په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپریدو له پیله د نورو هیوادونو په شان د کرونا ویروس د خپریدو او د مثبتو پیښو ډیریدو په اړه اندیښنې موجودې وې. یو عامل چې د کرونا ویروس د خپریدو په اړه د اندیښنه ډیره کړې د ایران په څیر هیوادونو سره د ګډې پولې لرل دي چې پکې د کرونا ویروس مثبتې پیښې او له دې امله تلفات په لوړه کچه کې دي. بله موضوع د کرونا واکسین د جانبي عوارضو په اړه د شایعاتو خپریدل دي چې په ډیرو ولایتونو کې خلکو د کرونا واکسین د اخیستو څخه ډډه کړې ده.

دا اندیښنه په داسې حال کې مطرح کیږي چې په هرات ولایت کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږي کونکي د راپور په بنسټ چې د هرات ولایت د عامې روغتیا د سرویلانس د برخې مسوول ډاکټر احمد امیرنژاد له قوله ویلي چې هره ورځ له دوه تر درې زرو افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستنیږي.

څرنګه چې په پیل کې هم ورته اشاره وشوه چې بله موضوع چې په هیواد کې د کرونا ویروس د پیښو د ډیریدو په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي د کرونا واکسین په اړه ناوړه شایعات دي چې د هغې ترڅنګ د واکسین په اړه د خکو کم معلومات د دې لامل کیږي چې ډیر شمیر کسان د واکسین له اخیستو ډډه وکړي. په یوشمیر ولایتونو کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې د همغږو کونکو راپورونه د کرونا واکسین د عملي کیدو د څرنګوالي ښودنه کوي.

بامیان

د دې ولایت په سیغان او کهمرد ولسوالیو کې یوشمیر کسان د واکسین ترلاسه کولو ته ندي حاضر شوي او د هغې لامل ېې روژه  لرل بللې دي. په یوشمیر مواردو کې ځینو شوراګانو له هغې ډلې د سوماره پراختیايي شورا واکسیناتورانو ته د واکسین د تطبیق اجازه نده ورکړې او ادعا ېې کړې چې دا واکسین جانبي عوارض لري. اخوا له دې ولایته رارسیدلي راپورونه وايي له ۹ زره او ۱۴۳ تنو څخه چې د واکسین لومړی ډوز ېې ترلاسه کړی وو یواځې ۷۸۶ تنه د دوهم پړاو واکسین ترلاسه کولو ته حاضر شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې دی ولایت ته له مرسته شویو واکسینونو څخه ۲ زره او ۳۵۰ ډوزه ېې پاتې دي.

جوزجان

له دې ولایته راغلي راپورونه څرګندوي، د دې ولایت د ۲۰ بستریز روغتون د کارکونکو شمیر چې ۴۲ تنه وو د ولسمشر د فرمان له مخې اولسو تنو ته راکم شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې دغو کارکونکو په تیرو پنځو میاشتو کې هیڅ ډول معاش ندی ترلاسه کړی خو لا هم په دې روغتون کې دندې ترسره کوي.

تخار

په تخار ولایت کې ټول ۸۴ روغتیايي کلنیکونه د معاشونو د ورکړې په بهیر کې د ځنډ له امله د کارکونکو د اعتراض له کبله د دریو ورځو لپاره تړلي وو چې په پایله کې د عامې روغتیا وزارت د ژمنې ترلاسه کولو وروسته بیرته خپلو کارونو ته راګرځیدلي دي.

پکتیا

په دې ولایت کې تر اوسه هم یوشمیر کسان د کرونا واکسین د خطر په اړه د شایعاتو له امله د یاد واکسین اخیستو ته نه حاضریږي.

غور

د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږی کونکی راپور ورکوي، چې یوشمیر کسان په دې ولایت کې د یوشمیر دلایلو په ویلو سره د واکسین ترلاسه کولو ته نه حاضریږي؛ د یوشمیر خلکو په باور د واکسین اخیستو سره د روژې باطل کیدل، د واکسین په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې کموالی او همداراز د کرونا واکسین د جانبي عوارضو په اړه د شایعاتو شتون هغه دلایل دي چې خلک د واکسین له ترلاسه کولو ډډه کوي.  اخوا د ځایي چارواکو په وینا طالبانو د غور ولایت د څو روغتیايي مرکزونو د واکسین ټیمونه ګواښلي دي او له همدې امله په نا امنو سیمو کې د واکسین ټیمونه فعالیت نکوي. دا په داسې حال کې ده چې امکان لري دې ولایت سره د مرسته شویو واکسینونو تاریخ تیر شي.

هغه کلینیکونه چې د هغې د واکسین ټیمونه د طالبانو د ګواښونو له امله غیر فعال دي:

کمنج BHC (د شهرک ولسوالۍ اړوند)

زرنی BHC (د تیورې ولسوالۍ اړوند )

قلعه گوهر BHC (د ساغر ولسوالۍ اړوند)

شویج CHC (د ولایت د مرکز اړوند)

آخری BHC (د ساغر ولسوالۍ اړوند)

بره خانه BHC (د ولایت د مرکز اړوند)

سنگان BHC (د پسابند ولسوالۍ اړوند)

سرهلنگ BHC (د تیورۍ ولسوالۍ اړوند)

د مرغاب په نوم نوې جوړه شوې ولسوالۍBHC

لوگر

په دې ولایت کې د عامې روغتیا مسوولانو ویلي یواځې هغه روغتونونه د واکسین خدمات وړاندې کوي چې د طالبانو ترکنترول لاندې سیمو بهر دي.

لغمان

د واکسین د اهمیت په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې کموالی او د واکسین د جانبي عوارضو په اړه خپاره شوي شایعات هغه لاملونه دي چې له مخې د لغمان ولایت یوشمیر اوسیدونکي د کرونا واکسین له اخیستو ډډه کوي.

هرات

له هرات ولایت متفاوت رارسیدلي راپورونه څرګندوي چې په دې ولایت کې د تیر په پرتله د کرونا واکسین ترلاسه کولو لپاره د مراجعه کونکو شمیر ډیر شوی دی او په ځینو مواردو کې لامل د واکسین په اړه د خلکو د پوهاوي د کچې لوړوالی بلل کیږي. دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولایت د حوزوي روغتون د واکسین د تطبیق په مرکز کې چې د دې ولایت یو مهم روغتیايي مرکز دی دروغتیايي کارکونکو شمیر کافي ندی او د مراجعینو ډیریدو ته په پام سره د روغتیايي کارکونکو د شمیر د ډیریدو اړتیا لیدل کیږي. اخوا ویل کیږي چې د کرونا په نوي ډول د اخته کسانو شمیر هم په دې ولایت کې په بې مخینې توګه ډیر شوی دی.

له څو نورو ولایتونو څخه رارسیدلي راپورونه هم څرګندوي خلک د کرونا واکسین له اخیستو ډډه کوي او د کرونا ویروس د مخنیوي او واکسین د اهمیت په اړه د عامه پوهاوي د کچې ډیروالی جدي اړتیا بلل کیږي او عامه پوهاوي اغیزې د هرات ولایت د واکسینونو د تطبیق مرکزونو ته د ورتلونکو خلکو د شمیر ډیروالی د دې چارې د اهمیت ثابتونکی دی.

نورې مرکې: