« داسې سوله چې زموږ ارزښتونه یوسي د منلو نه ده»
د سولې د خبرو په اړه د هیوادوالو یوه اندیښنه داده چې له طالبانو سره د سولې د هوکړې په لاسلیک کیدو سره به یوشمیر ټولنیز ارزښتونه له مینځه لاړ شي. یوشمیر مدني فعالان وايي داسې سوله چې په راتګ سره ېې د هیوادوالو اساسي حقونه تر پښو لاندې شي هیڅ چا ته د منلو نه ده.
د پوهنتون استاد او مدني فعال سید محمد فقیري له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل: په داسې ځای کې د سولې شتون چې انساني ارزښتونه پکې له پامه وغورځول شي بې ارزښته ده. هغه وايي، په داسې ټولنه کې د سولې شتون چې ارزښتونه پکې له مینځه تللي وي لکه په قبر کې د آرامتیا مثال لري. هره ډله چې په افغانستان کې حاکمیت کوي باید د ټولنې ارزښتونه او واقعیتونه په پام کې ونیسي او هغې ته احترام وکړي. د هیواد ټولو وګړو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته باید احترام ولري او ښځې باید د کار او زدکړو حق ولري، له دې پرته سوله په داسې ځای کې چې عدالت او آزادي نه وي اهمیت نه لري.
شبکه: هغه څه چې تر اوسه د سولې په خبرو کې ترسره شوي تاسو ېې څنګه ارزوئ؟
فقیري: زما په نظر هغه څه چې اوسمهال په دوحه کې دوام لري، باید له دوه لید لورو خوشبینانه او بدبیناناه ورته وکتل شي؛ له یوه پلوه د دې شاهد یو چې سیاسي اړخونه غواړي خپلې ستونزې د خبرو له لارې اوارې کړي او د قضېې بل اړخ دادی چې طالبان به تر کومه حده د دولت د غوښتنو لکه د جمهوریت د نظام ساتلو په وړاندې انعطاف څرګند کړي او څومره ېې تغییر کړی دی، باید د دې موضوع دواړه اړخونه وڅیړل شي او بحث پرې وشي.
شبکه: ستاسو په نظر د سولې د خبرو په جریان کې په بیلابیلو ولایتونو کې د طالبانو د بریدونو دوام څه مفهوم لري؟
فقیري: زه فکر کوم چې جګړه د طالبانو لپاره د مذاکراتو یو ملاتړ ده؛ که هغوې د جګړې په ډګر کې ونتوانیږي چې بریا ترلاسه کړي، د مذاکرې په میز کې هم نشي کولای له خپلومطالباتو دفاع وکړي؛ دا په دې معنی ده کله چې د مذاکراتو خبره کیږي د طالبانو بریدونه هم ډیریږي. زما په نظر دا ډله له جګړې د سولې په خبرو کې د اوزار په توګه کار اخلي څو د افغانستان حکومت د خپلو غوښتونو تیر شي او دا ډله د بلا منازعه ډلې په توګه په رسمیت وپیژني. په ټول کې طالبان هڅه کوي هم په مذاکراتو او هم د جګړې په ډګر کې ځان پیاوی څرګند کړي ځکه دا دوه کړنې د هغوې د سیاسي راتلونکي لپاره اغیزمنې دي.
شبکه: ستاسو په نظر د ښځو په اړه د طالبانو په لید لوري کې څه بدلون راغلی دی؟
فقیري: زما په نظر د افغانستان د ټولنې یوه برخه د هغه لید له پلوه چې ښځو په اړه ېې لري له طالبانو سره توپیر نه لري. په واقعیت کې د طالبانو ډله د افغانستان د دودیزې ټولنې د یوې برخې استازيتوب کوي. موږ هم د دولت او هم د طالبانو تر کنترول سیمو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالیو د پیښو شاهد یو. یوه موضوع چې طالبان ېې په اړه نرمښت نه ښايي هغه د تساهل مسله ده. هغوې فکر کوي چې ښځې د نارینه ګانو د مالکیت یوه برخه ده او هغوې د جنس په توګه پیژني. هغوې ښځو ته انساني نظر نه لري او لکه څنګه چې مې وویل نشو کولای هغه یواځې د طالبانو پورې اړوند وبولو بلکې دا ډول نظر د افغانستان په ټولنه کې ټولنیزه ریښه لري.
شبکه: ستاسو په نظر د سولې په مذاکراتو کې د ښځینه استازو حضور څومره کولی شي په بیلابیلو برخو کې د ښځو په تړاو د طالبانو په دریځ اغیزه وکړي؟
فقیري: د افغانستان د معاصر تاریخ په بنسټ ډیرې ډلې هغه څه چې په مذاکراتو کې ویلي ورته ژمن نه پاتې کیږي. که چیرې د افغانستان تاریخ ته وګورو نو وبه وینو چې ډیر مذاکرات له ماتې سره مخامخ شوي دي. د طالبانو په اړه دا یو عینی واقعیت دی چې هغوې هم غواړي دیپلوماسي پرمخ یوسي او هم له خپلې ایدیولوژۍ لیرې نه شي. هغه چلند چې طالبانو په قطر کې له ښځینه خبریالانو سره لاره، د هغوې د دیپلوماسۍ څرګندونه کوي او دا چې د نړیوالې ټولنې او نورو هیواودونو پام ځانته راوګرځوي چې دوې بدلون کړی او په افغانستان کې د حاکمیت د دوران په شان نه دي. زه ډیر هیله مند نه یم چې طالبان به واک ته له رسیدو وروسته انعطاف وښي، له شلک پرته چې په پنځو یا یوه کال کې د یوې ډلې جدي بدلون منطقي نه ښکاري او د ښځو په اړه به د دې ډلې لیدلوری هم په خپل ځای وي.
شبکه: د سولې د مذاکراتو په اړه ستاسو وړاند وینه څه ده؟
فقیري: که څه هم چې ډیره ستونزمنه ده چې په دې اړه مطلق نظر ورکړو، خو زه فکر کوم چې دا مذاکرات به ډیر وخت ونیسي. د افغانستان خلک باید لومړی د ملي یوالي پیاوړتیا لپاره کار وکړي او له هغه وروسته د بدلون لپاره ګام پورته کړي، ځکه دا ثابته شوې چې دموکراسي یوه وارداتي ښکارنده نه ده باید د یوې ټولنې په مینځ کې جوړه شي. د سنګاپور په شان د پرمختللو هیوادونو تجربو ښودلې چې لومړی باید په یوه هیواد کې مقتدر او پیاوړی دولت جوړ شي او وروسته د ولسواګې لپاره ګامونه پورته شي په خواشینۍ سره چې دا بهیر په افغانستان کې برعکس ترسره کیږي، موږ لومړی د ولسواکۍ او وروسته د دولت جوړونې په لور ګام پورته کړ. زه فکر کوم تر هغه چې یو پیاوړی او مقتدر دولت جوړ نشي او تر هغه چې د یو بل زغملو بهیر پیاوړی نه کړو دا ستونزې به دوام ولري او افغانستان په شاته پاتې هیواد او د ګاونډیو هیوادونو د جګړو د سیالۍ ډګر به وي.
شبکه: د سولې له هوکړې وروسته وضعیت په اړه ستاسو تر ټولو جدي اندیښنه څه ده؟
فقیري: له شک پرته چې موږ ټول په هیواد کې د جمهوریت د ټینګښت غوښتونکي یو او باور لرو چې د بشري حقونو، بیان آزادۍ او د ښځو د حقونو په څیر ارزښتونه باید په ټولنه کې موجود وي، خو په خواشنۍ سره د افغانستان ټولنې د دې برعکس ثابت کړي دي. د افغانستان په تاریخ کې لیدل شوي چې دولتونه په ښارونو کې جوړ شوي دي او د هیواد کلي د پاڅونونو او جګړو مرکزونه وو. د افغانستان د جګړې عوامل یواځې بهرنۍ لاسونه نشو بللی، په خواشنۍ سره په افغانستان کې ټولنیز تغییرات په متوازنه توګه نه دي ترسره شوي؛په کابل، هرات، بلخ، قندهار او څو نورو سترو ښارونو کې ټولنیز تغییرات راغلي دي او ښځې پکې فعالیت کوي، خو د هیواد په کلیو کې ډیرې عقدې موجودې دي. زه فکر کوم آن که طالبان له جګړې لاس هم واخلي په هیواد کې به جګړه پایته ونه رسیږي ځکه افغانستان داسې یو هیواد دی چې د څلویښتو کلونو جګړې په موده کې حاکمیت نه درلودچې پکې ټولنیزې نابرابرۍ او قومي لیرې والی موجود دی، په همدې دلیل فکر نه کوم چې موږ دې جګړې پایته وشو رسولای.
د دې مدني فعال په باور، د هیواد یوشمیر ګاونډي هیوادونه له افغانستانه د امریکا له احتمالي وتو وروسته د جګړې د ملاتړ په هڅه کې دي؛ له همدې امله د دولت او طالبانو ترمینځ د جګړې په پایته رسیدو سره به جګړه په بل ډول دوام ولري او بیا به هم خلک قرباني کیږي چې دا د هیڅ وګړي لپاره د منلو نه ده.