د لوی او بښونکی خدای په نامه
د افغانستان په اړه د لیزبون د پریکړه لیک په تړاو، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې اعلامیه
د ۱۳۸۹ کال /۰۹/۰۹، سمون لری د۲۰۱۰ کال /۳۰/۱۱
کابل ـ افغانستان
د شمالی اتلانتیک تړون یا (ناټو مشرانو)، له ناټو سره د یوشمیر همکارو دولتونو او د نړیوالو ټولنو یوشمیر مشرانو او د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشی د ۲۰۱۰ کال د نوامبر په ۱۹ د جمعې په ورځ د لیزبون په غونډه کې ګډون وکړ، او د شنبې په ورځ چې د نوامبر ۲۰ نیټه وه د افغانستان پورې مربوطو موضوع ګانو په اړه ېې خبرې وکړې.
د لیزبون په غونډه کې، د ناټو او افغانستان دولت ترمنځ یو پریکړه لیک لاسلیک شو، چې د هغې له مخې به د ۲۰۱۱ کال له پیله، بهرنیوځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتی مسولیت سپارل پیل او تر ۲۰۱۴ میلادی کاله به د ټولو سیمو امنیتی مسولیت افغان ځواکونه په واک کې ولری.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې له نظره، د لیزبون غونډه د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې یو مهم ګام بللی کیږی. دې غونډې د افغانستان د قضیې په اړه د نړیوالې ټولنې او امریکامتحده ایالاتونو د لیدلورو د بدلون پیغام له ځانه سره لاره.
بې له شکه چې د افغانستان خلک او مدنی ټولنه غواړی، چې د افغانستان پوځی ځواک، باید دخپل هیواد دخپلواکې د دفاع توان ترلاسه کړی او دخپل هیواد ا وګړو د امنیت مسولیت په غاړه واخلی؛ خو په دې اړه هرډول پریکړه باید د کره او دقیقو محاسبو وروسته د عینی واقعیتونو له مخې وشی. افغان ځواکونو ته د امنیتی مسولیت د سپالو د لارو چارو د برابرولو په اړه په « پیړه » او « له روڼتیا پرته » اوهمداراز له جزیاتو خپریدو مخکې پریکړو دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه او د هغې غړې ټولنې اندیښمنې کړی دی.
نړیواله ټولنه د مهمو سیاسی او پوځی پریکړو په اړه، باید یواځې د افغانستان له حکومت سره پر مشورې بسنه ونکړی، بلکې له نور لارو لکه د افغانستان د مدنی ټولنې – د خلکو رایې څخه هم کار واخلی.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه یوځل بیا ټینګار کوی چې په افغانستان کې امنیت اوثبات نه یوازې دا چې د خلکو حق او اړتیا ده، بلکې د نړیوالې ټولنې غړو ته په خپلو ټولنو کې دامنیت راوستو لپاره یوه اړتیا ده. نو له دې مخې په افغانستان کې د سولې او ثبات راتګ او پرمختګ په خاطر د نړیوالو ټولنې اوږدمهالې همکارۍ ته اړتیا لیدل کیږی.
افغان ځواکونو ته په داسې حال کې د امنیت سپارل چې ورځ په ورځ امنیتی ګواښونه پراخوالی مومی او د هیواد پوځ د جګړه ایزو توکوله نشتوالی او پوځی ټیټی روزنې څخه اندیښنه لری، اداری فساد او د ماتیدونکی سیاسی ثبات شتون او نورو موضوع ګانو پر نظام د خلکو باور کم کړی دی، د نړیوالو ټولنې لخوا د څلورو کلونو په موده کې افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو او د افغانستان د پریښودو طرحه اندیښنه راپارونکی ښکاری.
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په داسې حال کې چې د هیواد د امنیتی وضعیت په اړه په جدی توګه اندیښنه لری او د افغانستان د امنیتی چارو په اړه هر ډول بیړنۍ پریکړه ددې هیواد راتلونکی لپاره خطرناکه بولی، لاندینی موردونه وړاندیز کوی:
۱٫ د افغانستان حکومت باید د امنیتی پروګرامونو او سیاستونو په ځانګړې توګه د لیزبون د نویو پریکړو په برخه کې د افغانستان مدنی ټولنو او خلکو ته ، اطلاعاتو ته د لاس رسی زمینه برابره کړی. موږ اندیښنه لرو چې له هیواده د بهرنیو ځواکونو په وتو سره به افغانستان یوځل بیا له کړکیچ سره مخ شی او د ترهګرو د مشرۍ مرکز جوړ شی.
