دمدنی ټولنې او بشری حقونو اطلاعیه

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

دمدنی ټولنې او بشری حقونو اطلاعیه

(د میرمن سیمین بارکزۍ د قضېې د اوارۍ په اړه دملګرو ملتونو سازمان له عالی کمیشنرۍ څخه غوښتنه)

د سیمین بارکزۍ د اعتصاب په څوارلسمه ورځ، د پولیسو ځواکونو د۱۳۹۰ کال د تلې د ۲۲/۲۱ شپې چې د ۲۰۱۱ میلادی کال داکتوبر له ۱۳/۱۴ سره سمون لری د نوموړې د اوسیدو پرخیمې برید وکړ، او د بشری حقونو د ټولو موازینو پرخلاف ېې د سیمین بارکزۍ خیمه ویجاړه او هغه ېې روغتون ته ولیږدوله.

همداراز په هماغه شپه د پولیسو ځواګونو د میرمن بارکزۍ د ملاتړو، کیږدۍ چې د خوړو د اعتصاب په حال کې وو، ویجاړې کړۍ او هغوۍ ېې له سیمې څخه ولیږدول. دا کار د دې لامل شو ترڅو، مدنی ټولنې، دبشری حقونو مدافعان او په افغانستان کې د ښځو د حقونو مدافعان د حکومت لخوا د وګړو مدنی حقونو ته د احترام په برخه کې، بې باوره او مشوش شی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې، د ۱۳۹۰/۷/۱۹ ، چې د ۲۰۱۱/۱۰/۱۱ سره سمون لری یوه اعلامیه خپره کړې وه، چې د هغې په لړ کې د سیمین بارکزۍ له مدنی غوښتنو څخه ملاتړ شوې وو، او د افغانستان له دولته غوښتل شوی وو ترڅو د دې ستونزې د اوارۍ په برخه کې جدی اقدام وکړی.

په هغه اعلامېې کې راغلی وو که د افغانستان دولت د سیمین بارکزۍ مدنی غوښتنو په اړه جدی اقدام ونکړی، نو د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه به د نړیوالو بشری حقونو له میکانیسمونو، په ځانګړې توګه د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو له عالی کمیشنرۍ څخه وغواړی په دې اړه مداخله وکړی.

د شپې لخوا د سیمین بارکزۍ پر کیږدۍ د پولیسو له لوری برید، د افغانستان د مدنی ټولنه او بشری حقونو شبکه اړویسته، ترڅو دملګرو ملتونو سازمان دبشری حقونو له عالی کمیشنرې، میرمن پیلی او د ملګرو ملتونو سازمان غړو څخه د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو د عالی کمیشنرۍ له لارې غوښتنه وکړی، ترڅو د دې کړکیچ د اوارۍ په اړه د نړیوالو مراجعو له لارې اقدام وکړی.

په درناوی

کابل ـ افغانستان
د۱۳۹۰ لمریز، د تلې۲۳، سمون خوری د ۲۰۱۱ میلادی اکتوبر ۱۵

ځواب دلته پرېږدئ