مدني ټولنه او د بشري
حقونو شبکه

خبرونه او پیښې

دنوري ویدیو ګانی لپاره زموږ یوتوب چنل ته مراجعه وکړی

د بشر حقونه

د مدني ټولنې او بشر د حقونو شبکه د ۲۰۰۴ زیږدیز کال د اګوست په ۲۴ د عدلې په وزارت کې ثبت شوه، له هغه وروسته د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې د (CSHRN) عمومي مجلس پریکړه وکړه چې دا شبکه د مدني ټولنې او بشري حقونو د موسسې (CSHRO)  په رسمي نوم د اقتصاد په وزارت کې ثبت شوه. شبکه د ۸۲ مدني ټولنو د چتر بنسټ په توګه د کابل په ګډون د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د ټولنې پراخه برخه تر پوښښ لاندې لري. د شبکې غړي بنسټونه د ښځو حقونو، انتقالي عدالت، راډیو او ټلویزیون او چاپي رسنیو په برخه کې فعالیت کوي چې موږ ټول د بشري حقونو نړیوالې اعلامې ته په ژمنتیا سره خپل فعالیتونه د بشري حقونو د بنسټیزه کولو په برخه کې ترسره کوو. موږ په کلکه باور لرو چې افغانستان کولی شي د بشري حقونو او ولسواکې په عملي کولو سره یوه قانونمنده ټولنه شي. دا باور زموږ لیدلوری دی، له دې امله موږ باور لرو چې زموږ ټولنه داسې وي چې ټول وګړي پکې خپله ونډه ولري او هغوۍ وکولای شي خبلو حقونو ته لاسرسی ولري او د قانون په چوکاټ کې د خپلو حقونو د غوښتلو جرات ولري. 

وروستي پیښې او خبرونه

ګالري

په ګالري کې وروستي خبرونه او د پیښې عکسونه وګورئ