ځینې ښاریان د سولې خبرو له پایلې څخه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، که طالبانو څخه سمه او کره ژمنه وانه‌خیستل شي، امکان شته چې هېوادوال په ځانګړې توګه ښځې یو ځل بیا د طالبانو د حاکمیت دوره تجربه کړي.

یوه خصوصي پوهنتون کې د ټولنپوه استاد یحیی عرفان د مدني ټولنې او د بشر د حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، د هغوی جدي اندېښنه دا ده، چې طالبان به افغانستان کې د واک شریک په توګه، ښځو سره چلند کې د خپلې حاکمیت دورې ایډیالوژۍ څخه کار واخلي. «په جدي توګه د دې اندېښنه لرو، چې د سولې له خبرو وروسته به طالبان هماغه خپل پخواني د ښځو ضد فکر څخه کار واخلي، که افغان دولت او نړیواله ټولنه په جدي توګه د ښځو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار ونه‌کړي، امکان شته چې اوسني شرایط د ښځو لپاره محدود شي، چې بیا اړتیا ده دېرش کاله پخوا وختونو ته ورستانه شو او دا یو ناورین دی.»

شبکه: د سولې خبرو پرانیست غونډه کې د طالبانو د مشرانو له خبرو څخه ښکاري، چې هغوی اوس هم افغانستان کې د اسلامي حکومت پر ټینګولو ټینګار لري، دغې موضوع ته په پام، دغسې یوې ډلې سره سوله کول به مطلوبې پایلې ولري؟

عرفان: زما په باور د اسلامي حکومت په اړه بحث، له واقعیت څخه لرې بحث دی؛ په دې دلیل که بحث د اسلام وي، د جمهوري اسلامي افغانستان اساسي قانون او هغه نظام، چې قوانین، مقررات، تګلارې او اصول عملي کوي، ټول اسلامي دي. د دغه نظام هېڅ ځای او څنډه کې داسې قانون چې د اسلام خلاف وي، نه اجرا کیږي؛ په دې توګه زما به نظر د اسلام نظام په اړه خبرې کول، یو ډول باج اخیستل دي او په بل عبارت دغه ډله غواړي د سولې بهیر په خپل کنټرول کې ولري، ترڅو په سیوري کې یې خپلې غوښتنې او نور شرایط په دولت ومني.

شبکه: ستاسو په نظر دولت څنګه باید د سولې خبرو څخه د یوه فرصت په توګه سمه ګټه واخلي؟

عرفان: زما په نظر لکه څنګه چې افغان دولت په یوه سم او جامع دریځ سره د سولې خبرو ته دننه شوی، دا د افغانستان لویو مسایلو په تړاو په ځانګړې توګه د سولې او جګړې موضوع په اړه د یوه نوي ملي بحث رامنځ ته کولو لپاره یو ښه فرصت دی. له نیکه‌مرغه اوسمهال زیات شمېر هېوادونه د سولې خبرو کې د افغانستان له دعوې څخه ـ چې هماغه د جمهوري نظام او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنو خوندي ساتل دي ـ ملاتړ کړی؛ دا په دې مانا ده چې دولت یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې تر توجه او ملاتړ لاندې راغلی دی.

د ښاغلي عرفان په باور، حکومت باید له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستو، کوم روایت چې له جمهوریت او اسلامیت څخه لري، د ټولنې مختلفو برخو کې پراخ کړي، یا په بل عبارت دغه روایت څخه په ملاتړ تر پخوا زیات عمومي ذهنیت او ټولیز تفکر راجلب کړي.

شبکه: د سولې بهیر کې د ښځو حضور د طالبانو پر لیدلوري څه اغېز لري؟

عرفان: که څه هم مرکه‌چي ټیم کې د ښځو شمېر کم دی، خو د کیفیت له اړخه ټیم کې ښه لوبغاړي لرو. زه ډاډه یم چې هغوی کولی شي په مستدل او منطقي ډول د ښځو د مشارکت او د هغوی حقونو څخه دفاع وکړي، خو اساسي بحث دا دی، چې مونږ د داسې یوې ډلې پر وړاندې شتون لرو، چې د ښځو پر وړاندې منطق یې، د له‌منځه وړلو منطق دی؛ په همدې دلیل نه یوازې ښځې، بلکې د ټیم ټول غړي باید په ډېر جدي او د یوه لومړیتوب په توګه د ښځو د حقوقو خوندي ساتلو او د هغوی د مدني ازادیو په اړه بحث وکړي او پر اهمیت یې ټینګار وکړي.

ښاغلی عرفان زیاتوي، د ښځو د حقوقو او لاسته راوړنو پر خونديتوب د دولت او نړیوالې ټولنې فشار لپاره، په ملي سطحه په پراخه کچه عدالت غوښتنې ته اړتیا ده.

شبکه: ځينې ښځینه فعالانې په دې باور دي که چېرې هوکړې ته د رسېدو لپاره، طالبان د ښځو په تړاو ځینې محدودیتونه وضع کړي، دولت یې باید ومني، دې برخه کې څه نظر لرئ؟

عرفان: دغسې یو دریځ د منلو نه دی؛ په دې دلیل یوازینۍ هیله چې تېرو دوو لسیزو کې ترلاسه شوې، د ښاریانو مدني ازادۍ دي. که داسې وټاکل شي چې ښځې دغو ازادیو څخه محرومې شي، بیا ځلې به سقوط وکړو او د طالباني حکومت دوره به تکرار شي. ډاډه یم چې دا به د هېڅ ښاريي لپاره په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره د منلو نه وي، چې دې وروستیو کلونو کې ټولنې ته دننه شوي او تحصیل یې کړی دی.

شبکه: ستاسو په نظر که چېرې وشي، چې سوله راځي، دغه بهیر به څومره وخت ونیسي؟

عرفان: زما په نظر د سولې بهیر ډېر وخت ته اړتیا لري؛ یانې مونږ نه باید تمه ولرو چې دوه‌، درې یا شپږو میاشتو کې دې بشپړه سوله راشي. لکه څنګه چې د سولې خبرو کې یو شمېر ګډونوالو پرانیست غونډه کې اشاره وکړه، مونږ به د دغه بهیر په جریان کې ستونزو سره مخ شو او امکان شته چې سکتګي په کې راشي، یا ان د ګاونډیو هېوادونو لاسوهنې سره مخ شي. په بله وینا، د خبرو له ختمېدو وروسته به مونږ د لېږ دوره تجربه کړو او امکان شته چې دې پړاو کې شخړې رامنځ ته شي.

د ښاغلي عرفان په باور، د سولې بهیر په تړاو تر ټولو مهمه موضوع، د هوکړو تلپاتې والی دی. هغه وايي، اړتیا ده چې په دغې موضوع د یوې مهمې ملي ستراتيژۍ په توګه بحث وشي، چې د جګړې او تاوتریخوالي له منځه تلل یا کمېدل او یا هم د جګړې ماشین درېدل یوه تلپاتې مسله ووسي، نه یوه مقطعي او موقتي موضوع.

د ښځو او سولې په اړه مرکې