یو شمېر مدني فعالان په دې باور دي چې په هېواد کې یو شممېر ټولنیز مسایل چې د دیني لارښوونو پر خلاف دي؛ په ټولنه کې د ارزښت په نوم پالل کیږي او دغه راز مسایلو په داسې حال کې چې د سولې خبرې روانې دي ؛ ښایي په مذاکراتو کې د طالبانو لپاره حساسیتونه رامنځته کړي.

په بدخشان کې مدني فعال سید عمر باهر د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې د ښځو د سیاسي مشارکت او د ښځو کارکولو په څېر موضعګانې هغه ارزښتونه دي چې په دین کې جواز لري. خو ځينې نور فعالیتونه د ارزښت په نوم ترسره کیږي؛ چې ښایي د طالبانو لپاره حساسیت پاروونکی وي. « د ځينو ټلویزیوني پروګرامونو منځپانګه له هغې جملې د لوڅو تصویرونو خپرول او نور کارونه چې د دین له نظره منعه شوي او د ارزښتونو تر پوښښ او د اسلامي جمهوريت په نوم ترسره کیږي.د طالبانو لپاره حساسیت پاروونکي دي او له شک پرته دا سرغړونې او بې لارې معیارکوي او په  هغه ناسم ذهنیت سره چې د افغانستان د ښځو د حقونو له دعوې یې اخلي؛له هغه سره مخالفت کوي. »

شبکه:ستاسو په اند د ښځو په تړاو د طالبانو په نظر کې بدلون راغلی دی ؟

باهر: دا چې طالبان چمتوشول له ښځو سره مخامخ مذاکراتو ته کیني او له هغوی سره بحث وکړي او دا چې له ښځينه خبریالانو سره مرکې وکړي اوداسې جامو سره چې تمه یې نه درلوده ؛ مخ شي؛ د هغوی د لیدلوري د بدلون  دلیل کیدلای شي. کله چې یوه ډله چې د هغې په تفکر کې ښځې له کوره بهر د تللو اجازه نه لري؛ حاضر شوې ده د یوه میز ترشاه کیني ؛په دې معنی ده چې د هغی په لیدلوري کې لږ بدلون راغلی دی .

شبکه: ستاسو ارزونه له هغه څه چې تر  اوسه د سولې  په خبرو کې تېر شوي دي څه ده .

باهر: زه  فکر کوم چې که یو منځګړی په منځ کې نه وي؛ په خبرو اترو کې  غوښتنې؛ وړاندیزونه او واردمخه شرطونه  اوږدېږی چې  ددغه بهیر د ډیر وخت اخیستو  او بې پایلې کېدو لامل به شي. منځګړی د شخړو په حل کې لوی رول لري. نو له همدې امله اړتیا ده چې د ملګرو ملتونو سازمان او په دې بهیر کې ښکېل هېوادونه د یوه منځګړي د ټاکلو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

شبکه:ستاسو په اند له داسې یوې ډلې سره به خبرې کومې پایلې ته ورسېږي چې ښه مخینه نه لري په تېره بیا د ښځو په تړاو ؟

باهر: خبرې اترې سولې ته درسېدو لپاره یو اصل دی او طالبان هم د جګړو پلوي دی چې پوځي ځواک لري او د هېواد ډیرې سیمې یې تر کنټرول لاندې دي.که د خبرو دواړه لوري له ځانه نرمښت ونه ښيي او پایلې ته ونه رسېږی؛ طبیعي ده چې طالبان ستونزه جوړوي او دا کار د جګړې د دوام لامل کیږي . له شک پرته طالبان په وروستیو کلونو کې د افغانانو ځينې لاسته راوړنې نه مني او هغه د د وارداتي کلتور او رزښتونو یوه برخه ګني او ددغو مسایلو پر بنسټ  خبرې ننګوي خو کله چې بله ډله منځګړیتوب وکړي او دواړه لوري لږ انعطاف وښيي؛ دواړه لوري پایلې ته رسېږي.

