغانانو ته د لاس رسۍ زمینه برابره کړی. دکار حق دیود موکراتیک دولت له مهمو تامینی عناصرو څخه دی، په خواشینۍ سره چې هغې ته دومره پاملرنه نده شوۍ. افغانستان اوس هم د روغتیا په برخه کې د نړۍ یو له بیوزلو هیوادونو څخه دی.
ښاریزکیدل دولت جوړوی، او بشری حقونو ددغو دوه ارزښتی نظامونو ترمنځ اړیکه راپیداکوی. بشری حقونو اوس دافغانستان دولت په کاری پروګرامونو کې ځای لری اود افغانستان حکومت له مهمو اجرایوی موضوع ګانو څخه شمیرل کیږی. بشری حقونو باید دمهمو ټولنیزو عناصرو ترڅنګ ځای کړو، د بشری حقونو بحث باید په صادقانه توګه ، خلکو په وړاندې رامنځته شی.
په خواشنۍ سره دخلکو ټولنیزو او ارزښتی ژوند، د مقدسو ټولنیزو ارزښتونو څخه دناوړه تعبیر له امله، په یوې ګډوډۍ کې شتونلری. چې تندالارو ډول له دغه وضعیت څخه ناوړه ګټه پورته کړې، دموکراتیک دولت باید دغه ارزښتونه په خپلو اصلی ځایونو کې ځای پرځای کړی او وڅیړی.
۴ـ دبشری حقونو غوښتونکی
افغانستان په تیرو شپږو کلونو کې دزیاتوملکی خلکو د مرګ ژوبلې شاهد وه، ددغو قربانیانو ډیره برخه د جړو سیمو ملکی خلک جوړوی. د بشری حقونو غوښتنه چې د نړیوالو عامه حقونو له مهمو عناصرو څخه شمیرل کیږی، د نړیوالې ټولنې له لوری ترپښو لاندې کیږی. دغه پارادوکس د نړیوالو پوځی سوله ساتو ځواکونو په وړاندې د خلکو د نفرت لامل کیږی، او دنړیوالې ټولنې ارزښتې مشروعیت ترپوښتنې لاندې راولی. اړینه ده چې نړیواله ټولنه باید دافغانستان له دولت سره یوځای په افغانستان کې د ملی بحث جوړولو په اړه په ساده او شفافه توګه خپله ونډه روښانه کړی.افغانستان چې د نړیوالې ټولنې له پلوه زیات زیانمنونکی دی،داشان بحثونو ته اړتیا لری.
کډوال، بیځایه شوی او بیرته راستنیدونکی دافغانستان له مهمو ټولنیزو ستونزو څخه شمیرل کیږی. چې تقریباْ د افغانستان هره کورنۍ له دغې ناوړې ښکارندې څخه زوریږی. د بشری حقونو دغې معضلې د کموالی لپاره باید د بشری حقونو غوښتنه ، دافغانستان دولت د بهرنی سیاست مهم عنصر وی او دغه قربانیان دې ملی بحث ته راوبلل شی.
۵ـ مدنی ټولنه
مدنی ټولنه د قانون ترچتر لاندې دیو دموکراتیک سکتور مهم عنصر جوړی. د انتقالی حکومت له پیله تراوسه، مدنی ټولنې ته دپام وړ پاملرنه نده شوې. که څه هم چې نړیوالې ټولنې په دغه برخه کې مهم کارونه ترسره کړی؛ خو په خواشینۍ سره چې دغو پروګرامونو همغږی ندرلوده او لکه څنګه چې لازمه وه مدنی ټولنې هغه ډول دوه نده کړې. اوآن د له منځه تلو له خطر سره هم مخ وه. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دمدنی تولنې دانسجام او ظرفیت پروری په برخه کې د پام وړ کارونه ترسره کړی. خو دغه کارونو په دغو ستونزمنو شرایطو کې په هیڅ ډول بسنه نکوی. دافغانستان دولت باید د پریکړې نیونې په برخه کې مدنی ټولنې ته لازیاته دونډه ورکړی.
۶ـ د قانون حاکمیت
دقانون حاکمیت د ټولنې له نورو ارزښتی عواملو څخه دی، چې په تیرو شپږ کلونو کې د قانون د حاکمیت ضعف ، داداری فساد ، جنایتونو او بې نظمیو لمنه پراخه کړې، او دافغانستان خلک ددغو شومو ټولنیزو ښکارندو په قربانیان و بدل شوی. د قانون د حاکمیت په نشتوالی کې دموکراسۍ، بشری حقونو او مدنی ټولنې خپل ارزښت له لاسه ورکړې دی، چې دا په انارشیزم او ګډوډۍ بدلیږی. په خواشنۍ سره باید ووایو چې افغانان دعامه اطلاعاتو ته لاس رسی نلری. چې دا په خپله په ټولنه کې د اداری فساد لامل کیږی اود ټولنې خلک خپل ارزښتی لید له لاسه ورکوی چې خلکو او دولت ترمنځ واټن هم زیاتیږی. دقانون حاکمیت د قانون په جوړولو کې د وګړو ونډه او قانون ته د هغوې لاس رسۍ دی . په دغه وخت کې د قانون لړۍ مشروعیت پیداکوی. اود قانون حاکمیت هم د پوهې او نورو تطبیقی لوایحو اوقواعدو پور اړوند کیږی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه پورتنیو ټکو ته د دولت متوجه کولو او خصوصی او سیاسی سکتورونو پام رااړلو سره هیله لری ترڅو یو ملی بحث جوړ کړی.
د ملی بحث د راجوړولو موخه د ملی همغږی لپاره د لارو چارو برابرول دی. اوس دهغې وخت رارسیدلې ترڅو د ټولنیزو ناخوالو مخه ونیسو او په جدی توګه پرهغې کاروکړو. دفغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکه له شپیتو مدڼی ټولنو څخه جوړه شوی ، باور لری چې ددغه ملی بحث راغوښتنه د ښو ټولنیزو شرایطو برابره ولو زمینه راپیداکوی. زموږ په بارو ملی بحث ټولنیز دهنیت روښانه کوی، او دهغې په اړه د ریښتونو کارونو ترسره کولو غوښتنه کوی.
زموږ په اند ددغو موضوع ګانو په اړه چې د څیړونکو او د افغانستان دمدنی تولنې اوبشری حقونو شبکې همکارانو په مرسته په ګوته شوی باید پرې خبرې وشی، دغو عناصرو ته نه پاملرنه ترډیره اتنیکی،فرقه یې ،ایدیولوژیکی او فرهنګی تناقصاتو رامنځته کیدو لامل کیږی. چې نه جبران کیدونکې پایله به له ځانه سره ولری. دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، ددغه ملی بحث په جوړولو کې خپله اراده ګډه بولی اوپورتنې خبرې د مهموټکو په توګه دغه بحث ته وړاندیز کوی.