« دولت نه بايد د ښځو حقوق له پامه وغورځوي»
د مېرمنو په اړه د طالبانو چلند ته په پام سره، د سولې خبرو کې د طالبانو له لوري د مېرمنو پر حقونو د محدوديتونو لګولو اندېښنې موجودې دي. کارپوهان په دې باور دي چې د سولې خبرو کې د افغان حکومت پلاوي باید د ښځو د حقونو او ازادیو د ساتنې له دریځ څخه په شا نهشي.
د حقوقو استاد خداداد وطنخواه د بشر د حقونو او مدني ټولنې له شبکې سره خبرو کې وویل، په هغه مسلو کې چې د خبرو اترو دواړه لوري پرې ټینګار کوي؛ هغه لوری چې منطقي وي نه بايد په شا شي.
« د انساني حقونو په اړه په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د ملاتړ په اړه د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ليدلوری منطقي او انساني او د بشري حقونو یو ليدلوری دی. د افغانستان دولت نه باید په دې برخه کې په شا شي او نه هم بايد داسې فکر وکړي چې نړيواله ټولنه افغانستان یوازې پرېيښی دی؛ که افغانستان په رښتینې توګه تېر ته ور وګرځي، نو د نړیوالې ټولنې وقار به په یو ډول زیانمن شي او په افغانستان کې به يې ټولې پانګونې او هڅې له خطر سره مخامخ شي.»
شبکه: تر دې مه چې د سولې خبرو کې څه تېر شوي، تاسو دا خبرې څه ډول ارزوئ؟
وطنخواه: یوه له هغو موضوعاتو چې پيل کې دواړو لوريو ورباندې هوکړه وکړه دا وه چې باید د خبرو اترو په پروسه کې منځګړی نه وي؛ خو ومو ليدل چې دا هوکړه ډېره رښتينې نه وه او ځینې هېوادونو يو ډول د سولې خبرو کې د مرستندويه په توګه، دننه شول چې اوس دغه د منځګړي په توګه شکل نيسي ترڅو بنبنست مات شي. په يو ډول دې پايلې ته ورسېدل چې ښايي دواړه لوري ونهشي کولای په یوازې توګه دا پروسه مخته یوسي. په ټوله کې تر دې دمه د سولې خبرې د افغانانو او نړیوالې ټولنې ته د رضايت وړ نه دي او داسې ښکاري چې دواړه لوري په دې هڅه کې دي چې وخت ضايع کړي او البته په يو ډول يو بل ازمايي.
شبکه: ایا تاسو فکر کوئ چې د سولې مذاکره کوونکي پلاوي کې د سړيو او د ښځو نه تناست، ښځو ته په کمه سترګه کتل نه دي؟
وطنخواه: زما په باور د افغانستان په اوسني وضعیت کې دا چې د سولې خبرو کې دې د پلاوي نيمايي غړې ښځې وي، امکان نه لري. دا سمه ده چې اوس د ښځو حقونه برجسته شوي او د يوه شاخص او ځانګړی اهميت يې پيدا کړی دی؛ خو په ټوله کې افغاني ټولنه يوه محافظه کاره ټولنه ده. په هر حال، زما په اند دا به په اوسني وضعیت کې د مسلې اهمیت ته په پام سره د افغانستان حکومت لپاره غوره وای، ترڅو په پلاوي کې ډېرو مېرمنو په ځانګړې توګه هغو مېرمنو چې په سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو کې خورا مشهورې دي، برخه اخيستې وای.
شبکه: د سولې خبرو کې د ښځو موجوديت به د طالبانو پر دریځ څه اغېزه ولري؟
وطنخواه:که خلک غواړي خپل حقونه ترلاسه کړي، نو لومړی ګام دا دی چې باید ولیدل شي. ده کسان چې موجوديت يې ښکاره نهشي، هرومرو به ستونزو سره مخ کېږي. په ظاهري ډول د ښځینه خبريالانو موجوديت، په ځانګړې توګه هغه کسان چې ډېر مشهور وو او همدارنګه د سولې خبرو کې د دولت د مذاکره کوونکي پلاوي په ترکيب کې د ښځو حضور په غیرمستقیم ډول د طالبانو پر دریځ اغېزه کوي او لا پر هغوی ډېر رواني فشار واردوي. نو موجوديت يې ډېر ګټور دی، له هغې چې هېڅ نه وي.
شبکه: د سولې خبرو په مذاکره کوونکي پلاوي کې د ښځینهوو استازيو له وړتيا ستاسو ارزونه څه ده؟
وطنخواه: په ټيم کې د يادو ښځو وړتیا د نارینهوو په پرتله د پام وړ ده؛ خو که شمېر يې ډېر وای دا به ډېره ښه وه. بله موضوع، دا سمه ده چې د دولت د سولې خبرو لپاره پلاوی غوره شوی دی؛ خو د ټولو پرېکړو نيول د هغوی پر غاړه نه ده او وروستۍ پرېکړه به د افغانستان دولت کوي. په هر حال، که دا ټيم ډېر قوي وای، ډېره به غوره وه.
شبکه: تاسو په باور تر ټولو مهم موضوعات چې د افغان دولت له لوري بحث کې لومړيتوب ولري، څه دي؟
وطنخواه: افغان حکومت تر اوسه پورې یو شمېر موضوعات چې سرې کرښې یا اساسي اصولو چې بايد په پام کې ونيول شي، اعلان کړي. يوه له هغو د جمهوري نظام ده. دا په دې معنا چې ولسواکي او ملي حاکمیت اصل باید په هر هغه نظام کې په رسميت وپېژندل شي چې په راتلونکي کې جوړېږی او خلک د لوړ رتبه چارواکيو په ټاکنه کې لکه د ولسمشر او د ولسي جرګې د استازيو په ټاکنه کې اساسي رول ولري.
بله موضوع چې ډېره اړينه ده د افغانستان په راتلونکي نظام کې د مذهب رول دی؛ معنا دا چې ایا یوازې یو مذهب، لکه حنفي مذهب د قانون جوړونې اصلي سرچینې وي او که له هغې سره جعفري مذهب هم د یوې سرچینې په توګه په پام کې ونیول شي. د افغاني ټولنې واقعیتونو ته په کتو سره بايد ووايو چې دا اصول یا غوره بولم ووايم چې دا د افغان حکومت سرې کرښې دي او بايد هم وي. دا چې د حکومت شکل څه ډول دی او د ملي شورا یا پارلمان څه رول ولري، دا موضوعات دي چې په اسانۍ سره د بحث وړ دي او په هغې کې بدلونونه ډېر مهم نه دي؛ ځکه چې د افغانستان اوسنی اساسي قانون هم وايي چې دا موضوعات د تعديل وړ دي.
د افغانستان اساسي قانون کې چې ۱۴۹ مه او ۱۵۰ ماده تعديل لپاره په نظر کې نيول شوي، وايي چې يوازې د افغانستان د اساسي قانون ۳مه ماده د تعديل وړ نه ده چې په هغې کې د اسلام د سپېڅلي دین پیروي او همداراز د اسلامي جمهوري نظام ډول دی چې نه تعديل کېږي. د اساسي قانون دويم څپرکی هم تعدیل کېدلای شي که چېرې دا د افغانستان د اتباعو د حقونو په ګټه وي. بله ډیره مهمه موضوع ځانګړی تفسیر دی چې په افغانستان کې د مدني حقونو او مذهبي قانون په اړه موجود دی، په ځانګړې توګه د اساسي قانون دويم څپرکی چې د افغانستان اتباعو اساسي حقونه او دندې تر سرلیک لاندې دی. دا څپرکی د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې قواعد او مقررات منعکسوي، کوم چې د ټولو اتباعو، په ځانګړې توګه د ښځو او قومي او مذهبي لږکیو حقونه ساتي.
شبکه: ستاسو په اند د سولې له هوکړې وروسته به تر کومې کچې د مېرمنو حقوق وساتل شي؟
وطنخواه: دا موضوع راتلونکي نظام پورې اړه لري چې له هوکړې وروسته نظام به څه ډول وي. اوس وړاندوينه نهشو کولای؛ خو زما په باور که چېرې د مېرمنو او مدني ټولنې مشارکت او د نړیوالې ټولنې ملاتړ ډېر شي او ډلې د سولې خبرو کې ډېر فشار وارد کړي؛ نو طالبان به اړ شي چې د ښځو په اړه خپل سخت دریځ نرم کړي.
که څه هم ښايي د نړیوالې ټولنې فشار د دې لامل شي چې طالبان په يو شمېر دريځونو کې نرموالی وښيي؛ خو داسې انګېرنې هم شته چې که چېرې طالبان د افغانستان حکومت ته جذب شي؛ په هر حال ښايي لږ ترلږه په لومړیو څو کلونو کې د اوسېدونکيو ښاري حقونو او د ښځو په حقونو کې يو ډول ادغام ووينو؛ خو په ټوله کې نړیواله ټولنه د افغانستان د راتلونکي حکومت مالي، اداري او سازماني تړاو به نړيوالې ټولنې لپاره وضعيت کې د بدلون لامل شي؛ په دې معنا چې کله بهرني حکومتونه خپلې مرستې بشري حقونو کې، په ځانګړې توګه د ښځو په اړه بدلونونو پورې مشروطې کړي، د طالبانو په ګډون هره ډله اړه کېږي چې باید نرمښت وښیې.
ښاغلی وطنخواه وايي، په قطر کې د سولې د خبرو پایله د نړیوالې ټولنې لید او په قطر کې د خبرو په څرنګوالي او په هېواد کې د نفوذ لرونکيو ډلو او حزبونو سره د افغان حکومت په تعامل پورې اړه لري. له دې سره د نوموړي په باور کومه وړاندوینه چې کېږي دا ده چې طالبان به د افغانستان حکومت سره یوځای کېدو ته اړ شي او دوی ښه پوهېږي چې نړیواله ټولنه او افغان ټولنه د دوی ټول نظرونه نه مني.