شبکه: ځینې په دې باور دي چې د سولې هوکړې ته د رسېدو لپاره باید د ښځو د حقونو په تړاو د طالبانو احتمالي محدودیتونه ومنل شي؛ ستاسو نظر په دې هکله څه دی ؟

باهر: تر هغه وخته  چې د خبرو دواړه لوري له ځانه انعطاف ونه ښيي ؛ کومه پایله به ترلاسه نه شي؛او ددغه انعطاف لپاره باید تر یوه بریده سرښنده هم وي ؛ خو که دواړه لوري پر خپلو شرطونو او ارزښتونو ټینګار کوي؛ پایلې ته به ونه رسېږي؛ پر دې بنسټ که د ښځو حقونه او امتیازات په هغه مفهوم سره چې د منځلارو اسلامي علماوو له نظره سم دي تر بحث لاندې ونیول  شي؛ ښايي  تریوه بریده پر طالبانو اغېز وکړي او ویې مني. فکر کوم کله چې مجاهدین واک ته ورسېدل له طالبان کم نه وو ؛ خو نن ورځ د وخت په تېرېدو او له ارزښتونو او معیارونو سره په بلدېدو سره یې په ځان کې  بدلون راوستی دی او نن ورځ  په افغانستان کې د ډموکراسۍ ملاتړي دي.په نننۍ نړۍ کې طالبان نه شي کولای  خپلو متجرانه افکارو ته دوام ورکړي اوپه هغو معیارونو سره پر خلکو حکومت وکړي.

شبکه:په مذاکراتو کې د ښځو د  حضور نفس دطالبانو پر  لیدلوري څه اغېز کولای شي؟

باهر: طبیعي ده چې د ښځو حضور د  هغوی تر نه حضور غوره دی ؛ د ښځو د حقونو موضوع ډېره مهمه ده او ښځې په دغو خبروو کې په حضور  سره کولای شي هلته پر خپلو غوښتنو ؛اړتیاوو او حقونو بحث وکړي او د هغه څه په تړاو استدلال وکړي چې طالبان یې د  اسلامي ارزښتونو نقض بولي . هیله من یم چې د ښځو دا استازې په ښه توګه د ښځو استازیتوب وکړی او پر خپلو حقونو د ټینګار جرات ولري. یو شمېر دغه ښځينه استازې باجراتې دي چې په سیاسي؛ ټولنیزو او د بشري حقونو په برخه کې فعالت کوي او د یو شمېر نارینه استازو په پرتله د استدلال ښه وړتیا لري.که مذاکرات په دې پړاو کې پایلې ته نه ورسېږي؛ شونې ده چې د پلاوي غړي هم تر یوه بریده بدل شي او متفاوتې څېر په نیو خبرو او طرحو سره له طالبانو سره مذاکرې ته وټاکل شي او شونې ده چې نورې مخکښې میرمنې هم د پلاوي په ترکیب کې شاملې شي .

شبکه:ستاسو په اند د طالبانو  مشارکت به  په ټولنه کې د ښځو پر فعالیتونو څه اغېز ولري؟

باهر: دا د مرکچي پلاوي د غړو د استدلال په وړتیا او د کېدونکې هوکړې په څرنګوالي پورې تړاولري. له شک پرته طالبان د افغانستان د مدني ټولنې د ارزښتونو مخالف دي او په واک کې په مشارکت سره شونې ده د هغو مخه ونیسي. زه واقعا په حکومت کې دطالبانو مشارکت ته اندېښمن یم ؛موږ به د طالبانو په راتګ  سره خپلې ډېرې لویې لاسته راوړنې له لاسه وکړو ؛خو په عین حال کې باور لرم چې دا وضعیت به دوام ونه کړي ؛ په نړۍ کې ډیر پرمختګونه شوي دي؛ د افغانستان د خلکو فکر خلاص شوی دی؛ ټکنالوژۍ ته لاسرسی لري او نور به د طالبانو ډیر مطلق او متحجرانه حاکمیت ونه مني.

ښاغلی باهر یوځل بیا ټينګار کوي چې د یوه منځګړي له حضور پرته به پایلې ته د سولې د خبرورسېدل له ستونزو سره مخ شي او نړیواله ټولنه او امریکا باید د یوه منځګړي د ټاکلو لپاره اقدام وکړي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې