دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه په تیرکال کې

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه په تیرکال کې

زموږ د داقتصادی،ټولنیزو او سیاسی ژوند ستونزو څخه یو بل کال هم تیرشو. زموږ هیواد په تیرکال کې خپله یوه مهمه دوره تیره کړه. سره له دې چې ټوپک او باروتو، زموږ د وطنوالو اوښکې اوینې وبهولې، بیوزلی ، فقر، د طبعیت قهر، او بدچانسی زموږ په سرنوشت کې نور هم دردونه زیات کړل. (ځانمرګی ) هم زموږ په خلکو هغه تحمیل شوې بلا ده چې له امله ېې په زیات شمیر خلک قربانی شول، او افغانستان یوځل بیا د نه منلو وړ تحمیلی جګړې په میدان بل شو. دامنیت نشتوالی زموږ د ټولنې روانی او اټولنیزه اندیښنه ده. د نړیوالې ټولنې د بیساری مرستو سره سره بیاهم ټولنیز او وګنیز امنیت د لومړنې اړتیا په توګه پاتې دی. ددغو ستونزو ترټولو عمده لامل دسالم مدیریت کموالی، او د حساب ورکونې او روڼوالی نه شتون جوړوی. افغانستان دهغو هیوادونو له ډلې څخه دی چې په نړۍ کې دمخدره توکو د تولید ،اداری فساد، سازمان شوی جنایتونه،له بشری حقونو څخه سرغړونه او دنړۍ په کچه اقتصادی او فرهنګی ستونزې په کې له لویه کچه پیداکیږی. داسې ښکاری نړیواله ټولنه او د افغانستان دولت هغه شان چې باید د مهمو ستونزو په وړاندې چې نړیوال غبرګون په ځان پسی لری مبارزه کړی وای نده کړې او بریالی نه وو. په ریښتینی توګه چې ووایو تیره ددغو ستونزو ترڅنګ یولړ پرمختګونه هم لیدل کیږی. خو د ټولنیزپرمختګ او ستونزو ترمنځ د توازن نشتوالی هرډول بدلونونه کمرنګه کړل.

که څه هم چې دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه هم ددغو ستونزو له امله اغیزمنه وه، خو د نورو ټولنو ترڅنګ یې خپل فعالیت کړی او په ټولنه کې خپل ځای تثبیت کړی. څرګنده ده چې دغه ستونزې د مدنی تولنو پر اوږو زیات دروندوالی درلود؛ که مدنی ټولنه بې له مدنی دولته خپله ټولنیزه وړتیا ثابته کړی بې ماناکیږی.

په هغه کال کې چې تیرشو دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې هڅه وکړه ترڅو د فعالوټولنیزو اداروپه رامنځته کولو کې په ځانګړی توګه دولت سره ترڅو ددموکراسۍ اوبشری حقونو پربنسټ، او دقانون دحاکمیت ترچتر لاندې ګام پورته کړی. د مهمو او ارزښتمنو بحثونو لکه د مدنی حقونو ، سیاسی ، فرهنګی او ټولنیز حقونو، دملی بحث د طرح وړاندیز،دبیځایه شویو، کډوالو،دښځو ، ماشومان او نوروډلو دحقونو په اړه د بحث جوړول، د شبکې له مهمو کارونوڅخه شمیرل کیږی.

په مضمونی برخه کې هم شبکه توانیدلې یوشمیر بااهمیته کارونه ترسره کړی. په تیرکال کې شبکې د هیواد په درویشتو ولایتونو کې دبشری حقونوپه برخه کې پنځوس تنه روزونکی د بشری حقونو اساسی مضمون په اړه وروزی، او د بشری حقونو ښونکو لپاره یې په اوړی کې دنړیوالو متخصصینو په ګډون د بشری حقونو ښونځی پرانیست. په دغه کال کې شبکې ( د بشری حقونو د روزنې کتاب) او د( بشری حقونو د اعلامیې داصطلاحاتو تحلیل او تشریح) کتاب ته لازیاته پراختیا ورکړه او هغه یې په پښتو او فارسی دری زپو بیا چاپ کړ. په دغه کال کې د بشری حقونو د روزنې یونټ د هیواد په بیلابیلو ولایتونوکې خپل دوامداره پروګرامونه پیل کړل. د شبکې دظرفیت روزنې برخه وتوانیده په دغه برخه کې مدنی او دولتی ټولنو او د شبکې غړو ته بې شمیره پروګرامه جوړ کړی. کنفرانسونه،سیمنارونه، د بشری حقونود روزنې ورکشاپونه، څیړنیز سمپوزیمونه او مهمو ورځو په اړه غونډې دهغو کارونو له ډلې څخه دی. په تیرکال کې شبکه وتوانیده د شبکې غړو ټولنې ته د هرات،بامیانو، غزنی ،دایکندی او کابل ولایتونوکې دری څلویښت پروګرامونه جوړ کړی.

