له حکمتیار سره د دولت مصالحه په افغانستان کې د سولې، عدالت او بشری حقونو منظر د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه

له حکمتیار سره د دولت مصالحه په افغانستان کې د سولې، عدالت او بشری حقونو منظر د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه مقدمه له طالبانو او نورو وسله والو ډلو وسره د سولې خبرې چې له افغان حکومت سره په جګړه بوخت دی، له دوه زره لومړی میلادی کاله د افغانستان د حکومت د سیاسی نه بیلیدونکې برخه ده. د یوې نیمې لسیزې په موده کې د سولې د ټینګښت لپاره له ډیرو هڅو سره سره، جګړو او تاوتریخوالیو زور اخیستی او د ملکیانو او پوځیانو تلفات په بې مخینې توګه ډیر شوی دی. له طالبانو سره د سولې خبرې ډیری وخت په ( غیرجنګی فصل) یا ژمی کې په تکرار په رسنیو کې مطرح کیږی، خو له پایلې پرته د جګړې بل فصل را رسیږی او طالبان له پخوا ډیر پیاوړې جګړه پیلوی. له یوې لسیزې راهیسې له  طالبانو او نورو ډلو سره د دولت د سولې کمپاین روان دی خو تر اوسه ېې کومه پایله نه ده لرلې. همداراز د ملی یوالی حکومت له ګلبدین حکمتیار سره د سولې هوکړه لیک لاسلیک کړ چې ظاهر سولې او روغې ته د رسیدو عملی هڅه او ګام بلل کیږی. که څه هم چې دا موضوع په پراخه کچه په رسنیو کې خپره شوه خو په تیرو څو لسیزو جګړو کې د قربانیانو په اړه د بشری حقونو د فعالانو، د افغانستان د مدنی ټولنې او د سولې فعالانو اندیښنو ته پاملرنه نه ده شوې. د سولې د هوکړه لیک منځپانګې او د هوکړه لیک د اجرایی کیدو په تړاو د ولسمشر فرمان لخوا صادر شوی د نړیوالو ژمنو په اړه د ملی یوالی حکومت د الزاماتو په اړه د فعالو مدنی او بشری حقونو او څو لسیزو زیانمنو اندیښنې او پوښتنې راپارولی دی. له دې مخې مدنی ټولنې او د افغانستان د بشری حقونو فعال…

ادامه خواندنله حکمتیار سره د دولت مصالحه په افغانستان کې د سولې، عدالت او بشری حقونو منظر د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه