د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په نوملړ کې د طالبانو د مشر د نوم د شاملولو په اړه د افغانستان دولت د غوښتنې، په افغانستان کې د عدلی او قضایی څیړنې د پیل په اړه د جزا د نړیوالې محکمې د چمتوالی اعلان او د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی ترمنځ د سولې تړون په اړه د افغانستان د مدنی فعالانو او مدنی ټولنو د بنسټونو اعلامیه

 د لوی خدای په نامه   د افغانستان د مدنی فعالانو او مدنی ټولنو د بنسټونو اعلامیه د ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په نوملړ کې د طالبانو د مشر د نوم د شاملولو په اړه د افغانستان دولت د غوښتنې، په افغانستان کې د عدلی او قضایی څیړنې د پیل په اړه د جزا د نړیوالې محکمې د چمتوالی اعلان او د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی ترمنځ د سولې تړون په اړه د ۱۳۹۵ لمریز کال د لړم۲۷، سمون لری د ۲۰۱۶ کال د نومبر ۱۷ کابل، افغانستان له یوې لسیزې راهیسې د افغانستان له نظام سره په جګړه کې له ښکیلو ډلو سره د سولې خبرې، د  افغان دولت د رسمی سیاست نه بیلیدونکې برخه وه. په افغانستان کې جګړې د بندیدو په برخه کې له ډیرو سیاسی او قتصادی لګښتونو سره سره تر اوسه هم جګړه دوام لری او هر کال جګړه نوې بڼه غوره کوی، او تر پخوا سختیږی.      په تیرو درې نیمو لسیزو کې د افغانستان د سولې سیاست له پرله پسې ماتو سره سره، تر اوسه هم د جګړې لوری د خلکو نظرونوته، د قربانیانو غوښتنو او د مدنی ټولنو او بشری حقونو بنسټونو وسپارښتنو ته پاملرنه نه کوی.     له یوې لسیزې ډیره موده کیږی چې له طالبانو سره د افغان دولت د سولې خبرې دوام لری؛ خو نه یواځې دا چې سوله نه ده ټینګه شوې، آن اوږدمهاله اوربند او د جګړې د بندیدو شاهد هم نه وو.      د افغانستان دولت سولې او مصالحې د رسمی سیاست په اړه د وګړو ناهیلی، نا رضایتی او بدبینی، د هرې ورځې په تیریدو پراخیږی. په دې وروستیو کې دوه مهمې مسلې د افغان حکومت او د جزا نړیوالې محکمې لخوا د افغانستان د جګړې په منطقی، حقوقی او عادلانه توګه پایته رسیدو په اړه مطرح شوې.…

ادامه خواندند ملګرو ملتونو سازمان د بندیزونو په نوملړ کې د طالبانو د مشر د نوم د شاملولو په اړه د افغانستان دولت د غوښتنې، په افغانستان کې د عدلی او قضایی څیړنې د پیل په اړه د جزا د نړیوالې محکمې د چمتوالی اعلان او د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامی ترمنځ د سولې تړون په اړه د افغانستان د مدنی فعالانو او مدنی ټولنو د بنسټونو اعلامیه

څیړنې، غبرګونونه او پایلې

د لوی او بښونکی خدای په نامه څیړنې، غبرګونونه او پایلې دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، په هرات ولایت کې د لویدیځ زون ساحوی دفتر له لوری د شینډنډ ولسوالۍ په عزیزآباد کلی کې دبیګنا کسانو د وژنې په اړه یوه اعلامیه خپره کړه. دغه اعلامیه مدنی ټولنو، روڼ آندو او په لویدیځ زون کې دبشری حقونو خپلواک کمیسیون له سیمه ایز دفترسره په مرستې او همغږۍ کې صادره کړې، چې دغه اعلامیه د دولتی، غیردولتې، او په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې او ایساف او ناټو ځواکونو دفترونو ته به پراخه کچه خپره شوې، چې زیات غبرګونونه یی هم په ځان پسې لرل. دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، له خپلو ټولو مرسته کونکو ټولنو څخه چې ددغې اعلامې څخه یې خپل ملاتړاعلان کړې مننه کوی او په ادې اړه د افغانستان دولت جدی غبرګون هم د پام وړ ګڼی. په دې اړه هغې سیمې ته د ولسمشر حامدکرزی سفر، او له خلکو څخه د دولت او یونما مادی او معنوی ملاتړد یادونې وړ دې. حکومت دیوڅیړنیزکمیسیون په جوړولو سره هڅه کړې ترڅوپه دې اړه څیړنه وکړی، ددغه غیر انسانی عمل لاملونه پیداکړی. که څه هم چې تراوسه د څیړنو پایله جوته نده، خو د ولسمشر جدیدت په دې اړه ددښکارندوې دې چې داغه کمیسیون به دخپل کار پایلې ډیر ژر اعلان کړی. ناټوهم په دغه برخه کې، خپلې لومړنۍ څیړنې ترسره کړی.خو دغو څیړنو ځینې تیروتنې لرلې،چې د سترو غبرګونونو لامل هم شو. ددغو څیړنو غیراقعی والی یو لامل له ملی ټولنو په ځانګړې توګه مدنی ټولنو سره همغږی نه درلوده. اوس چې ددغو څیړنو بل پړاو پیل شوی، دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ، په لیوالتیا او مسولیت سره دغه څیړنې څاری. په افغانستان کې دملګرو ملتونو سازمان نماینده ګۍ هم په دې اړه څیړنې ترسره کړی.د یونما څیړنو عینې واقعیتونه…

ادامه خواندنڅیړنې، غبرګونونه او پایلې

دیو بریالی خبریال له له کارونو څخه ستاینه

د لوی او بښونکی خدای په نامه دیو بریالی خبریال له له کارونو څخه ستاینه دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، دهیواد په شمالی ولایتونو کې د بی بی سی راډیو خبریال هارون نجفی زاده څخه ستاینه کوی. په دې وروستیو کې د بی بی سی راډیو بریالی خبریال ښاغلی داود نجفی زاده دهیواد په ځینو شمالی سیمو کې له وچکالۍ څخه دراټوکیدلو ستونزو په اړه تحلیلی راډیویی خپرونې جوړې کړی چې د بی بی سی راډیو د څپو له لارې خپرې شوی، دغو خپرونو پرمسولو ټولنو اوادارو سترې اغیزې لرلی، او دغو ټولنیزو ستونزو ته د لازیات پام راجلبول، یوه اندازه مثبت غبرګونونه هم راپارولی. له دې امله دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې مدیره پلاوی ددغه خبریال د سترو کارونو د ترسره کولو په ځانګړې توګه د ښاریزکیدو فرهنګ دعامولو په ویاړ ښاغلی نجفی زاده ته یو ستاین لیک منظور کړ. په هغه غونډه کې چې له همدې امله، دهیواد په شمال کې دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د همغږۍ دفتر له خوا جوړه شوې وه ، رسنیو او یوشمیر نورو دولتی ټولنو استازو ګډون کړې وو. په دغه غونډه کې په شمالی سیمو کې د مدنی تولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی سروش کاظمی، د ښاغلی نجفی زاده د فعالیتونو په اړه خبرې ورکړې او د مدنی ټولنې او بشری حقونو د مدیره پلاوی د ستاینې پیغام د اورولو وسیله شوو. وروسته د بلخ ولایت د ولایتی شورا رییس ښاغلی فرهاد عظیمی دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې ستاین لیک ښاغلی هارون نجفی زاده ته ورکړ، او هغه ته ېې د لازیاتو بریاو غوښتنه وکړه. غونډه په دې هیله چې د رسنیو کارکونکې وتوانیږی، د بشری حقونو په عامولو او د مدنی ټولنو به استحکام کې د اهمیت وړ ونډه ولری پایته ورسیده.  

ادامه خواندندیو بریالی خبریال له له کارونو څخه ستاینه

«نیلو»، داستانی مجموعه دکال ترټولو غوره اثر

د لوی او بښونکی خدای په نامه «نیلو»، داستانی مجموعه دکال ترټولو غوره اثر نیلو، دافغانې لیکوالې آغلې بلقیس مکیز دلنډو داستانونو دریمه مجموعه ده، چې په دې وروستیو کې خپره شوې ده. دغه اثر په پښتو ژبه لیکل شوی دی، چې دیارلس لنډ داستانونه لری، او دهغه کانکور چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له لوری جوړشوی وو کاندید هم وه، په دغه پروګرام کې د نیلو د داستانونو مجموعې ترنور لوړ ځای ترلاسه کړ، او لومړی مقام ګټونکې شوه. د نیلو داستان دیوې افغانې میرمنې دردونکې تیرشوی ژوند انځور دی، چې د بلقیس مکیز له لوری دیوعاطفی داستان په توګه لیکل شوی. په دغه داستان کې نیلو دهغو ناوړه ټولنیزو دودونو چې دناوړه سنتونو څخه راپیداشوی قربانی کیږی. په دغه کانکور کې بلقیس مکیز یو له هغوافغانو میرمنو څخه چې د ادبیاتو په برخه کې زیات کارکړی وپیژندل شوه. چې په لیکنو کې په ټولنه کې د ښځو پرونډې زیاته پاملرنه شوې، او دهغوۍ ټولنیزې ،اقتصادی او سیاسی ستونزې رابرسیره کړی. بلقیس مکیز، په ۱۹۵۰ میلادی کال کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، چې په ټولنه کې د ښځو د ونډې په برخه کې د پام وړ خدمتونه کړی. د بلقیس مکیزې زیات آثار خپاره شوی چې مهم یې «مات قلم»، «تپ» و «نیلو» یادولی شو. میرمن بلقیس مکیز، اوس د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د دارالانشاه مسولې په توګه کار کوی. دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د خپرونو او اطلاعاتو څانګه میرمن مکیز ته دغه ارزښتمنه بریا دزړه له کومې مبارکی وایی، او په دغه ستره لاره ورته د زیاتو بریاو هیله کوی. د کتاب مینه وال کولې شی د شبکې ادارې سره د اړیکې په نیولو دمیرمن بلقیس مکیز دغه کتاب ترلاسه کړی.  

ادامه خواندن«نیلو»، داستانی مجموعه دکال ترټولو غوره اثر

دملی غونډې راغوښتل

د لوی او بښونکی خدای په نامه دملی غونډې راغوښتل کوم تحلیل چې اوس تاسو په لاس کې لرې د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، کارپوهانو د کار محصول دی، چې د شبکې د غړو او دهیواد په کچه دمدنی ټولنوسره په نیږدې همغږۍ کې جوړشوی.دغه تحلیل د ملی غونډې راغوښتولو ترنامه لاندې وړاندې کیږی، چې د تیرو درسونو یادونې او د څه کولو په اړه د نظرونو ترلاسه کولو لپاره جوړشوی دی. ددغه تحلیل اصلی موخه د مدنی ټولنې ارزښتونو ته د دولت او نړیوالې ټولنې پام راړول دی. په دغه تحلیل کې هڅه شوې ترڅو د نظام جوړونې ، د قانون حاکمیت او د مدنی ټولنې بنسټیزه کیدل د عمده تږلارو په توګه وکارول شی.دغه تحلیل چې په لنډه توګه وړاندې شوی یو پیغام هم له ځانه سره لری، چې د چارو مسولینو لپاره د طرحې په توګه وړاندې کیږی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه هیله منه ده، ترڅو دغه پیغام د ټولنیزو مدنی ټولنو له نوم څخه چې دبشری حقونو ، وګړنیز فرهنګ و د قانون حاکمیت او دموکراسۍ په برخه کې کار کوی وړاندې کوی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په دغې تحلیل کې پورتنیو موضوع ګانو باندې د بحث کولو غوښتونکې ده، او دغې موضوع ته د دولت او نړیوالې ټولنې د لازیات پام هیله کوی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې مدیره پلاوی د اوسنی وضعیت له ستونزو څخه د وتو لپاره د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې بلنه په هیواد کې د سولې د مرحلو او د نوې سیاسی فضا ، فردی ،اقتصادی، ټولنیز امنیت، د بشری حقونو د بحثونو فرهنګ او په لویه کچه د خلکو له سیاسی ګډونه د قانون ترحاکمیت لاندې شپږکاله تیریږی. په دغه وخت کې افغانستان خپل یو تاریخی پړاو ترسره کړ. د لومړی ځل لپاره نړۍ…

ادامه خواندندملی غونډې راغوښتل