دانګارې مجله چې د شبکې له خپرونو څه ده، دهیواد په مهمو مجلو بدله شوه. انګاره وتوانیده تیرکال شپږګڼې خپره شی.د انګارې ادارې ته د رارسیدلو لیکونو او دوامداره ټلفونی اړیکې د هیواد له بهر او دننه ددغې مجلی کارنده توب ښونه کوی. تیرکال شبکه وتوانیده د انګارې مجله مرکزی کتابتونونو، علمی مرکزونو، پوهنتونونو، ښونځیو، د حکومت مسولینو، د پارلمان غړو، سترې محکمې ، په کابل کې مدنی ټولنو او له شلو څخه زیاتو ولایتونوته خپره کړی . همداراز تیرکال شبکې د (بیځایه شویو او کډوالو) لپاره یو روزنیز کتاب په دری فارسی اوپښتو ژبو ، لس زره ټوکه خپور کړی، چې د پام وړ هم وګرځید. همداراز شبکې په دغه کال کې یوه اندازه بروشور او زیات شمیرخبرپاڼې هم خپرې کړې. او بشری حقونو ځانګړې پاڼه ېې د کلید په زیات تیراژ لرونکې مجلې کې جوړه کړی، ترڅو دبشری حقونو پیغام ټولو افغانو کورنیو ته چې د هیواد په هره برخه کې ژوندکوی ورسیږی. شبکې دخپل کار له پیله توانیدلې د کلید مجلی په څلور شپیتو ګڼو کې پنځه څلویښت د بشری حقونو ،مدنی ټولنې اوسیاسی پراختیا په اړه مبحثونه او شپږپنځوس مبحثونه مبحثونو کې دبشری حقونو د اصطلاح تحلیل او تفسیر خپورکړی.

د غږ راډیویی خپرونه چې د سهارموپخیرافغانستان راډیو دهمکارانو په توانمندۍ نشریږی. دبشری حقونو په برخه کې دبحثونو په اړه یو له سترو راډیویی خپرونو څخه شمیرل کیږی. د انترنټ له لارې د راډیویې خپرونو خپریدل زموږ له هیواد بهر وطنوالووالو لپاره په ترټولو زیات اوریدونکې لرونکې راډیو بدله شوې. تیره کال د ملی او نړیوالو کارپوهانو ، دملی شورا له دواړو خونو ، دحکومت،نړیوالې ټولنې سیاسی اوخصوصی سکتور استازو په ګډون خپرونې جوړې اوخپرې شوی. په دغو خپرونو کې له یوسلو شلو څخه زیاتو میلمنو ګډون کړې.

د شبکې انترنټی پاڼه چې په دې وروستیو کې په کار پیل کړی، خپل خاص مینه وال پیداکړی. دغه ویبسایټ د شبکې د څیرې یوه هینداره ده. په دغه برخه کې هرهغه څه چې د شبکې دمعرفۍ په برخه کې اړین بلل کیږی شته. په دغه انتر نیټی پاڼه کې ددغې پاڼې په اړه مقالې، څیړنې او پوښتنې او ځوابونه او داوریدونکو اړیکې چې دشبکې ، حقوقی اړیکو، خپرونو او نورو موضوع ګانو په اړه درج شوی دی. دشبکې اطلاعات هڅه کوی ترڅو شبکې ویبسایت د بشری حقونو دبحث په یوښه ځای بدل کړی.

په جرت سره ویلې شو چې شبکې په تیر کال کې دمدنی ټولنې او قانون حاکمیت ترنامه لاندې د بشری حقونو ارزښتمن بحثونه په هیوادکې جوړ کړ.

د شبکې دمنابعو مرکز په تیرکال کې، دمدنی ټولنې او قانون حاکمیت په اړه غونډې جوړې کړې چې له هغې ډلې څخه د(اسلام او بشری حقونو) د (اسلام له نظره د ښځو حقونه) ، (مدنی ټولنه څه ده) (وګړنیزتوب څه ډول رامنځته کیږی)، (بشری حقونه او دهغې بنسټیز نسلونه)، (دبشری حقونو تاریخی سیر) کولې شو یاد کړو. دمنابعو مرکز د کتابتون او د مطالعې خونې او انترنټ په لرلو سره وتوانیدل د شبکې غړو او دهیواد پوهنتونو محصلینو فعالیت او ملاتړ زمینه برابره کړی.

په تیرکال کې شبکه دهیواد په بیلابیلو برخو کې دپام وړ په یوې ټولنې بدله شوه. د هیواد په شمال کې دشبکې دفتر وتوانید د بلخ، بغلان، سمنګان،تخار، کندز، جوزجان اوفاریاب ولایتونو ته اولس خپرونې جوړې کړی. همداراز دهرات ،بادغیس،فراه او غور ولایتونو ته ېې اتلس پروګرامونه ترسره کړل. دهیوادپه ختیځ کې دننګرهار،کنړ، او لغمان ولایتونو ته دظرفیتونو د روزنې ،په برخه کې د مضمونی او مدیریتی له پلوه پروګرامونه جوړ کړل. او په دغو برخو کې مهمه ونډه ترسره کړه. په تیرکال کې شبکه وتوانیده ترڅو له دولتی ځایی ، پوهنتونونو، نړیوالو ټولنواو ټولنیزو ادارو سره ښه همکاری ولری. د دولت چارواکی او د نړیوالې ټولنې استازو په ولایاتو کې د شبکې پروګرامونه ستایلی او په هغې کې ګډون کوی.

په تیرکال کې شبکې له ځینو ستونزو سره هم لاس اوګریوان وه. او د امنیتی حالت خرابوالی ددې لامل شو ترڅو شبکه ونتوانیږی دافغانستان په سویلی ولایتونوکې خپل فعالیت پیل کړی.د ظرفیت کموالی دد لامل شو ترڅو شبکه ونتوانیږی لا زیاتې خپرونې دهیواد په ولایتونو په ځانګړې توګه په لیرې پرتو سیمو او کلیو کې په لاره واچوی . که څه هم چې د بشری حقونو دپلې لوکولو پروضعیت څارنه د شبکې دنده نده، خو بشری حقونو ملی ټولنو له خوا د سم څارنیز میکانیزم نشتوالی د مدنی ټولنو ونډه هم محدوده کړې. که څه چې شبکې په تیرکال کې د یوې څیړنې په خپرولو سره وتوانید د مدنی ټولنې له نظره خپله لیدلورې څرګند کړی.خو د څارنې دفرهنګ نشتوالی او مدنی ټولنې د څارنې نه منلو فرهنګ شتون ددلامل شوی ترڅو په دغه برخه کې د حکومت ګډون هم کمرنګه وی.

دهغو ستونزو اولاسته راوړنو چې پورته ځنې یادونه وشوه سره سره ، تیرکال د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې لپاره یو بریالې کال بللې شو، دشبکې ترټولو ستره بریا د کار وړتیا په برخه کې د تخصص رامنځته کولو کې ده. شبکې وشو کړای د اعلامیو په خپرولو د دولت او نړیووالې ټولنې به پریکړو اغیزه ولری .په دغه کال کې کورنیو واو نړیوالو ټولنو د شبکې پروګرامونه خپاره کړل. او د شبکې ، کارپوهان په مهمو بحثونو کې په مشهورو ټلویزیونو کې هم ګډون درلود.

دافغانستان دمدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، له خپلو ټولو غړو، ملی او نړیوالو همکارانو،روڼ آندو، د بشری حقونو فعالانو ، د حکومت اوپارلمان غړو،ځوانانو او ټولو هغو کسانو څخه چې د بشری حقونو او مدنی ټولنې په برخه کې له موږ سره مرسته کړې مننه کوو. او هیله لرو چې راتلونکې کال هم په لازیاتې بریا او صمیمت او همغږۍ سره پیل کړو.

د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه
د خپرونو او اطلاعاتوبرخه

 

ځواب دلته پرېږدئ