.د ښځو د حقونو یوشمیر فعالان وايي د سولې د هوکړې د لاسلیک او په واک کې د طالبانو د مشارکت په صورت کې د ښځو په فعالیتونو او حقونو محدودیتونه ونه لګول شي؛ ځکه هغوې خپله حقونه په ډیرو ستونزو ترلاسه کړي دي.

په بلخ ولایت کې د مدني ټولنې فعالې فریحې ناصري( مستعار نوم) له مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې سره په مرکه کې وویل، د افغانستان د ښځو لپاره هیڅ محدودیت د منلو وړ ندی؛ ځکه د افغانستان ښځو خپل حقونه د ډیرو قربانيو په زغملو ترلاسه کړي دي.

شبکه: تر دې دمه د سولې د روانو خبرو په اړه ستاسو ارزونه څه ده؟

ناصري: د مذاکراتو له پیله کابو دوه میاشتې تیریږي، خو د مذاکرې دواړه لوري تر اوسه د خبرو په آجندا هوکړې ته ندي رسیدلي. د رسنیو د راپورونو په بنسټ د آجندا د وروستي کیدو لپاره هیڅ پرمختک ندی شوی او اوس د مذاکراتو د پایلو په اړه خبرې کول له مخته مخکې دی.

 شبکه: له داسې ډلې سره خبرې کول چې له  ښځو سره د چلند ښه مخینه نه لري په ټولنه کې  به د ښځو په ټولنیز او سیاسي حضور اغیزه څه وي؟

ناصري: د طالبانو د ډلې له جوړیدو تر اوسه، د دې ډلې غړي تر ننه د په حقونو باور نه درلود او هغې ته ېې احترام ندی کړی. د دې ډلې په ترکیب کې هیڅ کله ښځې شاملې نه وې او دا څرګندوي چې دا ډله ښځو ته هیڅ ارزښت نه ورکوي. په واک کې د طالبانو د شریک کیدو په صورت کې امکان لري طالبانو پر ښځو ټینګ ګوزار وکړي؛ هغوې به د ښځو آزادۍ سلب او ډیر محدودیتونه به په ښځو ولګوي څو ښځې ونشي کولای په آزاده توګه خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي. پر ښخو به د طالبانو لومړی ګوزار دا وي چې هغوۍ به نارینه ګانو پورې تړلي وساتي، له هغې ډلې داسې قواعد به وضع کړي چې په بنسټ به ېې هیڅ میرمن له شرعي محرم پرته د سفر کولو حق ونلري، خو لکه څنګه چې د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته ښځو په ډیرو هڅو سره سترې بریاوې ترلاسه کړي دي، هیله مند یم د هغو محدودیتونو په اړه چې طالبان ېې رامینځته کوي چوپ پاتې نشي او د اغیزمنو غورځنګونو په جوړولو سره له دې وضعیت سره مبارزه وکړي.

 شبکه: آیا د سولې په خبرو کې د ښځو حضور کولی ي د ښځو په وړاندې د طالبانو په چلند اغیزه وکړي؟ آیا فکر کوۍ چې طالبان به په خپل دریځ کې تغییر راولي؟

 ناصري: د سولې په خبرو کې د ښځو حضور په دې معنی دی چې نړیواله ټولنه په دې مذاکراتو کې د ښځو له حضوره ملاتړ کوي. زما په نظر طالبانو د ناچارې له امله په مذاکراتو کې د ښځو حضور منلی دی. که نړیواله ټولنه د ښځو د حقونو په رسمیت پیژندلو کې پر طالبانو ډیر فشار وارد کړي امکان لري چې د ښځو وضعیت ښه شي، له دې پرته راتلونکي ته هیڅ هیله مندي نشته.

 شبکه: آیا مذاکراتي ټیم په ځانګړې توګه د مرکچي پلاوي ښځینه غړې دا وړتیا لري چې د ښځو استازیتوب وکړي او د هغوۍ له حقونو دفاع وکړي؟

 ناصري: د مرکچي پلاوي ښځینه غړي باید په ولایتونو، ولسوالیو او کلیو کې له ښځو سره د اړیکو په ټینګولو د هغوۍ نظریات راغونډ کړي او هغه په مذاکراتو کې وکاروي. همداراز د اړیتا په صورت کې له پوهو ښځو سره د اړیکو په ټینګولو معلومات راغونډ کړي او په ښه توګه د ښځو له حقونو دفاع وکړي. د ښځو د حقونو د فعالې په توګه د سولې په خبرو کې د مرکچي پلاوي له ښځینه غړو غواړم په هر ډول شرایطو کې زموږ له حقونو دفاع وکړي او اجازه ورنکړي چې زموږ په حقونو معامله وشي.

شبکه: که د سولې خبرې د یو فرصت په توګه په پام کې ونیسو، له هغې د ښځو په ګټه څه ډول کار اخیستی شو؟

 ناصري: دا یو ښه فرصت دی چې طالبان د تاوتریخوالیو بندولو ته اړ کړای شي او د ښځو حقونه په رسمیت وپیژني.

شبکه: د امنیتي مسایلو او د طالبانو له مخالفت پرته نور کوم مسایل شته چې په ټولنه کې د  ښځو د پرمختګ مخه نیسي؟

 ناصري: جنسیتي تبعیض، ناوړه دودونه، مردسالاري او د سواد د کچې ټیټوالی له هغو ستونزو دي چې د ښځو د پرمختګ مخه نیسي که چیرې ورته پاملرنه نشي نو په راتلونکي کې په ډیرې ستونزې رامینځته کړي.

آغلې ناصري وايي، مدني ټولنه د هیواد د وګړو لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې مهمه ونډه لوبوي خو لکه څنګه چې طالبان د مدني ټولنې فعالیتونو ته بدبینه دي، امکان لري د هغوې د فعالیتونو ډیره برخه وځنډوي.

د ښځو او سولې په اړه مرکې