دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د تسلیت پیغام

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې د تسلیت پیغام

د ۱۳۸۸ کال سلواغه – د ۲۰۱۰ کال جنوری

 کابل، افغانستان

په ډیرې خواشینۍ سره موخبر ترلاسه کړ، چې ښاغلی ریمی بوره ګار، دبشری حقونو یو پیژندل شویNews01-21-1 مدافع او دافغانستان خلکو یو ترټولو ښه ملګری، د زړه د حملی له کبله، د کاناډا په تورنتو ښارکې له نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

ښاغلی بوره ګار، د دموکراسۍ او حقونو موسسې ریس وو، چې زیات کلونه ېې د بشری حقونو مدافع په توګه په کاناډا او د نړۍ په نورو سیمو کې ارزښتمن فعالیتونه لرل. له دې امله هغه د یو متعهد انسان په توګه یادوو چې له ویاړنو ډک ژوند ېې ترشا پریښی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د مدنی ټولنو او بشری حقونو بنسټونو په استازی توب چې په افغانستان کې دبشری حقونو د پلې کولو په برخه کې فعالیت لری، ددغه د قدروړ شخصیت غمجنه مړینه د هغه کورنۍ، همکارانو او مینوالو ته په مانتریال، کابل او د نړۍ په نورو سیمو کې تسلیت وایو.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د ښاغلی بوره ګار یادونو ته درناوی کوی او هیله کوی، چې ددغو دوه ټولنو ترمنځ همکاری دوامداره او تلپاتې وی.

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه

ځواب دلته پرېږدئ