له طالبانو سره د سولې د خبرو له پیل مخکې او اوس چې دا مذاکرات جریان لري، مهم ټکی چې د کارپوهانو لخوا پرې ټینګار شوی، د مرکچي پلاوي دغړو ترمینځ همغږي ده. ډیری په دی باور دي چې د مرکچي پلاوي غړو ترمینځ د نظر اتفاق د خبرو د بریا او اغیزمنتیا باندی ډیره اغیزه لري.

د سیاسي چارو شنونکي میراحمد جوینده له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: هغه کسان چې د افغانستان د مرکچي پلاوي غړي دي کولی شي مهم موضوعات تر بحث لاندې ونیسي، خو د دې منظور لپاره دا پلاوی لا ډیر انسجام ته اړتیا لري. « د پلاوي غړي د دفاع ظرفیت او وړتیا لري، خو د دې پلاوي په ترکیب کې تر اوسه پیاوړی همغږي نه ده رامینځته شوې، له همدې امله اړتیا ده چې د مهمو اجداګانو په اړه بحث وکړي څو سره هوکړې ته ورسیږي. 

شبکله: ستاسو په نظر له داسې ډلې سره خبرې کول چې آزمویل شوې ده به څه پایله ولري؟

جوینده: که چیرې ټول په ریښتیني توګه سولې ته کار وکړي، پایلې ته به ورسیږي له دې پرته زما په نظر د خبرو دواړه لوري دوه مخالف قطبونه دي چې هوکړې ته دهغوۍ رسیدل ستونزمن دی.  داچې هغوې په حنفي فقه او یا جعفري فقهاو یا په اسلامي حکومت خبرې کوي څرګندوي چې طالبان په پخواني دریځ ولاړ دي له همدې امله داموضوع وخت ته اړتیا لري او موږ هم ټینګار کوو چې د افغانستان پلاوی باید په لا زیات  انسجام او پیاوړي منطق سره طالبانو ته خپل نظرونه وړاندې کړي. که چیرې د افغان پلاوي ترمینځ تفاهم نه وي او مشترکې خبرې ونه لري نو له ستونزو سره به مخامخ شي.

 شبکه: سربیره پر دې ستاسو په نظر په دغو خبرو کې به د ښځو په اړه به په کومو مواردو خبرې وشي؟

جوینده: په خواشینۍ سره چې د افغانستان په پلاوي کې د ښځو شمیر ډیر کم دی اخوا د طالبانو په پلاوي کې آن یوه ښځه هم حضور نه لري. له دې امله چې ځانانو او ښځو په څلویښت کلن جنګ کې ډیره قرباني ورکړې ده باید هغه ښځې چې په تیرو کلونو کې ځانونه د ښځو د حقونو رښتینې مدافعانو په توګه ثابت کړي دي، باید د مرکچي پلاوي دیرش سلنه جوړولای. خو له دی ټولو سره سره باید د پلاوي ټول غړي باید د ښځو په حقونو تمرکز وکړي. طالبانو په ځلونو ویلي چې د شریعت په بنسټ ښځو ته حق ورکوي په داسې حال کې چې د شریعت په اړه د طالبانو نظر سختګیرانه دی. دا مسایل بحث راپارونکي دي او د دولت مرکچي پلاوی باید په خپل دریځ ټینګار وکړي او هڅه وکړي چې په دې اړه یوه تفاهم ته ورسیږي.

 شبکه: د مذاکراتي پلاوي غړي څه ډول کولی شي د ښځو حقونو لپاره په ښه توګه عمل وکړي؟

جوینده: لکه څنګه چې مخکې می هم اشاره وکړه، پلاوی باید یو واحد او پیاوړی دریځ ولري څو وکولای شي د ښځو له حقونو دفاع وکړي. بله دا چې د دولت پلاوي غړي باید د پرمختللو اسلامي هیوادونو قوانینو په اړه معلومات ولري او له هغې به ګټې اخیستو طالبانو ته استدلال وکړي. د ډیرو هیوادونو مثالونه شته چې کولی شي په دې برخه کې ورسره مرسته وکړي. د مرکچي پلاوي غړي باید طالبانو ته دا روښانه کړي چې نننی افغانستان د سلو کلونو وړاندی افغانستان نه دی.

شبکه: آیا تاسو د طالبانو په لیدلوري کې د ښځو په تړاو بدلون وینۍ؟

جوینده:  د هغوې په لیدلوري کې ښايي بدلون له یوې ښځینه خبریالې سره د مرکې کولو او د مذاکرې په میز کیناستل وي خو په ټولیزه توګه د ښځو په اړه د هغوې په نظر او اهدافو کې تغییر نه دی راغلی.

شبکه: د هوکړې د لاسلیک کیدو په صورت کې به د ښځو وضعیت څه ډول وي او په ټولنه کې د ښځو حضور څنګه وي؟

 جوینده: د سولې له هوکړې وروسته په حکومت کې د ښځو د وضعیت تضمین لپاره لومړی باید دولتي پلاوی هڅه وکړي په یو غږ د ښځو له حقونو دفاع وکړي. دوهم دا چې هیوادوال باید په یوه غږ په دې اړه په ملي او نړیواله کچه غږ پورته کړي طومارونه لاسلیک کړي او د ښځو لپاره عدالت غوښتنه وکړي. دا فعالیتونه به سل په سلو کې اغیزه وکړي، که چیرې طالبان وپوهیږي چې د افغانستان  اوسنۍ ښځې د شلو کلونو مخکې ښځې نه دي او دوی کولی شي د خپلو حقونو دفاع وکړي، ډاډ ولری چې دا ډله به تر یوه حده له خپل دریځه په شاتګ وکړي، البته په دی شرط چې د افغانستان د پلاوي تمرکز په بشري حقونو، د بیان آزادي او د ښځو په حقونو وي.

 ښاغلی جوینده زیاتوي د سولې د خبرو په اړه یوه مهمه اندیښنه، د دولت مذاکراتي پلاوي لخوا په مهمو مسایلو لکه دموکراسي، د بیان آزادي او د ښځو په حقونو ټینګار نه کول دي چې منفي پایلې به ولري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې