ځینې مدني فعالان په دې باور دي، چې د دولت مرکچي پلاوی په یوه ډول سهمیه‌بندۍ شوی ترکیب لري او په همدې دلیل نه‌شي کولی، له ټولو افغانانو استازیتوب وکړي؛ له همدې امله د هغوی په وینا د زیاتو هېوادونو غږ او غوښتنې به د مذاکره‌کونکو غوږ ته ونه رسیږي.

مدني فعال عبدالله احمدي د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره خبرو کې وايي، هېوادوال په ځانګړې توګه د مدني ټولنې فعالان، علما، ښځې او ځوانان د سولې بهیر کې مهم رول لري، خو د سولې خبرو کې د هغوی د اکثریتو د غږ ځای تش دی. «کوم څه چې اوس د سولې خبرو کې د هغوی ځای تش دی، د خلکو غږ او د هغوی غوښتنه ده. اوس خبرې یوازې د دولت او د طالبانو استازو ترمنځ دي او هلته د لویې برخې خلکو غږ نه اورېدل کیږي. زه فکر کوم، چې دغې غونډې ته د خلکو د غږ رسولو لپاره، یوه‌ ټولیز بسیج ته اړتیا ده.»

شبکه: ښه نو د دولت د مرکه‌چي ټیم د ټول‌شمولیت او له ټولو خلکو څخه د استازیتوب ادعا په اړه یې ستاسو نظر څه دی؟

احمدي: د حکومت له خوا دغسې ادعاوې کیږي، خو دولت د مرکه‌چي پلاوي غړي د یوه سهامي شرکت په څېر غوره کړي دي. د سهمیه‌بندۍ په اساس د ځواکمنو کسانو او ډلو استازي د دغه ټیم غړي شوي، مثلآ امکان شته چې دغه پلاوي کې د اقلیتونو استازي حضور ونه‌لري. امکان شته چې مرکه‌چي ټیم کې ځينې مهم مسایل په پام کې نیول شوي وي، خو په ټوله کې د لاسته راوړنو او ارزښتونو د خوندیتوب په تړاو اندېښنو ته په پام، دغو خبرو کې د زیاترو په ځانګړې توګه، د بافکره علماوو، روڼ‌اندو او د رسنیو او مدني ټولنې استازو ځای تش دی. د مدني فعال په توګه زما غوښتنه دا ده، چې د مدني ټولنې واقعي رول، چې پر بهیر نظارت دی، ورکړل شي؛ ترڅو ډاډ حاصل شي، چې د خلکو برخلیک او لاسته راوړنو سره معامله نه کیږي. له بده‌مرغه تراوسه د خبرو اترو پر بهیر د مدني ټولنې نظارت ته زمینه نه ده برابره شوې.

شبکه: د هغه څه په اړه مو ارزونه چې تراوسه مذاکراتو کې تېر شوي، څه ده؟

احمدي: په ټوله کې کولی شو ووایو، چې دغه خبرې یو تاریخي فرصت او یو ارزښتناکه بهیر دی. خلک له یوې خوا جګړې څخه ستړي شوي او په تمه دي، چې هوکړه وشي او سوله ټینګه شي، له بلې خوا د تېرو تجربو د بیا تکرار احتمال څخه هم اندېښمن دي. بله موضوع دا ده، چې د سولې خبر یو څه ورو مخ ته ځي او د لارې پر سر یې ننګونې شته، د سولې خبرو دواړه خواووې پر خپلو غوښتنو او واک کې د زیاتې ونډې په درلودو ټینګار کوي او له بلې خوا هېوادوال نه‌پوهېږي چې دقیقآ خبرو کې پېښېدونکي دي.

شبکه: ستاسو په نظر داسې یوې ډلې سره خبرې به، چې ښه مخینه په ځانګړې توګه پخوا وختونو کې د ښځو په تړاو ښې لاسته راوړنې نه لري، یوې پایلې ته ورسیږي؟

احمدي: د مدني ټولنې او نورو بافکره کسانو اندېښنه دا ده، چې طالبانو بدلون نه دی کړی. دغه ډله هماغه پخوانۍ ډله ده او هماغه پخوانی فکر او ایډیالوژي لري؛ په همدې دلیل داسې اندېښنې شته، چې د هوکړې پایله کې د ښځو حقوق په پام کې ونه‌نیول شي او د تېرو دوو لسیزو په لاسته رواړنو معامله وشي. بلخوا ځینې بیا هیله مند دي او په دې باور دي چې طالبانو بدلون کړی او ادعا لري چې د شریعت له مخې د ښځو حقونه مني؛ داسې حال کې چې پوهېږو، شریعت څخه د طالبانو برداشت کاملآ متفاوت او اوسنیو باورونو سره توپیر لري؛ کله چې طالبان وايي د شریعت په اساس د ښځو حقونه، یانې ښځې ښوونځي ته لاړې نه‌شي او کار ونه کړي.

شبکه: د ښځو له حقونو څخه د دفاع لپاره مرکه‌چي ټیم کې د ښځینه غړو وړتیا او ظرفیت څنګه ارزوئ؟

احمدي: زما په نظر د قناعت وړ وضعیت نه لري. سره له دې چې د ښځو ځینې استازې ښې سیاسي تجربې لري، نه‌شي کولی هېواد کې د ښځو له ټولو ډلو څخه استازیتوب وکړي. د مرکه‌چي ټیم ښځینه غړې په ځانګړې توګه داسې کسان دي، چې په تکراري څېرو بدلې شوي او هر ځای یوازې همدغه څو تنه حضور لري. هغوی نه‌شي کولی د افغانستان د ټولو ښځو استازیتوب وکړي؛ ځکه افغان مېرمنې ټولنه کې مختلفې فکري ډلې تشکیلوي او د هغوی استازې په دې څو ښځو نه‌شي خلاصه کېدی. په هر صورت فکر کوم، ښه به وه چې د ښځو د استازو انتخاب ټول‌شموله ووسي، یانې د دولت مرکه‌چي ټیم کې د ټولنې د هرې برخې ښځو استازې غوره شوې وی او نویو څېرو ته هم فرصت ورکړل شوی وی.

شبکه: ځینې په دې باور دي چې مذاکراتو کې د ښځو د حضور نفس کولی شي، نسبت مېرمنو ته د طالبانو په دریځ اغېزې ولري، تاسو په دې اړه څه نظر لرئ؟

احمدي: حضور یې ډېر مهم دی کله چې طالبانو سره د خبرو یو لوری ښځې ووسي او دغه ډله هغوی سره بحثونه وکړي، په دې مانا دی چې که طالبان وغواړي او یا نه، د ښځو حضور یې منلی دی. بلخوا امکان لري طالبان چې نسبت دغو ښځو ته کوم تصور لري، بدلون وکړي او هغوی ومني چې ښځې هم کولی شي سیاستوالې، خبریالې یا مشره ووسي. په ټوله کې دا چې طالبان د ښځو خبرې په مستقیم ډول اوري، ښه خبره ده.

شبکه: ستاسو په نظر که چېرې هوکړې ته د رسېدو لپاره د ښځو د حقونو په برخه کې یو لړ محدودیتونه ولګول شي، د منلو وړ دي؟

احمدي: زه فکر کوم سولې ته د رسېدو لپاره د ښځو یا نورو هېوادوالو په ځانګړې توګه د قومي او مذهبي اقلیتونو پر حقونو او ازادیو معامله کول، په هېڅ وجه مونږ سولې ته نه‌شي رسولی، بلکې شاید هغه هوکړې چې کیږي، یوازې په موقت ډول د جګړې بندېدو لامل شي، چې دا زما په نظر افغانستان کې د یوې اوږدې شخړې اساس ږدي.

شبکه: ستاسو په نظر حکومت کې به د طالبانو مشارکت د مدني ټولنې پر فعالیتونو څه اغېزې وکړي؟

احمدي: زمونږ اندېښنه دا ده چې د دواړو خواوو د هوکړو پایله کې، د ښاریانو، په ځانګړې توګه د ښځو او اقلیتونو پر حقوقو او د بیان او مطبوعاتو پر ازادۍ معامله ونه‌شي، که داسې یو څه وشي او مجبوره شو چې د سولې لپاره د بشري حقونو او د انساني ازادیو په څېر لګښت ورکړو، دا د وحشت دورې ته د ورګرځېدو په مانا دی، چې پایله کې یې ازادۍ محدودې او مدني فضا به وتړل شي او مونږ به داسې حال کې چې نړۍ د پرمختګ او پرمختیا په حال کې ده، کلونه شاه‌تګ ولرو، چې د افغانستان په تاریخ کې به یو نه جبرانېدونکی شاه‌تګ رامنځ ته شي.

شبکه: دولت باید مذاکراتو کې کومو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي؟

احمدي: دولت هغه مهال کولی شي خلکو څخه ښه استازیتوب وکړي، چې غوښتنې او لومړیتوبونه یې د خلکو د غوښتنو په اساس ووسي، چې په دې صورت کې به خلک هم له دولت څخه ملاتړ وکړي. لومړي ګام کې د دولت سره کرښه باید د جوړښت او دیموکراتیک نظام خوندي ساتل او بل پړاو کې اساسي قانون او خپله د قانون له مخې تعدیل یې ووسي.

بله مهمه مسله چې د مدني ټولنې په ګډون د زیات شمېر خلکو غوښتنه ده، د نړیوالو تعهداتو او نړیوالو اسنادو حفظ دی، چې افغانستان ورته ژمن دی او دا چې د بشري حقونو نړیوال کنوانسیونونه هم خوندي وساتل شي، ترڅو افغانستان څو کاله شاه‌تګ ونه کړي او د نړیوالې ټولنې له دایرې څخه بهر نه‌شي.

ښاغلی احمدي وايي، لکه څنګه چې تراوسه ان د مذاکراتو اصول نه دي وروستي شوي، په اړه یې وړاندوینه ستونزمنه خبره ده. دې سره د هغه په باور، د خبرو پایله د سولې په مرکه‌چي پلاوي او د خبرو مخکې وړولو لپاره یې په کړنلارې تړاو لري.

د ښځو او سولې په اړه مرکې