په تیرو دوه اونیو کې د ملي دستارخوان پروګرام او کرونا واکسین عملي کیدو ته لنډه کتنه

د ملي دستارخوان اړوند پروګام د مرستو د ویش بهیر له پیله د څو میاشتو په تیریدو تر اوسه هم په ځینو ولایتونو او سیمو کې د دې پروګرام روڼتیا د تایید وړ نده او د هیواد په مختلفو سیمو کې یوشمیر خلک د دغه بهیر د روڼتیا په اړه شکایت لري. د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په مختلفو ولایتونو کې پر دې پروګرام د څارنې پرمهال ځینې موارد پیدا کړي دي چې د دې بهیر روڼتیا او عادلانه والی تر پوښتنې لاندې راولي؛ لکه داړمنو کورنیو پرځای د شورا د رییس خپلوانو ته مرستو ویش او په بامیانو ولایت کې د مرستو د بستو نا تکمیل والی.

په بامیانو ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی وايي چې تر اوسه د ورس ولسوالۍ په ۷۸ شوراګانو کې ۲۴ زره او ۳۷۰ تنو ته مرسته شوي توکي ویشل شوي دي او دا بهیر دوام لري. هغه زیاتوي «د څو شوراګانو غړي له هغې ډلې د «قول جوی چجین»، «سفید اوبه چجین»، «قوم بیل‌داد»،  «تگاب غار» وڅو نورې شوراګانې د موادو د ویش په اړه شکایتونه لري.» دخلکو د ویناو پر بنسټ د سفید اوبه په شورا کې د شورا رییس چې دوه کورنۍ دي شپږ کارتونه ېې ترلاسه کړي دي، دا په داسې حال کې ده چې پنځه بې وزله کورنۍ په نوملړ کې ندي راوستل شوي. اخوا د قول جوی چجین په شورا کې د پنځو مرسته شویو موادو له ډلې چې وړه، غوړي، وریجې، لوبیا او صابون دي، دوه قلمه ېې(صابون او لوبیا)  هیڅ ویشل شوي ندي. دا راپور وايي د قوم بیل داد په شورا کې چې له اتیا کورنیو جوړه شوې ده، تر ډیره خوراکي توکي د شورا د رییس خپلوانو ته ویشل شوي دي او د تګاب غار، په شورا کې هم خلک د مرستو د ویش له بهیر رضایت نلري او ولسوالۍ ته ېې شکایت کړی دی. په بامیانو ولایت کې د شبکې همغږی کونکی وايي چې دا موضوعات ېې د ورس له ولسوال عزیزالله امین یار سره شریک کړي دي او ښاغلي امین یار د دغو مسایلو د څیړنو ډاډ ورکړی.

 په دولتي پروګرامونو کې د روڼتیا نشتون یواځې د بامیانو ولایت پورې اړه نلري او دا ستونزه یواځې د مرستو د ویش بهیر ته نده ځانګړې شوې بلکې د کرونا د واکسین بهیر هم له ستونزو سره مخامخ دی. په بیلابیلو ولایتونو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږو کونکو د کرونا واکسین د تطبیق پر بهیر او ملي دستارخوان پروګرام پر عملي کیدو د څارنې په اړه راپور ورکړی چې د هغې غورچاڼ په لاندې ډول دی.

هرات

په مرکز کې د ۲۰۰ سوه شوراګانو له ډلې د ۱۹۰ شورا ګانو کار بشپړ شوی دی او پاتې نورو شوراګانو د امنیتي مسایلو له امله هیڅ بودیجه نده ترلاسه کړې.

په هرات ولایت کې د تیرو دوه اونیو راپورونه ښيي چې په دې ولایت کې د کرونا د مثبتو پیښو شمیر هم ډیر شوی دی او د انګلیسي کرونا له ډوله هم دوه مثبتې پیښې ثبت شوي دي. په دې ولایت کې له یولسو ډلو څخه په ټولیزه توګه ۱۱ زره او پنځه سوه تنه واکسین شوي دي چې پکې کورني بېځایه شوي، زندانیان،  بیرته راستانه شوي کډوال او کوچیان شامل دي.  

جوزجان

د جوزجان په ولایت کې د ملي دستارخوان د پروګرام د عملي کیدو په وړاندې یوه ستونزه د امنیت نشتوالی دی چې د دغه ولایت په یوشمیر سیمو کې د یاد پروګرام د اداري کارونو د نه بشپړیدو لامل شوی دی. اخوا وسله وال مخالفان هم د موادو د ویش اجازه نه ورکوي او شوراګانې ګواښلي دي.

له دغه ولایته د رارسیدو راپورونو پر بنسټ په بازار کې د خوراکي توکو د بیو لوړوالی او د خوراکي توکو کموالی نورې ستونزي دي چې د مرستو د ویش په وړاندې خنډ رامینځته کړی دی. په راپور کې راغلي چې یوشمیر هغه کسان چې د مرستو ترلاسه کونکو په نوملړ کې شامل شوي ندي  «جنجال» ېې راپورته کړی او په پایله کې ویل شوي چې دا به ښه وي چې د کلي ټولو اوسیدونکو ته مرسته شوي مواد وویشل شي.

په دې ولایت کې د کرونا واکسین د تطبیق په اړه باید ووایو چې تر اوسه هم د خلکو په مینځ کې د دغه واکسین د زیان په اړه منفي نظرونه شتون لري.

پکتیا

په پکتیا ولایت کې تر اوسه هم د امنیتي ګواښونو له کبله د ملي دستارخوان پروګرام ځنډول شوی دی، خو په مرکز ګردیز کې سروې دوام لري او نوملړونو له بشپړیدو او تایید وروسته به د مرستو ویش پیل شي. اخوا په دې ولایت کې پر امنیتي ګواښونو سربیره بله ستونزه چې د مرستو د ویش په وړاندې خنډ بلل کیږي احتکار دی. په دې ولایت کې هم د جوزجان په شان د خوراکي توکې بې لوړې شوي دي. د مثال په توګه یو حرارت سنج چې پخوا به معمولان تر پنځه سوه افغانۍ پلورل کیده په دې وروستیو کې تر شپږ زره افغانې پلورل شوی دی.

لغمان

له دې ولایته د رارسیدلو راپورونو پربنسټ د بدیع الآباد او مسکین آباد په شوراګانو کې یوشمیر زورواکه کسان چې په شرایطو برابر ندي د ملي دستارخوان د مرستو د ترلاسه کولو غوښتنه کوي او د هغوۍ زورځواکي د دې لامل شوې څو د ولسي تړون مسوولان په یادو سیمو کې د مرستو د ویش بهیر وځنډوي.

هلمند

په دې ولایت کې د ملي دستارخوان پروګرام د امنیتي ستونزو او بودیجې د نشتون له کبله ځنډیدلی دی چې له هغې ډلې د ګرمسیر په ولسوالۍ کې دا بهیر په ټپه ولاړ دی او مسوولان د دغه پروګرام د کار د پیل لپاره د طالبانو د موافقې ترلاسه کولو ته اړتیا لري. اخوا ویل کیږي چې له دوه اونیو راهیسې په دې ولایت کې د کرونا د واکسین د تطبیق د لسو ګرځنده ټیمونو د فعالیت په پیل کیدو سره هره ورځ له ۴۰۰ تر شپږ سوه کسان د کرونا واکسین ترلاسه کوي.

نیمروز

په نیمروز ولایت کې د ملي دستارخوان پروګرام سره د طالبانو د مخالفت له امله د دغه پروګرام چارې ځنډول شوي دي. په دې ولایت کې د کرونا واکسین د عملي کیدو بهیر له دوه ستونزو سره مخامخ دی هغه ډله چې د واکسیناتورانو د استخدام مسوولیت لري په مستقیمه توګه د طالبانو لخوا ګواښل شوی او بله دا چې یوشمیر خلکو د کرونا واکسین له ترلاسه کولو ډډه کړې.

غور

 څرنګه چې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې په تیرو راپورونو کې راغلي وو د غور ولایت په تولک او شهرک ولسووالیو کې د مرستو د ویشل بهیر د امنیتي ګواښونو له کبله ځنډول شوی دی او د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی وايي چې په دغو دوه ولسوالیو کې تر اوسه هم د امنیتي ستونزو له امله د مرستو د ویش بهیر ځنډیدلی دی. هغه د غور ولایت د ولسي تړون د پروګرام مسوول حمیدالله عظیمي له قوله وايي چې په دې ولسوالۍ کې د مرستو د ویش لپاره د سیمه ایزو طالبانو د رضایت ترلاسه کولو لپاره هڅې پیل شوي دي او هغوۍ په دې شرط چې د طالبانو لوړ پوړي مسوولان له دې مسلې خبر نشي رضایت ښودلی دی، خو د دې مسلې له آوارۍ وروسته د تولک ولسوالۍ د ۱۳ شوراګانو حسابونه د مربوطه وزارت لخوا بلاک شوي دي.

له مختلفو ولایتونو د رارسیدلو راپورونو پر بنسټ ویلی شو چې دا بهیر لازمه روڼتیا نلري او نه یواځې د روڼتیا نشتون بلکې په ځینو مواردو کې نا امنۍ د دې لامل شوي چې دا مرستې حقیقي اړمنو ته ونه رسیږي.

نورې مرکې: