که څه هم چې د سولې د خبرو له پیله کابو یوه میاشت تیریږي، خو تر اوسه هم دا خبرې کومې پایلې ته ندي رسیدلي. دې موضوع نه یواځې د عامو وګړو اندیښنې راپارولي، بلکې یوشمیر دولتي او غیر دولتي مسولان هم له دې وضعیته ناهیلي شوي دي.

د بغلان ولایت د ښځو چارو در یاست د حقوقو د برخې مدیرې اورانوس عاطفي له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: د سولې د مذاکراتو له پیله ډیره موده تیره شوې ده؛ خو هیڅ هیله مندونکې خبره په دې اړه نده اوریدل شوې او ډیر خلک اوس له پخوا په دې بهیر ناهیلي شوی دي.
 شبکه: په دې معنی چې تاسو دغو خبرو ته هیله منه نه یاست؟
 عاطفي: لکه  څنګه چې مې وویل هیڅ هیله منونکې خبره د مذاکراتو په اړه نده اوریدل شوې او هیڅ پرمختګ هم نه لیدل کیږي، زه داسې فکر کوم چې طالبان د هیڅ تغییر لپاره چمتوالی نه لري.
شبکه: ستاسو  په نظر له داسې ډلې سره خبرې کول به پایلې ته ورسیږي؟

عاطفي: دا مذاکرات په داسې مهال پایله لرلی شي چې ملګري ملتونه او نور هیوادونه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې ښکیل دي، لازم فشار وارد کړي، له دې پرته د دې بهیر پایلې ته هیڅ هیله مندي نشته. د مذاکراتو له پیله تر اوسه وضعیت ډیر ستونزمن شوی دی او موږ هره ورځ د نظامي او ملکي افراد و وژل کیدو شاهد یو او تقریباْ ټول ولایتونه نا امنه دي. که امریکامتحده ایالاتونه، نړیواله ټولنه او د طالبانو ملاتړي هیوادونه په دې مسلې کې مداخله ونکړي، سولې ته د رسیدو هیڅ هیله نشته.

شبکه: ستاسو په نظر د سولې په مذاکراتو کې د طالبانو حضور به د ښځو په وړاندې د هغوې د دریځ په بدلولو کې اغیزه ولري؟
 عاطفي: له هرڅه مخکې باید ووایم چې په دغو مذاکراتو کې د هیواد د نیمايي وګړو په استازيتوب د دریو ښځو حضور کافي ندی. ښايي هغوې ونشي کولای د ښځو ټولې ستونزې هلته بیان کړي.بله مهمه موضوع دا ده چې د جګړو د قربانیانو استازي هم باید په دغو خبرو کې حاضر وي، ښايي د مرکچي پلاوي ښځینه غړي ونشي کولای د داسې مور درد بیان کړي چې خپل دوه یا درې زامن ېې له لاسه ورکړي دي ښه به وای چې د جګړې د قربانیانو درې یا څلورو استازو ته هم په مذاکراتو کې ونډه ورکول شوې وای.
 

شبکه: ښځې په دغو خبرو کې د خپلو استازو لخوا تر ډیره د کومو موضوعاتو پر سر د بحث  غوښتونکي دي؟
 
عاطفي: د ښځو لپاره تر ټولو مهمه موضوع د تحصیل او کار حق او په سیاسي او فرهنګي غونډو کې د ګډون حق خوندي کیدل دي. ټول دا حقوق هغه څه دي چې دین ښځو ته په پام کې نیولي دي. په خواشینۍ سره چې طالبانو د خپل حکومت پرمهال ښځو ته هیڅ حق نه ورکاوه، ښځو آن د میران او نفقې په څیر حقونو ترلاسه کولو لپاره چې په دین کې ورته ورکول شوي دي د ترلاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ وو. ټول پوهیږو چې د اسلام د ظهور پرمهال ښځې په ټولو برخو لکه سیاست او تجارت کې فعالې وې. د افغانستان ښځې هم د خپلو ټولو حقونو غوښتونکي دي همداراز زموږ غوښتنه داده چې د ښځو پورې اړوند قوانین لکه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د منع قانون د ملاتړو مرکزونو د مقررو قانون او د ۱۳۲۵ پریکړه لیک باید له پامه ونه غورځول شي.؛ ځکه دا موارد د تیرو څو کلونو د لاسته راوړنو یوه برخه ده. ښځې کله هم د وژنو او جګړو لامل نه وې او پکې لاس نه درلود خو تل ېې تر نورو ډیره قرباني هم ورکړې ده او د ښځو د حقونو له پامه غورځول په هیڅ ډول د منلو وړ ندی.

 شبکه: که چیرې د سولې په خبرو کې د ښځو په حقونو محدودیتونه ولګول شي آیا دا تاسو ته د منلو وړ ده؟
عاطفي: باید پوه شو چې د دغو محدودیتونو څخه هدف څه دی؛ مثلاْ که منظور د شریعت مطابق جامې اغوستل وي، دا ټولو ته د منلو دي؛ که منظور د تحصیل، کار او په سیاسي او ټولنیزو غونډو کې د حقونو سلبول وي موږ لپاره د منلو ندي.
شبکه: په قدرت کې د طالبانو حضور به څومره په ټولنه کې د ښځو په فعالیتونو اغیزه وکړي؟

عاطفي: طالبان په مدني ټولنې او د ښځو په حقونو باور نلري، په دې برخه کې د افغانستان د خلکو قربانۍ ورته هیڅ ارزښت نلري.  زموږ غوښتنه داده چې د سولې د هوکړه لیک د لاسلیک کیدو پرمهال، له دې ډلې د ژمنو د عملي کیدو اجرايي ضمانتونه واخیستل شي؛ دا موږ ته ډاډ راکوي چې یوځل بیا  تیرو شلو کلونو ته ورنګرځو او نړیواله ټولنه باید د دغو تعهداتو تضمین وکړي.

د آغلې عاطفي په باور د سولې د خبرو له پیله سره د طالبانو د بریدونو ډیریدو ته په پام د سولې د ټینګیدو هیلې هم راکمې شوي دي. هغه زیاتوي چې ستره اندیښنه داده که نړیواله ټولنه او نور هیوادونه په دې برخه کې د افغانستان له دولت سره همکاري ونکړي نو هیواد به یوځل بیا له کړکیچ سره مخامخ شي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې