دسولې له خبرو باید په ټولنه کې د ښځو د ونډې په تړاو ګډپوهای ترلاسه شي
په سولې مذاکراتو کې د ښځو په تړاو بحث د سولې د خبرو له پېلېدو راهیسې په د هېوادوالو په تېره بیا د ښځو په منځ کې په یوې جدي پوښتنې بدل شوی دی .
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون رییسه د مدني ټولنې او بشري حقونو له شبکې سره په مرکه کې وایي چې هغه څه چې د ښځو په تړاو د سولې په مذاکراتو کې مهم دي ؛ دا دي چې دواړه لوري په ټولنه کې د ښځو د ونډې په تړاو یوه ګډ پوهاوي ته ورسېږي. « طالبان باید په افغانستان کې د راغلو بدلونو واقعیت ته ځیر شي او په دې تړاو خپل لیدلوري او وړاندیزونه شرریک کړي او آزادانه بحث وکړي . فکر کوم دا ډیره مهمه ده چې دواړه مذاکره کوونکي لوري مهم مسایل لکه د افغانستان د ټولنې واقعیت ؛ په هغو نړیوالو بنسټونو کې د افغانستان نړیوالې ژمنې چې غړیتوب یې لري؛په اسلامي ټولنه کې د ښځو د ژوندانه واقعیت او په دغو ټولنو کې د قوانینو وضعیت ته چې خورا ډېره رنګارنګي لري؛ په یاد ولري . »
شبکه: ستاسو په نظر په سولې مذاکراتو کې د ښځو رول به د هغوی په تړاو د طالبانو پر دریځ کوم اغېز ولري؟
اکبر: زه فکر کوم چې دا ډېره مهمه موضوع ده ؛ له همدې امله ډیر ټینګار کیږي چې ښځې دې د سولې بهیر مهمه برخه وي . کله چې تاسو د خونې په منځ کې یاست ؛ ددې فرصت چې ستاسو غږ واورېدل شي؛ تر دې زیات دی چې تاسو بهر د خونې تر شا و اوسئ ؛ کله چې په خونه کې دننه واوسئ؛ ستاسو له حضوره انکار خورا سخت دی . په همدې دلیل په دغو مذاکراتو کې د ښځو حضور یو ښه ګام دی ؛ خو د هغوی شمېر کافي نه دی . زه واقعا ښځې ستایم او تل راته الهام بښونکې دي ؛ هغوی سخت کار پرغاړه اخیستی دی او پر هغوی ډیر فشارونه دي . د قضیې بدوالی دلته دی چې موږ یوازې د پلاوي له ښځنه غړو تمه لرو؛ په داسېحال کې چې باید د پلاوی له ټولو غړو په دغو مذاکراتو کې د ښځو د حقونو پر مسایلو د غږېدو تمه ولرو . دا یوازې د ښځو دنده نه ده چې د ښځو پرمسایلو خبرې وکړې؛ ځکه د ښځو د حقونو موضوع دبشري حقونو یوه مساله ده ؛ پایلې به یې یوازې پرنیمايي نفوس پاتې نه شي ؛ بلکې د هېواد پر اقتصا؛ سیاست او ودې او له نړۍ سره په اړیکو به اغېز ولري؛ له همدې امله هره حقوقي موضوع د ټولو پر ژوند مستقیم اغېز لري.
شبکه: ځینې په دې باور دي چې که طالبان د سولې د هوکړې لپاره د ښځو د حقونو په تړاو ځینې محدودیتونه مطرح کړي باید ومنل شي؛ په دې هکله ستاسو نظر څه دی ؟
اکبر: زه فکر کوم چې باید لومړۍ په افغانستان کې د جګړې دلایلو ته پام وکړو . د افغانستان د جګړې دلیل د ښځو کارکول او یا ورزش نه دی؛ فکر کوم طالبان هم په ژوره توګه پوهېږي چې اصلي موضوع ښځې او بیلابیلو برخو کې د هغوی حضور نه دی ؛ بلکې په سیاسي واک کې دې ډلې ته ونډه ورکول دي؛ نو ولې یې تاوان باید هغه ښځې چې سپورټ کوي یا کار کوي ورکړي؟ ولې باید هغه قربانی ورکړي؟ د حقوقي مسایلو په تړاو باید ووایم چې هیڅ ډله نه شي کولای د ټول افغانستان د بشري حقونو لپاره مکلفیت وټاکي او یایې په تړاو معامله وکړي. حکومت حق لري چې د طالبانو له منځه د یوه ولایت د والي د ټاکلو یا د عدلیې د وزیر د ټاکلو پرېکړه وکړي؛ خو حق نه لري چې ووایي موږ د افغانستان د اسلامي جمهوریت ټيم د افغانستان د ټولو خلکو په استازیتوب ژمنه کووچې نجونې نور ورزش یا کار ونه کړي یا درس ونه وایي؛ موږ هغوی ته دا واک نه دی ورکړی او هیڅ حکومت دا واک نه لري.
شبکه: خو طالبانو په ځلونو ځینو مسایلو په تېره بیا په ښوونیزو مرکزونو کې جنسیتي تفکیک ته نغوته کړې ده .
اکبر: ښه سمه ده ؛ دا د هغوی نظر دی او کولای شي د حقوقي او قانونی میکانیزمونو له لارې ورته عدالت غوښتنه وکړي؛ خو په قانون د یوه لیدلوري بدلېدل مشخصه کړنلاره لري او ددغه بحث ځای د مذاکراتو میز نه دی ؛ مذاکرات د قانون جوړونې ځای نه دی؛ بلکې د شخړې د پای ته رسېدو او له شخړې د تېرېدو لپاره جوړ شوي دي .ځینې موضوعګانې لکه د حکومت جوړښت او د سیاسي واک وېش د بحث وړ مسایل دي. د سولې مذاکرات په دې دلیل د هېوادولو د حقونو په تړاو د بحث ځای نه دی چې هیڅ یو مرکچي پلاوی د قوانینو د بدلېدو واک نه لري .ټول قوانین د ټولنې او د ټولنې د واقعیت ؛ دیني عالمانو ؛ د بشري حقونو د فعالانو او بیلابیلو ډلو ترمنځ د یوې مذاکرې پایله ده ؛ په دې معنی چې قانون په هیڅ ډول یو اړخیز لیدلوری نه دی او دا په ټولو هېوادونو کې د قانون جوړونې واقعیت دی . زه فکر کوم چې ان پر دې موضوع فکر کول او دې ته د چمتوالي نیول چې زموږ د قانوني حقونو په تړاو د مذاکرې پرمیز بحث وشي ؛ خطرناک دي.
شبکه: د طالبانو ترولکې لاندې سیمو کې د صحرایي محاکمو په ګډون د ښځو د حقونو د نقض وضعیت څرنګه دی؟
اکبر:د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د شمېرو د راټولو لپاره دغو سیمو ته زموږ لاسرسی ډېر کم دی ؛ په کمېسیون کې د تاوتریخوالو د څېړلو لپاره د شمېرو د راټولو بڼه دا ده چې موږ یوازې شکایتونه څېړو؛هغه شمېرې چې موږ یې له تاسو سره شریکوو د ښځو پر وړاندې ټول شموله شمېرې نه دي؛ بلکې د هغو شکایتونو پربنسټ دی چې موږ ته رارسېدلي دي؛ او په هغو سیمو کې چې طالبان حضور لري؛ ددې امکان نشته چې ښځې خپل شکایت ثبت کړي ؛ هغوی ښایي په آسانۍ سره ټیلفون او د اړیکو نورو امکاناتو ته هم لاسرسی ونه لري څو وکړای شي له هغې لارې خپلې ستونزې له موږ سره شریکې کړي؛ په پایله کې کله چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمه کې یوه مېرمنه له تاوتریخوالي سره مخ کیږي او زیان ورسېږی؛ موږ دا روښانه تصویر نه لرو چې تر هغې وروسته به څه ورسره پېښېږي؛ یوازې هغه پېښې چې موږ ترې خبرېږو ؛ د ښځو صحرایي محاکمې او سنګسار دي ؛ ځکه دغه ډول تاوتریخوالي خبرسازکیږي او خبر یې ترموږ رارسېږي؛ له دې منځه په کال کې لږ تر لږه له لسو تر شلو پېښې مستند کولای شو ؛ خو داسې موردونه هم له موږ سره شته چې مستند کول یې امکان نه لري .
شبکه: د سولې مذاکراتو له پلېدو راهیسې د تاوتریخوالي په شمېرو کې څه بدلون راغلی دی ؟
اکبر: تر اوسه د پام وړ بدلون نه دی راغلی ؛ په هر حال هغه رپوټ ته په پام سره چې د کال په پای کې یې لرو؛ د دوو کلونو شمېرې پرتله کولای شو؛ خو یوه مساله چې په ټوله کې مو ورته پام شوی دی؛ دا ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړه لیک له لاسلیکېدو وروسته د تېرو کلونو په پرتله هدفي ترورونه زیات شوي دي چې دا له بشري حقونو سرغړونه ګڼل کیږي. له بده مرغه په تېر یوه کال کې د یوې مېرمنې په ګډون زموږ څو تنه همکاران هم د هدفي وژنو قرباني شوي دي.
شبکه: ستاسو په اند په واک کې د طالبانو راګډېدل به د ښځو وضعیت څرنګه کړي؟ د صحرایي محاکمو برخلیک به څنګه کیږي؟
اکبر: د سولې له هوکړې وروسته د ښځو حقوقي وضعیت په ریښتیا هم په دې پورې تړاو لري چې په ټوله زموږ د اساسي قانون تر سیوري لاندې د ټولو میکانیزمونو؛ او حقوقي جوړښتونو برخلیک څه کیږي.که څه هم د ښځو د حقونو موضوع یوه ترټولو حساسه موضوع ده ؛ خو زموږ په حقوقي جوړښت کې په بشري حقونو پورې اړوند مسایلو نه جلا نه ده .افغانستان معلوماتو ته د لاسرسي او د بیان د آزادۍ په برخه کې دپاموړ پرمختګ لرلی دی؛ موږ له حقوقي پلوه ډېر ښه شوی یو؛ زموږ قوانین د سیمې له ښو قواننیو ګڼل کیږي. زموږ د جزا کُد تر پخوا ډیر د بشري حقونو قوانینو ته نږدې دی ؛ په دې تړاو یوه بېلګه چې البته لاهم باید پرې کار وشي ؛ د نسايي معایناتو جرم ګڼل دي؛ پردې سربېره د شکنجې په تړاو زموږ حوقي جوړښت ډېر ښه شوی دی .ډيری هغه موردونه چې طالبان یې تر خپل نفوذ لاندې ځایونو کې پلي کوي؛د شکنجې مصداق او د نه منلو وړ دي . په ټوله کې د ښځو برخلیک په لوی چوکاټ کې چې د اساسي قانون او حقوقي جوړښت برخلیک دی؛ معنی پیدا کوي؛ که د طالبانو او د افغانستان اسلامي جمهوریت د پلاوي ترمنځ بحث د واک په جوړښت کې د مشارکت پر سر وي؛ یو متفاوت بحث دی؛ خو که بحث په دې تړاو وي چې د افغانستان په راتلونکې کې د یوه سیاسي نظام او یوه حقوقي نظام په توګه څه بدلون راځي ؛ اغیزې يې پر لږکیو؛ ښځو ؛ رسنیو او د هېواد پر عدلي او قضايي نظام پراخې دي.
شبکه: د هغه څه په تړاو مو ارزونه څه ده چې تر اوسه د سولې په خبرو کې شوي دي؟
اکبر: د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې ښه کار دی؛ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د مذاکراتو له پېله د هغو هرکلی کړی دی ؛ او زموږ ټينګار پر دی چې د مذاکرې لوري باید هڅه وکړي خپل اختلافونه د خبرو له لارې حل کړي؛ ځکه په اوسنی وضعیت کې تر ټولو کم لګښتې حل لاره چې بشري حقونونه پکې وساتل شي ؛د خبرو دوام او پایلې ته رسېدل دي. دجګړې دوام او وینه تویدنه د هېواد خلک په تېره بیا ملکیان زیانمنوي؛ د جګړې له امله د ملکي مرګ ژوبلې لوړې شمېر؛ معلولیتونه او دبې ځایه شویو وضعیت د بشري حقونو په برخه کې د اندېښنې عوامل دي. نو له همدې امله د سولې د خبرو دوام او پایلې ته د هغو رسیدل ډیر مهم دي؛ البته د سولې د مذاکراتو دوام په داسې حال کې چې د خلکو په ورځني ژوند کې هېڅ بدلون رانه شي او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله پر سولې بهیر د هېوادوالو باور کم شي؛ ګټه نه لري. اوسمهال د سولې خبرې له لازم مشروعیته برخمنې نه دي او لوی دلیل یې دا دی ې دا مذاکرات له افغانستانه بهر کیږي او جګړه په افغانستان کې دننه هره ورځ له خلکو قرباني اخلي. وحشتناک او د نه تصور وړ تاوتریخوالي کیږي او جنګي جنایتونه دوام لري. هغه څه چې دخبرو د بریالیتوب امکان زیاتوي د تاوتریخوالي او وینې تویدنې پای ته رسیدل دي؛باید د خبرو په لړ کې تاوتریخوالي ودرول شي او اوربند ټينګ شي او د تاوتریخوالي د کموالي لپاره ژمنتیا وي.
شبکه: ستاسو په باور د طالبانو له لوري د اوربند د نه منل کېدو دلیل څه دی؟
اکبر: د اوربند د نه منلو لپاره د طالبانو دلیل دا دی چې هغوی دا مساله د حکومت له لوري د یوې غوښتنې په توګه ګڼي او ښايي د هغوی په باور د یوه مخالف په توګه د افغانستان د دولت له لوري ددغه راز یوې غوښتنې موخه په مذاکراتو کې ددې ډلې کمزورتیا وي؛ خو موږ وینو ې اوسمهال په افغانستان کې تر ټولو عامه غوښتنه د اوربند ټینګښت دی ؛ خلک دې ته له پام پرته چې په کوم ځای کې ژوند کوي او په کومې ژبې خبري کوي او په کوم مذهب باور لري او څوکلن دي ؛ په څرګنده توګه د اوربند غوښتنه کوي. دا چې د طالبانو له لوري د خلکو مشخصه غوښتنه بابېزه ګڼل کیږي؛کیدای شي څو دلیله ولري؛ یو دا چې طالبان د افغانستان د خلکو پروړاندې ځواب نه وایي او بله دا چې د هغوی نظر د ځان د مشروعیت مرجع نه ګڼي؛ یوه ډله یوازې هغه مهال د خلکو غوښتنې ته غاړه اېږدي چې د هغې له نظره مشروعیت یې له ولسي ملاتړه ترلاسه شي.
شبکه: په دې صورت کې به آیا له دې ډلې سره خبرې کومې پایلې ته ورسېږي؟
اکبر: زه له خبرو پرته بله غوره او کم لګښته لاره نه وینم ؛ خو خبرې په اوږدمهالي کې معنی داره نه دی او فکر کوم چې که د خبرو دوام د جګړې له دوام سره همهاله وي؛ دا مذاکرات به په راتلونکو څو میاشتو کې په بشبړ ډول خپله معنی له لاسه ورکړي؛خبرې په هغو شریطو کې معنی پیدا کوي چې تاوتریخوالی کم کړی او د تاوتریخوالي بدیل شي ؛ که داسې وشي؛طبیعي ده چې موږ ټول ورسره موافق یو؛خو که له خبرو سره همهاله د تاوتریخوالي شاهدان واوسو ؛ څرګنده ده چې د سولې د بهیر په تړاو اندېښنې راولاړېږي؛ که دا بهیر له جګړې سره همهاله مخته ولاړ شي؛ له بده مرغه مشروعیت به یې کم شي او د سولې لامل نه کیږي.
مېرمن اکبر وایي چې که خبرې په همدې بڼه روانې وي ؛ پر سولې بهیر به د خلکو باور ورځ تربلې کم شي .نوموړې پرښوونیزو مرکزونو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره زیاتوي؛ د هغو خلکو لپاره د سولې پر خبرو باور کول چې د زده کړو په ځای کې امن نه دي؛ خورا سخت دي.