د یوې ګډې موخې لپاره په یوه غږ دښځو یوموټي کېدل هغه موضوع ده چې په ځلونو د ښځو د حقونو د فعالانو له لوري خپلو حقونو ته د ښخو درسېدو په برخه کې د یوه اغېزناک عامل په توګه تربحث لاندې نیول شوی ده  .

د افغانستان د اسلامي  جمعیت د مشرتابه شورا غړې زینب موحد د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سهر په مرکه کې وایي د ښځو بریالیتوب په خپله په هغوی پورې تړلی دی او څوک پرهغوی مهربانی نه کوي. ښځې باید خپلو حقونو ته د رسېدو لپاره سره یو موټي شي« د ښځو سیاسي؛ ټولنیز؛ کلتوري او اقتصادي حضور ؛ په تېره بیا په وروستۍ یوه نیمه لسیزه کې ترډيره یو لطف او ونډه وه او موږ د هغه لپاره زیار نه دی اېستلی.که څه هم د افغانستان د ښځو د زیار اېستلو منکره نه یم ؛ ډیری هغوی هڅه کړې ده او زده کړې یې کړي دي؛خو په ځينو موردونو کې موږ ته د پرمختګ لار د نورو د مهربانۍ په پایله کې برابره شوې ده. موږ باید انسجام ته ورسېږو او یو سراسري غورځنګ چې یو غږ او یوه  غوښتنه ولري جوړ کړو؛کله چې د ښځو ترمنځ یوالی نه وي ؛ لویه ستونزه به رامنځته شي چې د سولې لپاره به یو ګواښ وي«

شبکه: ستاسو په اند په افغانستان کې د لویو او پراخو غورځنګونو د جوړېدو ظرفیت شته ؟

موحد: زه فکر کوم ددې دلیل چې  موږ په افغانستان کې د غورځنګ د جوړېدو لپاره د ښځو پرظرفیت ډاډمن نه یو؛ دا دی چې د ښځو حقونونه د مافیايي پروژو په بند کې دي او هغه مشرې ښځې چې پر موږ تپل شوي دي؛ ریښتینې مشرې نه وې او نه دي توانیدلي چې یو حقیقي انسجام رامنځته کړي؛ ځکه لږ کسانو پر دوی باور لرلی دی او ددې بې باروۍ لامل دا دی چې هغوی په یو ډول د ښځو حقونو ته رسېدل په داسې ډول مطرح کړي دي چې د ځايي باورونو او ټولنې پرخلاف وو او دا موضوع په ټولنه کې حساسیت ته لمن وهي. بل خوا ویلای شم چې د ښځو د نه بریالیتوب یو لامل دا دی چې هغه مډلونه چې په افغانستان کې پلې کېږي؛ پردي مډلونه دي او د ټولنپيژندنې له لیدلوري د خلکو لپاره د منلو وړ نه دي .دا یو حقیقت دی چې ټولنه بهرنۍ ښکارندې نه مني ؛ ان لوېدیځوال هغه څه چې له بهره ورغلي وي ؛ په آسانۍ نه مني زما په نظر دا پروژې اغېزناکې کیدلای شوای ؛ خو لکه څنګه چې د هغو کسانو له لوري چې خلکو پرې لږ باور درلود ؛ مطرح کېدې  ؛ د  بې باورۍ د زیاتوالي لامل شوې او د منلو وړ پایله یې نه لرله . زه فکر کوم لاهم نه دی ناوخته شوی او  هغه مېرممنې چې سیاسي او اقتصادي غرضونه نه لري ؛ په ښه نیت سره کار کوي او د خلکو او هېواد د راتلونکې په فکر کې دي ؛ کولای شي ؛ اغېزناک غورځنګ رامنځته کړي.د طالبانو یوه نیوکه هم همدا وه چې آيا د افغانستان ټولې ښځې په هغو مېرمنو پورې خصلاصه کړو چې په رسنیو او سیاست کې کار کوي. (په داسې حال کې چې لاهم  د افغانستان ډيری ښځې نه یوازې داچې د زده کړو له حقه بې برخې دي بلکې د خپل ژوند د پایښت لپاره کمو روغتیایي امکاناتو ته هم لاسرسی نه لري. طبیعي ده چې ځواب منفي دی؛ موږ د ټولو افغانستان په خلکو کې یوه انسجام ته اړتیا لرو او دا چې ددغه راز یوالي د رامنځته کولو لپاره ولې ظرفیت نشته هغه پوښتنه ده چې د واک خاوندان باید ورته ځواب ورکړي؛ هغوی چې د افغانستان د خلکو استازي  دي باید ووایي چې د افغانستان د ښځو لپاره څه یې کړي دي.

شبکه: دې ته په پام سره چې د سولې مذاکرات روان دي.ستاسوپه نظر له داسې ډلې سره به خبرې کومې پایلې ته ورسېږی؛ چې ښه مخینه نه لري؛ په تېره بیا د ښځو په تړاو ؟

موحد: فکر کوم چې د ښځو په تړاو د طالبانو په لید لوري کې ډير بدلون نه دی راغلی؛ دا ډله اوس هم له هماغه پخوانۍ تعبیره اغېزمنه ده او هغه قانون چې په ترواک لاندې سیمو کې یې پلی کیږي؛ تقریبا هماغه قانون دی چې په هېواد کې  یېد خپلې واکمنۍ پر مهال پلی کاوه .زموږ ښځو اصلي  اندېښنه  د سیاست؛ اقتصاد؛ علم او  کلتور په ګډون د ټولنې په بیلابیبلو برخو کې د ښځو د حضور په تړاو د طالبانو د نظر نه بدلیدل دی؛ ځکه  تراوسه تر خپلې ولکي لاندې سیمو کې د طالبان له چلند پرته د ښځو  په تړاو د هغوی بل دریځ نه لرو.موږ د هغوی  د تېر او ترخپلې ولکي لاندې سیمو کې له ښځو سره دهغوی پر چلند استناد کوو چې له مخې یې  ددې ډلې په دريځ کې د ښځو په تړاو دومره بدلون نه دی راغلی.باید ولیدل شي کله چې طالبان وایي د ښځو حقونه ورکوو ؛ آیا منظور یې هغه حقونه دي چې قرآن  او پیغمبر یې معرفي کوي او د اوسنۍ دورې له ارزښتونو سره همغږي لري؟که له دین نه د یوې  ځانګړې ډلې انګېرنې او برداشتونه دي چې غواړي هغه د دیني باورونو په نوم پرخلکو ومني.

شبکه: فکر کوئ په واک کې د طالبانو حضور په ټولنه کې د ښځو د  فعالیت مخه ونیسي.

موحد: تر اوسه د ښځو او په د هغوی د ټولنیز حضور؛ کار او تحصیل په تړاو هیڅ خبرې نه دې شوي چې  موږ وکړی شو په هکله یې قضاوت وکړو .طالبان د بدلون ادعا کوي خو تر  څو مو چې ددغه بدلون مصداق نه وي لیدلای د هغوی په منظور یې نه شو پوهېدلای .له دې جملې چې آیا هغوی به په ټولنه او سیاست کې ښځو ته حضور  اجازه ورکړي؟ باید پوه شو هغه څه چې څرګند دي دا د ي چې د افغانسان خلک په تېره بیا ښځې د شل کاله وړاندې ښځې نه دي او داچې طالبان څه غواړي مهمه  نه ده بلکې هغه څه مهم دي چې موږ د افغانستان د ټولنې په توګه څه غواړو .په هرحال باید وګورو چې د سولې خبرې چېرته رسېږي.

شبکه: په واک کې دطالبان د مشارکت په صورت کې د ښځو د حقونو په تړاو څه اندېښنې شته ؟

موحد: زما په اند چې د دین یوه زده کوونکې یم ؛ دافغانستان ښځې باید ولسمشرۍ ته د نوماندېدو تر بریده د خپلو حقونو بحث وکړي او تر هغې په ټيټه کچه کې د اندېښنې ځای نشته ؛ مثلا یو شمېرمېزمنې د حجاب د مسالې په تړاو اندېښمنې دي ؛ په داسې حال  کې چې د افغانستان ښځې بې حجابه نه دي چې ددې مسالې د مطرح کولو اړتیا وي. زه یوازې د ښځو تحصیلي او کاري وضعیت ته اندېښمنه یم او دا چې ښځو ته حق ورنه کړل شي ولسمشرۍ ټاکنو  ته ځان ونوموي.

شبکه: ځينې په دې باور دي چې که طالبان د سولې له هوکړې وروسته د ښځو د حقونو په تړاو محدودیتونه مطرح کړي باید ومنل شي ؛ ستاسو نظر په دې هکله څه دی ؟

موحد: که دا محدودیتونه د تحصیل په برخه کې وي؛ باید ا ووایم ؛ که طالبان په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د جنسیتي تفکیت غوښتونکي وي.د سمو ښوونیزو تاسیساتو  او د نجونو او هلکانو د ښوونیزو مرکزونو د جلا کولو لپاره د امکاناتو د نشتوالي له امله به داسې څه په لنډه موده کې شونې نه وي. په پایله کې که د ښځو د تحصیل د بندېدو و لوکه په په لنډمهالي توګه هم وي ښځو ته به دمنلو نه وي. دا مسایل باید د دولت له سرو کرښو وي. د ښځو په تړاو هر محدودیت  د افغانستان په ټولو ښځو پورې اړوند دی؛ که هغه د خپلې کورنۍ سرپرستي پرغاړه لري او یا هغه چې درس وایي؛ هېڅوک حق نه لري د هغو حقونو پر سر چې خدای ښځو ته ورکړي دي معامله وکړي.یوازې په هغه صورت کې چې نړیواله ټولنه دا تضمین کړي چې دا محدودیتونه به لنډ مهالي وي؛ په دې تړاو فکر کیدلای شي.خو که وغواړي چې دا حق په بشپړه توګه او د تل لپاره له ښځو واخلي؛ هېڅکله د منلو نه ده .

