د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو، روزنیز لاسوند

د افغانستان دولت د ملګروملتونو سازمان د غړی په توګه، د دغې نړیوالې ټولنې د منشور، ارزښتونو ته ژمن هیواد دی او د بشری حقونو په اړه د ملګروملتونو سازمان میثاقونو سره یوځای شوی دی؛ خو په خواشینۍ سره چې د ملګروملتونو سازمان د بشری حقونو جوړښتونو د دغو ارزښتونو په اړه ریپوت ورکول له زیاتو ستونزو سره مخ وو. همداراز افغانستان یو داسې هیواد دی چې له بشری حقونو زیاتې سرغړونې په ځانګړې توکه په تیرو دیرشو کلونو کې شوی دی. د نړیوالو بشری حقونو د جوړښتونو او میکانیسمونو په اړه د لازمو معلوماتو نشتوالی د دې لامل شوی، چې د بشری حقونو د سرغړونو قربانیان ونشی کولای خپل پیغامونه او ستونزې له افغانستانه بهر حقوقی مراجعو ته ورسوی او نړیوالو ادارو ته مراجعه وکړی.

د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه باور لری چې د « د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو روزنیزه »، طرحه د نړیوالو بشری حقونو د کاری جوړښتونو د نظام د بڼو د پیژندو لاره اواروی. د دغه لاسوند د رامنځته کیدو لپاره د بشری حقونو او مدنی ټولنې موسسه، د خپلو غړو ټولنو مشرورتی غونډه جوړوی. په دې غونډه کې، د نړیوالو بشری حقونو رژیم د شاخصونو پیژندو په موخه، غړو ټولنو ته روزنیز پروګرام وړاندې کیږی. له هغه وروسته د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د لاسوند د مسودې د جوړیدو پر څرنګوالی بحث کوی او هغه مهمې ښکارندې چې دا لاسوند پرې جوړ شی څرګندوی. په دې غونډه کې د لاسوند د مسودې د جوړیدو کاری ډله هم معرفی کیږی. کاری ډله د لاسوند لومړۍ مسوده، د بشری حقونو او مدنی ټولنې د موسسې له دارالانشا او د دنمارک د بشری حقونو د انستیتیوت له متخصصینو سره په نیږدې همکارۍ کې جوړوی او هغه د شبکې له غړو ټولنو سره شریکوی. د افغانستان دمدنی ټولنې او بشری حقونو موسسه، د لاسوند د پروګرامونو همغږی په واک کې اخلی. د نړیوالو بشری حقونو، د میکانیسمونو د روزنیز لاسوند لومړۍ مسوده په دوهمه مشورتی غونډه کې چې ټاکل شوې د ۲۰۱۳ میلادی کال په جنورې کې رامنځته شی، وړاندې کیږی. د غړو ټولنو غونډه، له څیړنې وروسته د مسودې طرحه تصویب کوی، او له هغه وروسته لاسوند جوړیږی او د افغانستان د مدنی ټولنې او بشری حقونو موسسې لخوا، خپریږی. چې د دغه لاسوند پر بنسټ د غړو ټولنو لپاره، روزنیز پروګرامونه د روزونکو د روزنې په موخه په کابل او لایتونو کې ترسره کیږی. د روزونکو یوه مهمه ډله چې د لاسوند له کاری ډلې له غړو څخه جوړه شوې پرمخ بیول کیږی.

د بشری حقونو د نړیوالو میکانیسمونو روزنیز لاسوند، به په کابل او ولایتونو کې د پوهنتون، مدنی ټولنو، دولتی ادارو او یوشمیر فرهنګی ټولنو کتابتونونو ته استول کیږی.

ځواب دلته پرېږدئ