شنونکي په دې باوردي چې پر امنیتي ستونزو سربېره د ټولنې د کلتور ټيټه کچه او فکري بلوغ ته د هغې نه رسېدل؛ خپلو بنسټيزو حقونوته د ښځو د نه رسېدو له لاملونو دي او ددغه وضعیت د ښه کېدو او د ښځو د پرمختګ  د زمینې د برابرېدو لپاره باید د عامه ذهنونو د روښانه کولو لپاره هڅه وشي.

د اطلاعاتو او کلتور وزرت پخوانی مرستیال ؛ لیکوال اوسیاسي فعال سید آقا حسین فاضل سانچارکي د بشري حقونو او دمدني ټولنې له شبکې سره په مرکه کې وایي تر ټولو لویه ستونزه چې د ښځو د نه پرمختګ او په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د هغوی د پیاوړي حضور د نشتوالي لامل کیږي؛ جګړه او  نا امني ده ؛ خو پردې سربېره په هېواد کې واکم دودونه د ښځو د پرمختګ پروړاندې بل خنډ ګڼل کیږي. « ښځې ترټولو ډېر زیان له جګړې ویني او که جګړه پای ته ورسېږي؛ تر ټولو بنسټيز او اساسي خنډ له مخې لېرې کیږي؛خو دا د ښځو یوازینۍ ستونزه نه ده ؛ بلکې  په افغانستان کې جرړې لروونکی واکمن دودونه د هغوی د ودې او پرمختګ پروړاندې بل خنډ دی؛ دا دودونه داسې پیاوړي دي چې  لا هم  د سیاسي او ټولنیز نظام په جوړښت کې د ښځو د آزادانه حضور نه پرېږدي «

شبکهددغه وضعیت د ښه کېدو لپاره باید څه وشي؟

سانچارکی: اړتیا ده چې د جګړې پر پای ته رسولو سربېره د کلتور د ودې؛ پر ټولنې د واکمنو ذهنیتونو د بدلولو او د عامه ذهنونو د روښانه کولو لپاره له بیلابیلو لارو کارونه تر سره شي څو ټولنه د ودې او بلوغ هغه پړاو ته ورسېږي چې د ښاروندۍ حقونه ؛ انساني کرامت او د ښځو مقام پکې وساتل شي . ښځې بنسټيزو حقونو ته د رسېدو لپاره اوږده لار په مخکې لري .طبیعی ده چې د کلتورد پراخیتا لپاره باید لویه او پراخه پانګونه وشي.کله چې وایو کلتور؛ باید د یوې لویې مقولې په توګه چې په کور او ښوونځي کې له زده کړو نیولي بیا تر اکاډمیکو کچو او لوړوزده کړو ټولو برخو کې کار وشي.رسنۍ او مدنی ټولنه هم د ټولنیزپوهاوي د پراختیا  په برخه کې ډېر بنسټیز رول لري. اقتصادي پراختیا ؛ ټولنیزه سوکالي؛ د خلکو د عوایدو زیاتېدل او د بې وزلۍ د جرړو اېستل د ذهني او ټولنیزې ودې لامل کېدلای شي؛کله چې خلک خلاص وي او ښه عاید ولري؛ مطالعې ته مخه کوي ؛ او له کلتوري پلوه په تنوع کې ژوند کوي او دا ددې لامل کیږی چې تر یوه بریده د شاتګ له دغه حالته لږ لېرې شواو پرمختګ وکړو. حکومت او خصوصي سکټور په دې برخه کې لوی مسوولیت لري او  باید په دې برخه کې په مرکز او ولایتونو کې کار وشي . په لنډه توګه بایدووایم د اقتصاد؛ آزادیو او ټولنیزې ودې په څېر مسایل له یو بل سره تړلي دي او باید پر ټولو هغو متوازنه او متعادله پانګونه وشي ؛ څو ټولنه ودې او پرمختګ ته ورسېږي؛ حقوق او ټولنیزې آزادۍ ښه شي او خلک له انساني او مدني ارزښتونو سره ډير اشنا شي.

شبکه: تاسو وویل ترټولو لویه ستونزه چې د ښځو د پرمختګ مخه نیسي؛ جګړه او ناامني ده.په دې ورځو کې له طالبانو سره د دولت سولې خبرې روانې دي او تمه کیږي چې د جګړې درېدل یې یوه پایله وي؛ ارزونه موله هغه څه چې تراوسه په مذاکراتو کې تېر شوي دي څه ده ؟ آیا مطلوبې پایلې ته به ورسېږي؟

سانچارکی: تر اوسه داسې نښي چې موږ خوشبین کړي نشته؛ په دوحه کې د مرکچي پلاوي له غړو سره چې کله ناکه خبرې لرم؛ ښيي چې هغوی ډیر هیله من نه دي او باوري دی چې د هغو تصوراتو پرخلاف چې د طالبانو د لیدلوري د بدلون خبره کوي؛ ددې ډلې په  لیدلوري کې هیڅ بدلون نه دی رامنځته شوی ؛طالبان هماغه پخواني طالبان دي؛ لا هم پر خبلو سختو دریځونو او نظرونو ولاړ دي او په هغوی کې هیڅ انعطاف او نرم نظر نه دی رامنځته شوی ؛ پر دې بنسټ لومړی ددغو  خبرو بریالیتوب ته نه شو هیله من کیدلای؛ دویم که فرض کړو هوکړه وشي؛په دقیقه توګه څرګنده نه ده چې طالبان به یې په پایله کې د واک په کوم ځای کې راشي؛ د واک په چورلیز کې به راشي او که به یې یوه برخه وی.هره یوه داموضوع  به د ښځو ؛ بشري حقونو او د هېوادولاو پر اساسي آزادیو ځانګړی اغېز ولري.

شبکهپه دې صورت کې آیا تاسو فکر کوئ چې ښځې به ددغو خبرو په پایله کې د ځينو منفي بدلونونو منلو ته اړې شي؟

سانچارکی: که طالبانو خپل  نظر عصري کړی وای او په ټولنه او نړۍ کې یې  شته واقعیتونه درک کړی وای او منلي یې وای چې ښځې د افغانستان د نیمایي نفوس اود نننۍ ټولنې د ډېر مهمې برخې په توګه د واک  په ټولو سیاسي؛ او ټولنیزو جوړښتونو کې فعال حصور ولري؛ قضیې ته خوشبینه کیدلای شوو ؛ خو د طالبان د حکومت پنځه کلنه دوره او په هېواد کې دهغوی تر ولکې لاندې سیمو کې تاوتریخجن فعالیته لکه د نجونو؛ ښځو او ځوانانو سنګسارول او په ډزو ویشتل هغه بېلګې دي چې ښيي د طالبانو په حکومت کې د ښځو لپاره ابرومندانه او پتمنه ونډه نه شو اټکلولای.

شبکهستاسو په اند په سولې مذاکراتو کې د ښځو حضور د هغوی په تړاو د طالبانو پردریځ کوم اغېز لرلای شي؟

سانچارکی: که څه هم د افغانستان د اسلامي جمهوریت په مرکچي پلاوی کې د څو ښځو حضور یو نیک او ښه کار دی ؛ خو له بده مرغه دا حضور ډیر پیاوړی او اغېزناک نه دی؛ په مرکچي ۤپلاوي کې باید د ښځو پر ترکیب بیاکتنه شوې وای او هغه مېرمنې چې تریوه بریده له فکري او علمي پلوه مسلطې دي او د طالبانو پر وړاندې د استدلال پیاوړی ځواګ لري ؛ددغه پلاوي په ترکیب کې نیول شوې وای څو یې په خبرو اترو کې پیاوړی رول لرلی وای؛ که څه هم په داسې حالت کې چې د طالبانو به پلاوی کې ان یوه ښځه نشته ؛ همدا څو ښځې هم چې یو شمېر یې د مدني ټولنې فعالې دي او له مدني او ډموکراټيکو ارزښتونو سره نسبي بلدیتا لري؛ نسبتاً د منلو وړ دي ؛ خو د افغانستان دولت باید په د برخه کې ډیر دقت کړی وای .

شبکهپه حکومت کې د طالبانو مشارکت به د مدني بنسټونو پر فعالیت څه اغېز ولري؟

سانچارکی:  لکه څنګه چې ما مخکې هم وویل باید ولیدل شي چې د سولې هوکړه په څه ډول  ترسره کیږي ؛ که ددې هوکړې په پایله کې طالب پر برلاسي ځواک بدل شي؛ وضعیت ډير اندېښمنوونکی کیدلای شي؛ ځکه دا ډله په هغه لید لوري سره یې چې یې لري؛ که په واک کې راشي؛ په ټولنه کې به ډېر محدودیتونه رامنځته کړي او مدني ټولنه ؛ رسنۍ ؛ ښځې او قومي او مذهبي اقلیتونه به په دغو محدودیتونو کې شامل وي.خو که طالبان د واک یوه برخه وي؛ زما په نظر اغېز به ونه لري او د ښاغلي ګلبدین حکمتیارد حزب اسلامي په څېر به د افغانستان په اوسني وضعیت کې بدل شي؛ ځکه په وروستیو شلو کلونو کې د افغانستان په ټولو سیاسي؛ ټولنیزو او اقتصادي برخو کې بدلون راغلی دی؛ په افغانستان کې یو نوی نسل راڅرګند شوی دی ؛ نوی ظرفیت رامنځته شوی دی او مدني ټولنه او رسنۍ له ډیر ځواکه برخمنې دي؛ لکه څرنګه چې طالبان د عرضه کولو لپاره کوم فکر نه لري؛ کله چې ټولنې ته راشي؛ د وخت له ایجاباتو سره متناسب  فکري او علمي ظرفیت نه لري او په همدې دلیل به په نوي وضعیت کې ډوب شي.

شبکهد طالبانو د برلاسۍ په صورت کې د ښځو د حقونو په تړاو شته اندېښنو ته په پام سره ؛ستاسو په اند په دې تړاو باید د دولت د مرکچي پلاوي له لوري پر کومو مسایلو بحث وشي؟

سانچارکی: د افغانستان د نظام اساسات په اساسي قانون کې تعریف شوي دي ؛باید د دولت پلاوی په خبرو کې سرې کرښې ولري؛ په دغو اساساتو کې ؛ جمهوریت ؛ اسلامیت ؛ اساسي آزادۍ او  د ښاروندۍ حقونه؛ د ښځو حقونه او د هېوادوالو د حقونوبرابروالی شامل دی . د قانون له نظره ؛ ښځه ؛ نر؛ مسلمان هندو؛ شیعه او سني ټول سره برابر دي .د نقد ؛بیان او عقيدې آزادي له سرو کرښو او هغو اصولو او اساساتو دي چې د افغانستان په ډموکراټيک نطام کې تعریف شوي دي .

شبکهستاسو په اند که په پام کې وي چې د سولې هوکړې  ته د رسېدو لپاره  د مخالف ټيم له لوري د ښځو د حقونو په تړاو محدودیتونه مطرح شي؛دا مساله د منلو وړ ده ؟

سانچارکی: کله چې د ښځو حقونه محدود شي؛ دا محدودیت په ښځو پورې منحصر نه پاتې کیږي او د قومي او مذهبي لږکیو حقونه او د بیان آزادي محدودېږي . محدودیت باید تعریف شي؛ آیا د ښځو حقونه د طالبانو له لوري د شریعت په چوکاټ کې تعریف کیږي؟ که داسې وي څرګنده ده چې ښځې باید په کور کې وي؛ خو که شریعت په مډرنې انګېرنې سره تعریف شي؛ ښځې اجازه لري چې په ټولو ؛ سیاسي ټولنیزو او اقتصادي جوړښتونوکې فعال؛ پیاوړی او د پاموړ حضور ولري او له نارینه وو سره اوږه په اوږه حرکت وکړي او په پایله کې په ټولنې کې د هیڅ څوکۍ او مقام له خپلو نه بې برخې کیږي.دا انګېرنې باید د پاموړ وګرځي او څرګنده شي چې محدودیت په څه معنی دی؛ مرکچي پلاوي په هیڅ یوه ارزښت د معاملې کولو اجازه نه لري.

شبکهڅه تضمین شته چې طالبان د سولې له هوکړې وروسته پر  خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي؟

سانچارکی: شونې ده چې د بڼې له پلوه یو شمېر  بنسټونه لکه د ملګرو ملتونو سازمان او ځينې پیاوړی هېوادونه په تېره بیا ؛ امریکا ؛ جرمني ترکیه او ازبیکستان چې د سولې بهیر ملاتړي دي؛ په دې برخه کې ملاتړ وکړای شي؛ خو دا ملاتړ به ډیر اغېزناک نه وي .اصلي ضمانت کوونکي د خپلو حقونو  او ارزښتونو د دفاع لپاره  د افغانستان د خلکو ؛ مدني ټولنې ؛ رسنیو او د ډموکراسۍ د نظام او جمهوریت دپلویانو پیاوړی حضور دی؛ له دې  پرته  به طالبان په واک کې په شرېکېدو سره د هرڅه د بدلون په هڅه کې وي؛ خو کله چې خلک یو موټي وي او پیاوړی او پراخ حضور ولري؛ طالبان به د هیڅ کار د کولو توان ونه لري.

شبکه د سولې د خبرو د پایلې په تړاو ستاسو اټکل څه دی ؟

سانچارکی: زنه فکر کوم چې د اوسني وضعیت د یوې برخې څرګندېدل د امریکا دولسمشریزو ټاکنو په ګورت کې دي؛احتمالا هم طالبان او هم نور هېوادونه ګوري چې امریکایان له دغو خبرو په مقطعي او کمپاینې ډول ګټه پورته کوي که واقعا غواړي چې د افغانستان د سولې بهیر یو ځای ته ورسوي او په ابرومندانه توګه له افغانستانه ووځي؛ د امریکا له ټاکنو وروسته به څرګنده شي چې آیا امریکا له طالبانو سره د ریښتینې پخلاینې ؛ له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستو او پر خپل حال ددغه هېواد د پرېښودو په هڅه کې ده ؛ یا داچې غواړي د افغانستان دوسیه د یوشمېر نورو هېوادونو په لاس کې ورکړي او که له خپلو نړیوالو شریکانو سره د تروریزم او  افراط پالنې د جرړو اېستو او د افغانستان د شته نظام  دفاع ته دوام ورکوي .

د ښاغلي سنچارکي په وینا د خبرو دوام په داسې ډول چې هیڅ پرمختګ پکې ونه شي؛ په بشپړ ډول بې ګټې دی او کله چې طالبان په ترټولو لومړنیو او ښکاره مسایلو هوکړې ته حاضر نه دي؛ خبرې ورسره هیڅ ګټه نه لري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې