دافغانستان پر اوضاع دپاریس کنفرانس اغیزې په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه

دغه پیغام په۲۰۰۸/۵/۱۰ کال د مدنی تولنې او بشری حقونو شبکې دغړو ټولنو او د یونما، ، د اروپایی اتحادې او پرانیستې ټولنې استازو په ګډون جوړه شوې وه.

دافغانستان پر اوضاع دپاریس کنفرانس اغیزې په اړه د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام
کابل ۲۲/۲/۱۳۸۷

د نوی دولت له جوړیدو څخه د شپږو کلونو په تیریدو سره، په افغانستان کې د نظام مهم ارزښتونه له ستونزو سره مخ دی. دافغانستان وګړی د نړیوالې ټولنې له زیات شتون سره سره بیا هم ددی مجال ندی پیداکړی ترڅو دقانون حاکمیت ترچترلاندې، دخپلو حقونو امتیازاتو او امنیتونو نه په سیاسی ،مدنی ،اقتصادی او ټولنیزو برخو کې ګټه واخلی. د بیلابیلو سازمان شویو جنایتونو لمنه پراخه شوې ، اداری فساد خپلې لوړې کچې ته رسیدلې، او جګړه ماران خپلې غوښتنې پرخلکو تحمیلوی. ولږه او بیوزلۍ غوغا لامنځته کړې او دماشومانو مرګ ژوبله چې دخوراکی توکو د کموالی له امله رامنځته کیږی. نور دتحمل وړ نده.دافغانستان خلک د مدیریت او مشرۍ له ضعف څخه ستړی شوی او همداراز د دولت په مهمو دولتی ادارو کې د همغږۍ نشتوالی، د تقنینی او اجرایی ستونزو لامل هم شوی.

دافغانستان خلک له هغه مهاله چې د طالبانو له دورې وروسته بدلونونه راغلل، نړیوالې ټولنې ته د احترام اوهیلی په سترګه کتل اود دموکراتیک حکومت ارزښتونوته یې احترام کوه. په خواښنۍ سره چې له ضعیف نظام څخه د نړیوالې ټولنې ملاتړ ددې لامل شوی ترڅو دنړیوالې ټولنې اعتبار هم زیانمن شی. هغه کنفرانسونه چې د نړیوالې ټولنې له خوا دافغانستان له دولت څخه د ملاتړ په برخه کې جوړشوی، د مهمو ستونزو راټوکیدو لامل هم شو، چې له هغې ډلې څخه ترټولو مهم یې د نیوالې ټولنې له لوری دژمنه شویو منابعو څخه د ګټې اخیستنې بڼه ده.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې دبشری حقونو له شپیتو ټولنو څخه جوړه شوې، دپاریس دکنفرانس جوړیدل په زیات دقت سره څاری او هغه دافغانستان په جوړیدو او بیا رغونه کې په برخه کې یو مهم ګام بولی.دغه کنفرانس دافغانستان وګړو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د خبرو اترو ګټورې لارې چارې برابروی .دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، په داسې غونډو کې د ګډون او ونډې اخیستنې لپاره چمتو ده، او دغه کنفرانس ته لاندینې موضوګانې د کاری لارو چارو او فیصلو په توګه وړاندیزوی.

  1. دبشری حقونو تعمیم دافغانستان په سیاسی ،ټولنیزاو اقتصادی ژوندانه کې له ترټولو مهمو عناصرو څخه شمیرل کیږی. چې په دغه اصل کې مدنی، ساسی ، اقتصادی او فرهنګی ټولنیز حقوق ګډون لری. ټولنیز یا د ځیانمونکوډلې لکه ،ښځې، ګډوال، بیځایه شوی کسان د دولت او نړیوالې ټولنې د پرورګرامونو په لومړی ټوب کې راشی. په دغه برخه کې اړتیا لیدل کیږی ترڅو مادی او بشری منابع ځانګړې شی اوپاملرنه دې وشی.
  2. دافغانستان دموکراتیکه کول، په هیوادکې د مدنی ټولنې د کارنده ونډې او باور ته اړتیا لیدل کیږی. ارزښتی نظام د مشروعیت لپاره حقوقی ارښتونو ته اړتیا لری. دغه مشروعیت مدنی ټولنه چې د مدولت او وګړو ترمنځ دپله په توګه داړیکې وسیله ده راپیداکوی. په خواشینۍ سره په تیرو شپږو کلونو کې دمدنې ټولنې وندی ته جدی پاملرنه نده شوې. دګړو ونډه هم په انزوا کې پاتې شوې او اڼ ویلو شو چې وګړیتوب ندی خلق شوی. دافغانستان مدنی ټولنه نړوالۍ ټولنې ته د هیلې په سترګه ګوری او هغه د د دولت له لوری د ارزښتونو په رعایتولو کې دمدنی تولنې د ملاتړ له امله بولی او د نړیوالې دملاتړ له جلبولو سره یو کارنده ټولنې په توګه ځان ورپیژنی.
  3. نشو کولای چې د قانون حاکمیت له نظره لیرې کړو ځکه چې بشری حقونه او دموکراسی بې له دې چې د قانون له لوری پلی شی بی مانا ده.دافغانستان اساسی قانون بشری حقونه په رسمیت پیژندلی؛ خو دقانون پلی کیدل، قانون ته احترام او قانونمندکیدو فرهنګ راپیداکول ددغه دولت له مهم کموالی څخه شمیرل کیږی. چې په ټولنه کې د ستونزو د رامنځته کیدو لامل هم شوی. حکومت په خپله دبشری حقونو موازین ترپښو لاندې کوی. چې د هغې له ډلې څخه پررسنیو دمحدودیتونو لږول یو ښه مثال بلل کیږی.
  4. په خواشینۍ سره باید وویو، تندلاری ایدو لوژیک، دافغانستان د خلکو له اعتقادادو څخه ناوړه ګټه اخلی. دافغانستان خلک دخپلو دینی اعتقاداتوپه وړاندې صادق خلک دی. خو د تندلاری غواړی د خلکو دغه باارزښته پانګه د خپلو سیاسی غوښتنو په لور وڅرخوی. دافغانستان دولت باید په دې اړه خپله جدی پاملرنه ولری او پری نږدی دافغانستان ګړیدلی خلک یوځل بیا د ښی او کین لاسو د تندلارو ایدیالوژیو قربانی شی. له دې امله اړتیا لیدل کیږی ترڅو دولت د اسلام مبین دین په اړه د پوهاوی کارنده پرورګرامونه جوړکړی ، او همداراز له مدنی ټولنو،دینی علما او پوهانو سره د رسنیو په ملتیا ګډې هڅه وکړی. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دې بارو ده چې دینی بنسټ پالنه د اسلام له مبین دین څخه د بی خبرۍ له امله کیږی، چې باید په دې اړه جدی پروګرامونه ترلاسه لاندې ونیول شی.
  5. د سیاسی وضعیت بې ثباتی ددې لامل شوې ترڅوخلک ، په هیواد کې د رایجو ستراتیژیو په اړه خپل اعتماد له لاسه ورکړی. داسې فکر کیږی چې د نړیوالې ټولنې له لوری مطرح شوې ستراتیژۍ د ظرفیت روزنې په برخه کې له سترو ستونزو سره مخ دی. افغانستان د نړیوالې ستراتیژۍ تشریح او توضیح په اړه جدی کړندلارې ته اړتیا لری. دافغانستان مدنی ټولنه، د نړیوالې ټولنې ترڅارنې او ملاتړ لاندی کولې شی دغه کار ترسره کړی. له دې کبله اړتیا لیدل کیږی ترڅو افغانستان د نړیوالې ټولنې له ونډې او اغیزې په خاطر د نن ،سبا او راتلونکی په اړه مالومات ترلاسه کړی؛ ترڅو وپوهیږی د نړیوالې ټولنې ونډه مثبه ته ده نه هغه څخه چې د افغانستان دښمنان یی مطرح کوی.
  6. افغانی او نړیوال نظام هم له زیاتو ستونزو سره مخ دی. دغه مدیریتونه د همږۍ له پلوه له زیاتو ستونزو سره لاس اوګریوان دی. دنړیوالو پوځی ځواکونو او افغان پوځی ادارو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی دعملیاتو پرمهال دملکی خلو دمرګ ژوبلې لامل شوی او خلکو نارضایتی هم راپارولی. دمدنی ټولنې اوبشری حقون شبکه په دې باور ده، چې ستراتیژیک پوځی مدیریت سم نظام نه بولی. بلخوا دافغانستان دمدیریت لپاره د نړیوالې ټولنې ستراتیژی د درک وړ نده. په دغه برخه کې د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې وړاندیز د ستراتیژۍ آسانه کول دی. بلخو د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په ملی او نړیواله کچه د خبرو اترو له لاری ددغو موضوع حل یو حیاتی لاره بولی.
  7. دافغانستان مدنی ټولنه ،خصوصی او اسیاسی سکتور، جدی پاملرنې ته اړتیا لری. دغه سکتورونه کولې شی د دولت جوړونې په برخه کې د پام وړ ونډه واخلی او رول ولوبوی. باید دغه مثلث د افغانستان دارزښتونو په فعال نظام بدل کړی. دافغانستان دولت په دغه برخه کې اړ دی ترڅو ددغه مثلث رسالت، ادندې په رسمیت وپیژنی. په وافعیت کې دغه مثلث کولی شی دافغانستان دولت لپاره ارزښتمند مشروعیت ورکړی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه ددغو مهمو کارونو په برخه کې کولې شی د اهمیت وړ دندې ترسره کړی.

اوس چې دپاریس کنفرانس ددغو بحثونو مطرح کول لپاره مهم فرصت لامنځته کړی، ډیر د ارزښت وړ به وی که د غونډې ګډون وال پورتنی ټکی په پام کې ونیسی، اوپر هغې د بحث لپاره خپله دنده ترسره کړی.دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه هیله منه ده، چې افغانستان کولې شی د راتلونکو ستونزو په وړاندې اړوند ګامونه پوته کړی.

د افغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، دهغو ژمنو سره چې د بشری حقونو د ارزښتونو په اړه یې لری، او هغه اعتماد چې په دیموکراتیکو اصولی یې لری،او همدارازدهغه باور له مخې چې په ملی ارادې او د قانون په حاکمیت د وګړو په اقتصادی ،ټولنیز، اوفرهنګی امنیت ټینګښت کې لری، بلخوا د هغه عزم له مخې چې دافغانستان د نوې دولت جوړونې په برخه کې شته وړاندیز کوی ترڅو پورتنی ټکی دپاریس کنفرانس کې یاد کړی او تربحث لاندې ونیسی.

د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له یونما څخه چې دنړیوالې ټولنې یو له مهمو همغږی کونکو څخه ده اوپه افغانستان کې له نمایندګۍ، په افغانستان کې د نړیوالو ټولنو له استازو څخه غواړی ترڅو دافغانستان مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې پیغام دخپلو بحثونو په منځ کې ځای کړی ، او دپاریس په کنفرانس کې خپله دقدر وړ ونډه ولوبوی.

دیو باامنه او با ثباته افغانستان په هیله

دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونوشبکې غړې ټولنې

ځواب دلته پرېږدئ