اطلاعاتو ته د لاس رسی ،د بشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کیدو کې اطلاعاتو ته د لاس رسۍ د ونډې په اړه ددوهم څیړنیز سمپوزیم جوړیدل

د ۱۳۸۹ کال د چنګاښ۷- د ۲۰۱۰ کال د جون۲۸
کابل ـ افغانستان

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د جوړیدو له نیټې څخه، د روزنې، پوهاوی اوهمغږۍ په برخه کې یو زیات شمیر پروګرامونه په افغانستان کې جوړ کړی، دا ځل اطلاعاتو ته د لاس رسی په اړه د دوهم څیړنیز سمپوزیم له جوړیدو وروسته چې د ۲۰۰۹ کال د می ۲۹ د مزارشریف په ښار کې جوړ شو، دوهم څیړنیز سمپوزیم ، اطلاعاتو ته د لاس رسی، دبشری حقونو د فرهنګ ترویج او د دموکراسۍ په پلی کولو کې اطلاعاتو ته د لاس رسی د ونډې ترنامه لاندې په کابل ښار کې جوړ شو.

Report06-29-4

په دې سمپوزیم کې د مدنی ټولنو استازو، دملی شورا غړو، دحکومت استازو، او د افغانستان د رسنیو استازو ، اطلاعاتو ته د لاس رسی په اړه ارزښتناکه مقالې، څیړنې، بحثونه او نظرونه وړاندې کړل.

دا سمپوزیم چې د قرآن مجید په تلاوت سره پیل شو، دوه برخې لرلې: لومړۍ برخه دپیغامونو برخه او بله د ویناوالو خبرو ته ځانګړې شوې وه.

دابرخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګی معینیت سرپرست ښاغلی جلال نورانی له خوا پیل شوه. ښاغلی نورانی د اطلاعاتو اوفرهنګ وزیر جلالتماب ډاکټر سید مخدوم رهین پیغام چې د غه سمپوزیم ته ېې راستولې وو ولوسته.

په پیغام کې راغلی، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هڅه کوی ترڅو خلکو ته د بیان د آزادې زمینه او اطلاعاتو ته د لاس رسی لاره تر پخوا هم ښه اواره کړی. او په ځانګړې توګه ېې د اطلاعاتو ته د لاس رسی له مسودې څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دا ګام ېې د ټولنې د قانونمند کیدو په لور یو ستر ګام وباله.

ددغه څیړنیز سمپوزیم دوهم وینا وال د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی ښاغلی محمد نعیم نظری وو. هغه د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې دکارونو په مفصله توګه پرتوضیح سربیره اطلاعاتو ته لاس رسی په اړه د دغې شبکې له فعالیتونو څخه هم یادونه وکړه او د خپلو خبرو په یوه برخه کې داسې وویل: « د اداری فساد پراخیدل، د ټاکنو په اړه د معلوماتو په برخه کې د وګړو غوښتنو ته بې پامې، او افغانستان او خلکو ترمنځ د ارګانیکو اړیکو نشتوالې، اطلاعاتو ته د لاس رسی د نشتوالې ناوړه اغیزې دی چې په ټولنه کې لیدل کیږی. » همدارا ښاغلی نظری زیاته کړه: د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې په تیرو شپږو کلونو کې د بشری حقونو په اړه ستر بحثونه په لاره اچولی دی، چې ددې بحثونو په پایله کې دې باور ته ورسیدل چې اطلاعاتو ته د لاس رسی موضوع په اړه بحثونه د بشری حقونو د ارزښتونو پلی کیدو ښه زمینه برابروی.

له هغه وروسته، د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې د بورد غړې میرمن ثریا پرلیکا د دغې شبکې د بورد پیغام ولوست. د مدنی تولنې او بشری حقونو شبکې د بورد په پیغام کې داسې راغلی: « د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د بورد په باور، اطلاعاتو ته د لاس رسی په اړه د مسودې جوړیدل د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د لومړی څیړنیز سمپوزیم څخه د ترلاسه شویو نظرونو او طرحو پایله ده ، چې اطلاعاتود ته د لاس رسی قانون د جوړیدو د کاری ډلې له خوا جمعبندی شوی دی او ددې مصودې د منځ پانګې د لا پیاوړی کیدو په موخه د هیواد په بیلابیلو زونونو کې څیړنیز پروګرامونه او بحثونه جوړ شوی دی.

ددې سمپوزیم بله وینا واله، د یوناما استازی میرمن موداکا ساجی وه. هغې د یوناما په استازی توب دداشان سمپوزیمونو جوړول ارزښتناک وبالل، نوموړې دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې څخه په دې خاطر ستاینه وکړه چې اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون د مسودې په جوړولو کې مخ کښی وو او شبکې ته ېې د لا زیاتو بریاو هیله وکړه.

ددې برخې وروستی وینا وال، د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسیون ، کمیشنر، ښاغلی فرید حمیدی وو. ښاغلی حمیدی، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون طرحه یو ګټور پروګرام وباله او هغه میتود چې اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون د جوړید لپاره د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له لوری ترلاسه لاندې نیول شوې، یو له ترټولو نوې او ګتور میتود د مسودې جوړولو لپاره وباله، ښاغلی حمید د خپلو خبرو په بل ځای کې، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون د مسودې له جوړیدو څخه خپل جدی ملاتړ اعلان کړ.

ددغه سمپوزیم په دوهمه برخه کې، اطلاعاتو ته د لاس رسی په اړه څیړنیزې مقالې چې په ولسی جرګه کې د خلکو استازو له خوا لیکل شوې وو ولوستل شوې.

ددې برخې لومړۍ مقاله، « په ښې حکومت دارۍ کې، اطلاعاتو ته د لاس رسی ونډې » په اړه وه، چې د ښاغلی عباس نویان له خوا ولوستل شوه. دوهمه مقاله « د روڼتیا او حساب ورکونه د میکانیسمونو په رامنځته کیدو کې، اطلاعاتو ته د لاس رسی ونډې په اړوند وه » چې د میرمن فوزې کوفی له خوا ولوستل شوه. او دریمه مقاله چې صبرینا ثاقب له خوا ولوستل شوه، « د بشری حقونو په پلی کیدو کې، اطلاعاتو ته دلاس رسی ونډې » په اړه وه.

له هغې وروسته ، اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون د مصودې دکاری ډلې غړی ښاغلی کاوه سحاب، د کاری ډلې د کار څرنګوالی په اړه معلومات وړاندې کړل، چې د ګډونوال لخوا وستایل شو.

دیادولو وړ ده، چې دهرې مقالې په پای کې د ګډونوالو له خوا یو زیات شمیر پوښتنې هم مطرح شوې، چې په ملی شورا کې دخلکو استازو او اطلاعاتو ته د لاس رسی قانون مصودې د کاری ډلې غړو له خوا ورته لازم ځوابونه ورکړل شول.

په پای کې د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د اعلامیو د کمیټې غړی او د ماښام پخیر افغانستان راډیو ریس باری سلام ، په دې سمپوزیم کې مطرح شوې خبرې جمعبندی کړې او د سمپوزیم د ګډونوالو پیغام ېې ولوست.

ددې سمپوزیم ګډونوالو په داسې حال کې چې په دې غونډه کې د ملی شورا د غړو فعاله ونډه وستایله ، د داشان پروګرامونو د دوام غوښتونکی شول.

ځواب دلته پرېږدئ