اروا ښاد حفیظ حیدر ته په درناوی سره

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
اروا ښاد حفیظ حیدر ته په درناوی سره
درنو وطنوالو!

په ډیرې خواشنۍ او دتلسیت په ویلو سره تاسو ته اعلانوو، چې زموږ ګران او صمیمی همکار ښاغلی حفیظ الله حیدر، چې د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې له پیله موږ او تاسو سره همکار وه، دزړه د ناڅاپی حملې له امله له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه ددغه همکار د مړینې په غم شریکې کې خپلې ټولې اجرایوی خپرونې د لسو ورځو لپاره ځنډوی، او دخدای بښلی له کورنۍ سره دغم په مراسمو کې ځان ګډبولی. دمدنی تولنې اوبشری حقونو شبکې د دارلانشا برخه د ښاغلی حفیظ الله د د تیر ژوند په یاد د هغه لپاره د یادښتونو یوکتاب پرانیستی دی. د هغه دوستان او همکاران کولی شی د خدای بښلی په اړه خپل یادښتونه ولیکی.

ښاغلی حفیظ الله حیدر، یو صمیمی اود کار مینوال کس وه. څلور کاله مخکې کله چې هغه له شبکې سره یوځای شو نه ستړیکیدونکی هڅې ېې وکړې او ډیرژر ېې له ټولو همکارانو سره ښې او نږدې اړیکې پیداکړې او هغه دټلو په غم او ښادۍ کې شریک وه.

حفیظ الله حیدر دخپلې کورنۍ لپاره،یوښه پلار،ښه زوی اوښه ورو وه. دهغه بې وخته مرګ دهغه کورنۍ او د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه غمجنه کړه. هغه شان کلمې چې وشی کولای دغه غم پرې یادکړو نشته.

له ښاغلی حفیظ الله حیدر، میرمن اوپنځه ماشومان پاتې شول.

دهغه روح دې ښاده وی!

دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې دارالانشا

ځواب دلته پرېږدئ