شبکه: ستاسو په نظر له امنیتي مسایلو اود ښځو په تړو د طالبانو له دریځه پرته ؛ نورو کومو لاملونو په ټولنه کې د ښځو د پرمختګ مخه نیولې ده ؟

موحد: دا چې سوله وشي او د ښځو په تړاو د طالبان چلند بدل شي؛ډير وخت به ونیسي؛ خو که داسې وشي چې هغوی د یوه وګړي په توګه له ټولنې سره یوځای شي موږ به نور ستونزه ونه لرو؛ځکه په هغې ټولنه کې چې امنیت لري؛ کلتوري ستوزنزې حل کیږي او تحصیلي امکاناتو ته د خلکو لاسرسی زیاتېږي؛ او په ټوله کې خلک پرمختګ کوي.د کلتوري بې وزلۍ لامل د امیت نشتوالی دی ؛ که امنیت ټینګ وي؛حکومت پراخ بنسټه وي او قانون پر ټولو وګړو په یو ډول پلی شي ؛هېڅوک  به د ناقانونه کارونو د ترسره کولو جرات ونه لري. پر کلتوري عواملو سربېره له دین نه ناسمې انګېرنه هم هغه مساله ده چې دښځو د  نه پرمختګ لامل کیږي. که څه هم دا مسالې روزنیزې دي او ډیر وخت ته اړیتا لري ؛ خوټولې یې  په سولې او امنیت پورې تړلې دی؛ کله چې  یو ځواکمن حکومت وي او زعیم د هېواد پر ټولو برخو واکمن وي ؛ د هېوادوالو د ژوند په ټولو اړخونو کې به د ښه والي شاهدان واوسو . بې سوادبي؛ او بې وزلي هغه مسالې دی چې د جګړې او بدمرغۍ په پایله کې رامنځته کیږي؛ نه یوازې افغانستان بلکې ټولې هغه ټولنې چې جګړه یې تجربه کړېده ؛ له دغه راز ستونزو سره مخ دي.

شبکه: تاسو یوه له هغو مېرمنو وئ چې د طالبانو له پلاوي سره مو وکتل ؛ له هغوی سره له کتنې کومه په زړه پورې تجربه لرئ؟

موحد: دا څرګنده ده چې طالبان په مذاکراتو کې د دین له اړخه خبرې  کوي؛ کله چې په غونډه کې زما وار راورسید؛خپلې خبرې مې د قرآن په آیتونو سره پېل کړې او وروسته مې دطالبانو  له پلاوي یوه تخصصي پوښتنه وکړه چې په یو ډول د هغوی د وارخطا کېدو لامل شوه. پوښتنه دا وه چې د افغانستان اساسي قانون د شریعت او د احنافو او نورو مذاهبوپر بنسټ لیکل شوی او د اسلامي نړۍ یو له ترټولو غوره قوانینو دی؛ دغه قانون ته د هغوی بدیله طرحه څه ده او تردې قانون بل ښه څه ورته معلوم دي؟ په یاد مېدي چې د هغوی یوه استازي دباندې ماته وویل چې ددغه راز پوښتونو وخت نه دی .ماخپلې خبرې په «أَلَيْسَ مِنْكُمْ رَجُلٌ رَشِيدٌ» آیت سره چې ( آیا ستاسو په منځ کې یو رشید سړی نشته؟) پای ته ورسولې چې د هغوی د تندغبرګون لامل شوې ؛ په ټوله کې زما پروړاندې غبرګون بې اندازې تند و ؛ خو هغه موضوع چې باید یادونه یې وکړم ؛ د غونډې له  پای ته رسېدو وروسته دې ډلې له ما سره  د کړي  چلند له کبله بښنه وغوښته .

مېرمن موحد وايي چې له طالبانو سره ددې د کتنې د تجربې له مخې ؛ دا ډله پوهېدلې ده چې اوس په افغانستان کې  یو داسې متفاوت نسل شته چې دوی له ننګونې سره مخ کولای شي. نوموړې زیاتوي چې د طالبانو دې واقعیت ته پام شوی دی چې نور د افغانستان پرښځو خپل باورنه نه شي تپلای او د هغوی حق ترې نه شي اخېستلای.

د ښځو او سولې په اړه مرکې