د لوی او بښونکی خدای په نامه
د بامیانو د ولایتی شورا مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری د غوراوی په اړه
د افغانستان د مدنی ټولنې اوبشری حقونو شبکې پیغام
د ۱۳۹۳ د لیندۍ ۲ سمون لری د ۲۰۱۴ زیږدیز کال، ۲۳
کابل ـ افغانستان
د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه خوشحاله ده چې د بامیانو ولایت عزتمنو خلکو د ۱۳۹۳لمریز کال په ټاکنو کې په پراخ ګډون کولو د بامیانو ولایتی شورا ته ېې خپل استازی غوره کړل.
ټاکنې د دموکراسۍ مهم رکن دی او خلک د رایو صندوقونو په لور په ورتګ سره د هغو پستونو لپاره چې د وګړو د ټولیزې ارادې تمثیل کونکی بلل کیږی د اشخاصو او افرادو په غوره کولو کې خپله ونډه او اساسی مسولیت ترسره کوی.
ولایتی شورا ګانې، له هغو دموکراتیکو بنسټونو څخه دی چې د هغو غړی د خپلې کارنده او مهمې ونډې په ترسره کولو «قدرت» په مشروع «اقتدار» بدلوی. د ټولنیزې ارادې په تمثیل کونکو ادارو کې د پاکو، پوهو او ژمنو شخصیتونو حضور د دغو بنسټونو اغیزمنتیا تضمینوی، او د خلکو د رضایت پر کچې او د نظام د مشروعیت پر پایښت مستقیمه اغیزه کوی.
د بامیانو د ولایتی شورا غړو د دغې شورا د مشرې په توګه د میرمن طیبې خاوری په غوره کولو سره، خپل دموکراتیک ظرفیت او مدنی اراده نندارې ته کیښوده او د ولایتونو په کچه ېې د ولایتی شورا د لومړنۍ مشرې د ټاکل کیدو ویاړ د بامیانو لرغونې ولایت ته ورکړ.
دافغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکه په دغې چوکۍ د میرمن طیبې خاوری ټاکل کیدل، د ښځو په وړاندې غوره او ښه عمل بولی، او هیله کیږی چې دغه غوراوی د ښځو د ریښتینې ونډې او مشارکت ټینګښت وی او دښځو ونډه د هیواد دوړتیا په لوړیدو کې مرسته وکړی.
موږ د بامیانو د ولایتی شورا له ټولو غړو، د دغه نیک او پر ځای غوراوی څخه د ستاینې او ملاتړ په کولو په پوره صداقت او صراحت اعلان کوو چې له میرمن طیبې خاوری او د بامیانو ولایتی شورا سره خپله کارنده او سالمه همکاری لا زیاته کړو.
د ځلانده او روښانه راتلونکی په هیله!
محمد نعیم نظری، د مدنی ټولنې او بشری حقونو شبکې رییس