د یو شمېر مدني فعالانو په باور د سولې د خبرو لپاره د حکومت په مرکچي ډله کې د ښځو پيکه حضور د ښځو په سیاسي مشارکت د حکومت د باور د نشتوالي یوه نښه ده او حکومت د هغه څه پر خلاف چې ادعایې کوي؛ د ښځو په مساویانه مشارکت باور نه لري.

مدني فعال او د بشري حقونو مدافع خلیل رؤفي د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وايي چې د افغانستان دولت د جمهوري نظام له لرلو سره سره ؛لکه څنګه چې جمهوریت د ښځو د سیاسي مشارکت په ګډون په ډموکراټيکو ارزښتونو باور لري؛ په دغو ارزښتونو باور نه لري . « د جمهوریت نظام او د افغانستان اساسي قانون په مساویانه مشارکت باورلري او هغه تسهیل کوي خو د حکومت جګپوړي مشران په هغه باور نه لري . په کابینه کې څو ښځې حضور لري؟څو والیانې یا ولسوالانې او یا داسې مېرمنې چې د پرېکړې کولو په کچو کې وي؛ په حکومت کې حضورلري؟ دا حکومت لکه څنګه چې  یې ادعا کوي هغسې د ښځو په سیاسي مشارکت باور نه لري .که یې باور لرلای ؛ لږ ترلږه د مرکچي پلاوي نهه یا لس غړي باید ښځې وای.»

شبکه:د دولت په پلاوي کې مو د ښځینه غړو پر شمېر نیوکه وکړه ؛ خو د ډېرو په باور په مذاکراتو کې د ښځینه استازو د حضور نفس کېدای شي د ښځو په تړاو د طالبانو پر دریځ اغېز ولري؛ ستاسو نظر په دې هکله څه دی ؟

رؤفي:زما په نظر ښځ, باید معنی داره ګډون لرلای؛یعنې هغه مېرمنې په مذاکرې؛ اسلامي علومو یا فلسه کې تخصص لري؛ باید د مذاکراتو  لپاره ټاکل شوې وای څو طالبان پوهېدلي وای چې د افغان دولت په پلاوي کې پوهې ښځې حضور لري؛ په تېرو نږدې دوو لسیزو کې د افغانستان ډموکراټيک نظام د ښځو او ځوانانو لپاره ډير فرصتونه برابر کړي دي او دا مېرمنې دا وړتیا لري چې په خپلې پوهې او استدل سره طالبان وننګوي؛ که څه هم هغه مېرمنې چې اوس هم په پلاوي کې دي؛ ساده شخصیتونه نه دي؛ ټولې یې د سیاسي مبارزو او په لوړو حکومتي څوکیو کې د کار  کولو مخینه نه لري؛ د بېلګې په توګه  مېرمن کوفي د پوهو او پیاوړ ښځو له ډلې ده ؛ خو ډېره به ښه وای چې د مېرمن کوفي ترڅنګ څو نورې  مېرمنې هم وای؛ څو په دې برلاسي وای چې مقابل لوری په خپلو استدلالونو سره قانع کړي او مذاکره د یوې مطلوبې پایلې پر لوریوسي .

شبکه: ستاسو ارزونه د هغه څه په هکله چې تر اوسه په مذاکراتو کې تېر شوي څه ده ؟

رؤفی:  زما په اند تر هرڅه مخکې د مرکچي پلاوي ترکیب ډېره ستونزه لري.دا پلاوی ټول ګډونه نه دی؛ د مدني ټولنې ؛ رسنیو او هغو بنسټونو استازي چې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي؛ په دې ټیم کې حضور نه لري؛ په بله وینا هغه مېرمنې چې کار  یې د ښځو د سیاسي مشارکت لپاره عدالت غوښتنه ده ؛ په دغو حبرو کې نشته . په ټوله کې د پلاوي په جوړښت او د هغه د غړو په انتخاب او انتصاب کې د مدني ټولنې له بنسټونو سره هیڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې ؛ په داسې حال کې چې مدني ټولنه د جمهورٍي نظام یوه برخه ده چې له بده مرغه د افغانستان اسلامي جمهوریت هغه په بشپړ ډول هېره کړې ده .د دولت د مرکچي پلاوي ټول غړي باید داسې کسان وای چې پر ټولو موضوعګانو لکه د ښځو پر سیاسي مشارکت؛ د حکومت د ډول اود  هېوادوالو پر حقونو یې د بحث وړتیا او ظرفیت لرلای چې له بده مرغه ځينې هغه دا وړتیا نه لري .

شبکه: له دې سره سره دا پلاوی تر کومه بریده کولای شي له داسې یوې ډلې سره په خبرو کې چې ښه مخینه په تېره بیا د ښځو په تړاو نه لري؛ د ښځو رول پیاوړی کړي؟

رؤفی: د دې پلاوي غړي د طالبانو د ایډیولوژیکو غوښتنو پر وړاندې باید د استدلال وړتیا ولري.  طالبان د اسلام او شریعت په هکله خبرې کوي او له بلې خوا موږ هم د یوه اسلامي نظام د لرلو ادعا کوو؛ په همدې دلیل باید هغ کسان چې دیني پوهه یې لرلای او د طالبانو ددې ادعا پر وړاندې یې پیاوړی او منطقي استدلای کولای شوی د پلاوي په ترکیت کې حضور لرلای . خو له بده مرغه په پلاوي په تېره بیا د ښخو په منځ کې داسې شخصیوتونه نشته ؛ په داسې حال کې چې موږ داسې مېرمنې لرو چې د دین په برخه کې دوکتورا لري او د طالبانو پر وړاندې په غوره ډول استدلال کولای شي او هغوی پوهولای شي چې ښځې په بیلابیلو برخو کې د  حضور حق او وړتیا لري. او د دیني متونو پر بنسټ یې ثابتوله چې دا حق هغوی ته شریعت ورکړی دی؛ چې له بده مرغه دغه راز مېرمنې طالبانو ته د خبرو لپاره نه دي لېږل شوي؛خو په ټوله کې بحث دلته دی چې د دولت د مرکچي پلاوي تر شا یوه نړیواله اجماع شته .

که څه هم امریکا په لومړیو کې د  ارزښتونو خبره تر یوه بریده یوې خوا ته پرېښوده ؛ خو نن د افغانستان د  سولې لپاره د امریکا  له استازي ښاغلي خلیل اورو چې د ښځو سیاسي مشارکت هغوی ته ډير مهم دی . بل خوا اروپايي دولتونو هم د بین الافغاني مذاکراتو په پرانستغونډه کې د ښځو له سیاسي مشارکت؛ مدني ټولنې؛ د بیان آزادۍ او د غونډو او ټولنو له آزادۍ ملاتړ وکړ.

شبکه:  ستاسو په اند که د سولې بیه د ښځو دحقونو په تړاو د ځينو محدودیتونو رامنځته کول وي؛ د منلو ده ؟

 رؤفي: د مذاکراتو د پایلو په هکله دوه مسالې مطرح دي؛ یوه سوله چې د رامنځته کېدو په صورت کې یې ؛ بې عدالتي او د ارزښتونو قرباني کېدل شوني نه دي او بله یې اوربند او یا د جګړې  نشتوالی . زموږ غوښتنه د سولې لپاره ده ؛ د داسې سولې لپاره چې د ټولنیز عدالت؛ ډموکراټيکو ارزښتونو او د ښځو د سیاسي مشارکت بحث پکې مطرح وي. مذاکرات هم دقیقا د همدې موخې لپاره روان دي؛ نه یوازې ددې لپاره چې جګړه ودرول شي او هرډول بې عدالتي روانه وي.‌

شبکه:  په واک کې د طالبانو حضور به  د مدني ټولنې پر فعالیتونو څه اغېز ولري؟

رؤفي: لکه څنګه چې ځينې کسان په لودېځ کې د زده کړو او یا تکنوکرات په نامه سره د مدني فعالیتونو ؛ غونډو او اعتصابانو لپاره فضا محدودوي؛ زموږ اندېنښه دا ده چې په حکومت کې د طالبانو په ګډون سره به دا محدودیتونه ډېر شي ؛ خو له نیکه مرغه له 2001 وروسته نسل په ډموکراټيکه فضا کې روزل شوی دی؛ هغوی په غونډو؛ لاریونونو او عدالت غوښتنو سره حکومت وننګاوه ؛همدا نسل به په راتلونکي حکومت کې هم د مدني فعالیتونو لپاره لاره هواره کړي. البته دلته قطعا د نړیوالې ټولنې ملاتړ  ته اړتیا ده چې له نیکه مرغه دا ملاتړ شته . ټول هغه دولتونه چې په ډموکراټيک نظام باورلري؛ په افغانستان کې د مدني حرکتونو لپاره د مناسبې فضا د رامنځته کېدو ننګه او ملاتړ کوي .

شبکه:  د سولې د مذاکراتو د پایلې په تړاو څه اندېښنې لرئ؟

روفي: زموږ تر ټولو لویه اندېښنه دا ده چې دا مذاکرات له بندون سره مخ  شي؛ که داسې وشي طالبان به په هغه نړیوال مشروعیت سره چې پیدا کړی یې دی؛ قطعا تاوتریخوالی زیات کړي چې دا اندېښمنوونکې ده .

د ښاغلي رؤفي په باور که امریکا خپل فشارونه زیات کړي؛ دا مذاکرات به هرومرو ښې پایلې ته ورسېږي؛ خو که امریکا د افغانستان د سولې له مذاکراتو د خپلو ټاکنو لپاره د وسیلې په توګه ګټه واخلي؛ خبرې به له بندون سره مخ شي او جګړه او  تاوتریخوالی به زیات شي .

د ښځو او سولې په اړه مرکې