که څه هم بامیان ولایت تل د هیواد یو له ترټولو امن ولایت په توګه پیژندل شوی، خو داسې بریښي چې د بامیانو په ځینو برخو کې ناامني او افراطي افکار د میرمنو او انجونو لپاره یوه جدي ستونزه رامینځته کړې ده. د بامیانو د ښځو چارو رییسه، ذکیه رضايي وايي چې د دغه ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې د “طالباني تفکر” د شتون له امله د ښونځي د لومړني دورې تر پای پورې د زده کړې اجازه ورکړل شوې ده. هغه زیاته کړه چې اوس مهال په بامیانو کې شاوخوا  47 سلنه نجونې ښوونځیو کې زدکړې کوي، خو په یو شمیر ولسوالیو کې د هر کال په تیریدو سره د لیسې په دوره کې د ښځینه زده کونکو شمیره کمیږي.

د بامیانو ولایت د ښځو چارو رییسې له مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې سره په مرکه کې دې موضوع ته په اشارې سره ویلي دي، هغوې هر کال د پوهنې او روزنې په برخه  کې ځانګړي پروګرامونه لري چې ځیني وختونه په ځینو ولسوالیو کې، د نا امنیو له امله له ستونزو سره مخامخ کیږي« د بامیانو ولایت د ښځو چارو ریاست، د پوهنې وزارت په همکارۍ هر کال، په ښونځيو کې د نجونو د شاملولو کمپاین ترسره کوي؛ خو د کمپاین له عملي کولو مخکې له امنیتي ځواکونو سره همغږي کوو، که چیرې د خطر لمینځه وړل ناشوني وي؛ ډیر کم هغو سیمو ته ورځو.»

د خطر احساس نه یوازې د بامیان په نا امنو ولسوالیو او کلیو کې ښځې ځوروي، بلکې هغه ښځې چې په غیر محفوظ او ناسم کاري چاپیریال کې کار کوي تل له ستونزو سره لاس او ګریوان وي.

شبکه: د بامیانو ښځې د کار په ځای کې کومې ستونزې لري؟              

رضايي: په ځینو وختونو کې په کاري چاپیریال کې د ښځو د ځورونې په اړه شکایتونه شته، البته منظور مو فزیکي او رواني ځورونه ده. یوه بله ستونزه داده چې د ټولنې د دودیزجوړښت له امله، په ځینو ادارو کې مردسالاري چاپیریال حاکم دی. بله ستونزه ښځو ته د امکاناتو نشتون، لکه د کار په ځای کې وړکتون شتون، چې د کار په قانون کې ورته د کارګرو ښځو د حقونو په توګه اشاره شوې ده. د آغلې رضايي په وینا له دې ټولو ستونزو سره سره، ښځو د طالبانو د رژیم له پرځیدو وروسته په سیاسي، اقتصادي او سپورتي برخه کې لاسته راوړنې لرلي دي.

د سیمه ایزو کابینو په مشرتابه کې د ښځو حضور، په کوچنیو اقتصادونو کې فعالیت او په نړیوالو سپورتي سیالیو کې د ښځو ګډون، د بامیاني میرمنو د لاسته راوړنو یوه برخه ده چې آغلې رضايي یادونه وکړه.

 شبکه: په بیلابیلو برخو کې د بامیاني میرمنو ستونزو ته په کتو، د سولې له خبرو د هغوۍ تمه څه ده؟

رضايي: د میرمنو یوه غوښتنه د هغوۍ د لاسته راوړنو ساتنه ده،

رضايي: د میرمنو یوه غوښتنه د هغوی د لاسته راوړنو ساتل دي، همدارنګه افراطي تفکر باید له منځه ولاړ شي او د تعلیم، روغتیا، سپورت او نورو برخو کې د ښځو حضور باید وساتل شي او پیاوړی شي. د آغلې رضايي په وینا، د مرکچي پلاوي په اوسني ترکیب سره، نشو کولای چې تر ډیره خپلو موخو ته ورسیږو؛ ځکه په مذاکراتي ټیم کې ښځینه  استازې نشي کولی د میرمنو د غوښتنو استازیتوب وکړي. “په سیاسي برخه کې هرڅوک خپل مشخص نظرونه لري او د نورو نظریات پکې شامل نه دي. د دې پلاوي په ترکیب کې ډیری تشې شته او زه فکر نه کوم چې د مرکچي پلاوي غړي وکولی شي “د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو فعالینو په استازيتوب خبرې وکړي؛ دوې تر ډیره په خپلو سیاسي ګټو فکر کوي.”

د بامیانو د ښځو چارو رییسې په وینا، د بامیانو د ښځو او نورو افغان میرمنو ستونزې به  هغه مهال اوارې شي چې د ټولنې د بیلابیلو قشرونو هغه میرمنې چې د خبرو کولو لپاره څه لري د سولې په خبرو کې ګډون وکړي. له دې پرته د مذاکراتي ټیم له اوسني ترکیب سره به ښځې ډیر لږ خپلو موخو ته ورسیږي.