د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام د طلوع تلویزون د فعالیتونو د څلورمې کلیزې په ویاړ

CSHRN-Logo
د لوی او بښونکی خدای په نامه
د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام
د طلوع تلویزون د فعالیتونو د څلورمې کلیزې په ویاړ

۰۷:۱۰:۲۰۰۸

له نن نه څلور کاله وړاندې د طلوع تلویزیون لومړنۍ خپرونه خپره شوه. له هغې نیټې وروسته د طلوع تلویزیون د دموکراسۍ ارزښتونو، بشری حقونو او مدنی ټولنو ته د ژمنې رسنۍ په توګه د حاکمیت ترچتر لاندې نوې څیره وبښله، او همداراز دا ټول ېې په خپلو تږلارو کې ځای کړل.

دایو روښانه خبره ده چې د طلوع تلویزیون اوس په افغانستان کې په یو باشهامته رسنۍ او دبیان آزادۍ په ارزښتمن تربیون بدل شوی. کولې شو طلوع تلویزیون په هیوادکې د رسنیو د آزادۍ یوه بیلګه وبولو. که څه هم چې د وګړو د حقونو مخالفینو له خوا دغه تلویزیون ته زیاتې ستونزې راپیدا شوې، خود د طلوع تلویزیون وتوانید،د با ارښته بحثونو په جوړه ولو سره هڅه کوله ترڅو د مهمو سیاسی، اقتصادی،ټولنیز او فرهنګی خپرونو له لارې دولت جوړونې، ملت جوړونې او د وګړو کولو پروګرامونه ترسره کړی. چې دا په افغانستان کې له سیاسی ،اقتصادی،ټولنیزو او فرهنګی مهمو اغیزو څخه برخه من وو.

طلوع تلویزیون د لومړی ځل لپاره په خبری او اطلاعاتی رسنیو کې پخوانی رسمونهه او په هغې د تبصرې کلیشه د دموکراتیک او تخصصی ژورنالیزم په رڼاکې بدلون ورکړ.

دغې باارزښتې رسنۍ د هیواد د هنر ، موسیقۍ ،سینما او د هنر په نورو برخو کې نوې فضا رامنځته کړه.

د طلوع تلویزیون یوه مهمه ځانګړتیا ځوانانو ته د مناسبو فرصتونو برابرول دی.مدنی ټولنو،روڼ آندو، سیاسی ګوندونو،خصوصی سکتور،حکومتی ټولنو او نړیواله ټولنه توانیدلې چې دطلوع تلویزیون په خپرونو کې خپل ځای ترلاسه کړی.

دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، چې دهیواد په کچه د شپیتوټولنوهمغږۍ کونکې ده، د طلوع تلویزیون څلورمه کلیزه ددغه تلویزیون مدیریت،کارکونکو اومینه والوته، مبارکی وایی او د لازیاتو بریالیتوبونو غوښتونکې ده. د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دې باور ده چې د طلوع تلویزیون په څیر رسنۍ د وګړو ژبه ده. هیله من یو طلوع تلویزون په راتلونکو کلونو کې د فرهنګ د پرختیا او د بشری حقونو د عامولو په برخه کې با ارزښته رول ولری.

محمد نعیم نظری، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې همغږی کونکی

باری سلام، دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شکبې ویاند

ملک ستیز، دبشری حقونو دمطالعاتو دنړیوال مرکز د منځنې آسیا لپاره دپروګرامونو ریس

 

ځواب دلته پرېږدئ