۲٫ دافغانستان کړکیچ پراخ کورنی، سیمه ایز او نړیوال لاملونه لری. دافغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له ناټو، امریکامتحده ایالاتونو او د اروپایی هیوادونو له اتحادېې څخه غواړی چې د امنیتی مسولیت د سپارلو په لړکې، د دندې د ترسره کولو د توان لرلو موضوع او سیمه ایز ګواښونه په پام کې ونیسی. په سیمه کې امنیتی ګواښونه له هغې ډیر جدی دی چې افغان امنیتی ځواکونه دې ترڅلورو کلونو د هغې د کابو کولو توان پیداکړی.
موږ په دې باور یو چې د امنیتی ځواکونو د روزنې او سمبالولو ترڅنګ، د حکومتدارۍ او دموکراتیک نظام ښه والی هم اړین دی چې دې موخې ته تر رسیدو اوږده لاره پرمخ کې ده چې په دې برخه کې د هرډول بیړې څخه کار اخیستل به د نهو کلونو ټولې لاسته راوړنې له منځه یوسی،چې له شکه پرته به د دې ښکارندې له منفی اغیزو څخه نړیوال ټولنه هم په امان کې پاتې نشی.
۳٫ دافغانستان د کړکیچ اواری، د ګاونډیو هیوادونو له لیدلورو سره نه پریکیدونکې اړیکه لری. دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه په دې باور ده چې کارنده خبرې اترې او په ځینو وختونو کې د سیمې پرهیوادونو د نړیوالې ټولنې دیپلوماتیک فشار کولی شی په افغانستان کې د سولې پالنې او امنیت په ټینګښت کې ژوره اغیزه وکړی. دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه د ملګرو ملتونو سازمان له امنیت شورا او د افغانستان له اسلامی جمهوریت څخه غواړی ترڅو په دې اړه یولړ اقدامات وکړی.
۴٫ لکه څنګه چې د افغانستان د مسلې اواری یوازې د جګړې په بندیدو کې ندی او د سولې پالنې دوامداره پروګرام ته اړتیا لری، د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه له نړیوالې ټولنې څخه غواړی چې پراقتصادی ،ټولنیزو او فرهنګی جوړښتونو زیاته پاملرنه وکړی او په افغانستان کې د دولت جوړونې لړۍ ګړندۍ کړی.
۵٫ د بشری حقونو ارزښتونه د نړیوالې ټولنې د ملاتړې فلسفې له جزیاتو څخه دی، دا ارزښتونه هغه مهال پلی کیدای شی چې افغانستان د فعاله دولت ترڅنګ، له فعالې مدنی ټولنې څخه برخمن شی. د افغانستان دکړکیچ اواری د مدنی ټولنې له فعالې ونډې پرته نامعقوله ښکاری. دافغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه له نړیوالې ټولنې څخه غواړی ترڅو د بشری حقونو ارزښتونه،مدنی ټولنه او دموکراسی په افغانستان کې دخپلو کارونو په لومړی توب کې راولی.
۶٫ د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکه، له ملګرو ملتونو څخه غواړی، چې ددې سازمان د منشور له مخې، د نړۍ په سوله او امنیت کې د ملګرو ملتونو سازمان د ونډې په پام کې نیولو سره په افغانستان کې د سولې، ثبات او دموکراسۍ پر پلی کیدو خپله اغیزه وکاروی.
لکه څنګه چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون، د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د پریکړه لیک له مخې مشروعیت ترلاسه کړی، د دې ماموریت پای باید هم د ملګرو ملتونو سازمان له لارې مطرح شی.
۷٫ د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، د هیواد له پارلمان څخه غواړی ترڅو د لیزبون پریکړه لیک او د هیواد امنیتی پالیسې په دقت سره وڅیړی او د امنیتی پالیسو د پیاوړتیا په خاطر له خلکو او مدنی ټولنو سره پراخې مشورې وکړی.
۸٫ د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه، له مدنی ټولنو، عمومی رسنیو، سیاسی او پوځی کارپوهانو، ولایتی شورا ګانو او د هیواد له فعالو وګړو څخه غواړی، ترڅو د بهرنیو ځواکونو د وتو په اړه، د سیمې د ګواښونو په پام کې نیولو سره خپله ملی وجیبه ترسره کړی، د امنیتی موضوعګانو په اړه د کارنده بحثونو په جوړولو د نړیوالو پر فکرونو او سیاستونو د اغیزې زمینه برابره کړی.
د آزاد او آباد افغانستان په هیله