د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې پیغام

د ۱۳۸۹ کال د سلواغې۹

کابل ـ افغانستان

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د ۱۳۸۹ کال د سلواغې په ۸ د کابل د وزیرمحمد اکبرخان په سیمه کې په رامنځته شوې پیښه کې، زموږ یوشمیر بیګناه هیوادوال شهیدان شول. په دې ډله کې دافغانستان د بشری حقونو په خپلواک کمیسیون کې محترمه ارزښتمنه همکاره میرمن حمیده برمکی، هم د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره په شهادت ورسیده، انالله و انا الیه راجعون .

دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه دا وحشیانه عمل په کلکه غندی او هغه د ټولو انسانی ارزښتونو سره په ټکر کې بولی.

د اسلام مقدس دین، نړیوالو قوانینو، دملی قوانینو او انسانی ارزښتونو له مخې د بیګناه انسان وژنه یو نه بښونکی او د بشر ضد عمل بلل کیږی. داشان عملونه، د سولې پالنې لړۍ او د یوبل ځغملو احساس ته زیان سوی او د افغانستان د ټولنې په عمومی روانی حالت بده اغیزه کوی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه په داسې حال کې چې د دې غمجنې پیښې د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته تسلیت وایی، د بشری حقونو خپلواک کمیسیون همکارانو ته خپله ژوره همدردی څرګنده وی.

د میرمن حمیدې برمکې ناڅاپی مړینه، دبشری حقونو کورنې،مدنی ټولنو او د بشری حقونو او ارزښتونو فعالانو ته ستره ضایعه شمیرل کیږی.

سربیره پردې چې له الله تعالی (ج) څخه د دې پیښې شهیدانو لپاره د جنت غوښتنه او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا غوښتنه کوو، ددې غمجنې پیښې، د قربانیانو کورنیو ته د جمیل صبر غوښتنه لرو.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه

 

ځواب دلته پرېږدئ