د خبریال وژنه، دوګړو دتربیون د آزادیو وژنه ده!

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
  دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونوشبکې اعلامیه
د خبریال وژنه، دوګړو دتربیون د آزادیو وژنه ده!

دبی بی سی راډیو د ځوان اومستعد خبریال ښاغلی عبدالصمد روحانی وحشیانه قتل، دافغانستان دخلکو او د مدنی ټولنوارزښتونو او فرهنګ دښمنانو یوځل بیا دځان په اړه د خلکو نفرت راوپاره وه. چې دغه کارد وینا د آزادیو په نظام ،اوفکر کې د بدلونونو لامل شو.

د وینا په آزادۍ برید، د نظام په مشروعو ارزښتونو برید دی؛ ځکه دغه ارزښتونه، دافغانستان په اساسی قانون کې تسجیل شوی او هیڅ کس حق نلری ، ترڅو دافغانستان وګړی د مدنی آزادیو په اړه د فعالیت په برخه کې ترڅارنې لاندې ونیسی او هغه مجازات کړی.

د افغان ورځپاڼه لیکونکو د غږ بندول، د خلکو د غږ بندولوپه مانادی. خلک د قانون د حاکمیت د چترلاندې رسنۍ د دیموکراتیک نظام ترټولو مهموښکارندو څخه بولی.

  • دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ، دافغانستان له حکومت څخه غواړی، ترڅو ددغو غیرانسانی عملونو ترسره کونکی ژر ترژره ونیسی او په،علنی محکمې کې دعامو رسنیو په وړاندې محاکمه کړی؛ترڅو زموږ دهیواد د بیګنا خبریالانو قاتلانو لپاره یو درس اووسی.
  • دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، دهیواد له پارلمان څخه غواړی، ترڅو دهیواد دخلکو په استازی توب د ورځپاڼه لیکونکو په ځانګړې توګه د ژورنالیستانو په وړاندې غیر انسانی کړنې وغندی، او د ملی شورا اړوند کمیسیون دمجرمانو دوسیی په جدی توګه وڅاری.

شبکۀ جامعۀ مدنی و حقوقِ بشرِ افغانستان، این حادثۀ المناک را به دست اندرکارانِ فعال و کارای بی بی سی برای افغانستان، به خانوادۀ مدافعینِ ارزشهای جامعۀ مدنی و برای همۀ روزنامه نگارانِ میهن، تسلیت گفته و در این راه دشوار، همنوایی و همباوریِ خویش را با ایشان ابراز می دارد.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، دغه پیښه دافغانستان لپاره د بی بی سی فعالو کارکونکو ، دبشری حقونو ارزښتونو کورنۍ او د هیواد ټولو ورځپاڼه لیکونکو ته تسلیت وایو او په دغه ستونزمنه لاره کې خپل ملاتړ او مرسته اعلانه وو.

په هیواد کې د تلپاتې سولې او امنیت په هیله

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې غړی

 

 

ځواب دلته پرېږدئ