مدنی ټولنه، د پیرزوینې ټولنه

په دې ګڼه کې مدنی ټولنه، د«پــیرزوینې» ټولنه ده او همداراز نشو کولای داسې مدنی ټولنه پیدا کړو چې په هغې کې پــیرزوینه بنسټیز اهمیت ونلری. پیرزوینه څه ته وایی؟ پیرزوینه یا مدارا یعنې په معموله او معقوله توګه د نورو منل. البته چې پیرزوینه- به د انسان د ژوند د نورو حیاتی ځلاو په شان- کله هم بشپړ تعریف پیدا نکړی. د بیلګې په توګه که څوک خپله معقوله او معموله لاره انسان وژنه بولی، د هغه په وړاندې پیرزوینه بې معنی ده. پیرزوینه عملی موضوع ده او د ټولنیزو اړیکو په آزمویلو کې، خپل کیفیت څرګندوی. خو د دې موضوع بنسټ د انسانانو کړنو او تیروتنو ته دکتنې له مخې راڅرګندیږی. په بل روایت هغه څوک چې انسان پیژندنه ېې پیرزوینې ته لاره ورکوی، په عمل کې په زیاتې زړورتیا سره مدارا کوی. انسان پیژندنه یعنې د انسان بیلابیلو احوالو پیژندنې په اړه څیړنه: فردی انسان، انسان په ټولنه کې. انسان په تن کې، انسان په فرهنګ کې، انسان په تاریخ کې، انسان په جغرافیا کې، انسان په دین کې، انسان په جګړه او داسې نور. په داشان احوالو کې د انسان پیژندنه د زیاتو اطلاعاتو را غونډولو ته اړتیا لری. هرڅوک چې وغواړی په دې اړه وپوهیږی معلوماتو او اطلاعاتو ته اړتیا پیدا کوی. د اطلاعاتو هرډول ترلاسه کول او کسبول د هرډول انسان پیژندنې بنسټ دی همداراز هغه انسان پیژندنه چې پیرزوینې ته لاره ورکړی هم زیاتو اطلاعاتو ته اړتیا لری. پیرزوینه د بې خبرې په صورت کې معنا نلری او نشی رامنځته کیدای. که څوک یواځې ځان وپیژنی او د خپلې نړۍ « او هغو ډولونو او تکثر په اړه چې پکې دی» بې خبره وی، داسې کس نشی کولای د پیرزوینې له ډلې څخه وی. ځکه چې پیرزوینه یواځې په ټولنیزو اړیکو کې ازمویل کیږی او پیرزوکونکی کسان پوهیږی چې د کثرت…

ادامه خواندنمدنی ټولنه، د پیرزوینې ټولنه