د بشری حقونو نړیواله اعلامیه،په نړۍ کې د ارزښتمنو بدلونونو پیل

CSHRN-Logo

د لوی او بښونکی خدای په نامه

د بشری حقونو نړیواله اعلامیه،په نړۍ کې د ارزښتمنو بدلونونو پیل
( دبشری حقونو د اعلامیې د شپیتمې کلیزې په ویاړ)

۰۴-۱۲-۲۰۰۸

 

د ۱۹۴۸ میلادی کال د دسامبر لسمه په نړۍ کې د بشری حقونو او نړیوالو اړیکو په برخه کې د سترو بدلونو ورځ شمیرل کیږی.

د نړۍ هیوادونو په دغه ورځ د ملګرو ملتونو سازمان ترچتر لاندې د بشری حقونو نړیواله اعلامیه تصویب کړه. له هغه نیټې وروسته ددسامبر لمسه هرکال په نړې کې د بشری حقونو نړیوالې ورځې په نوم لمانځل کیږی.

راځۍ چې وپوهیږو بشری حقونه څه دی؟

یوشمیر خلک د بشری حقونو نړیواله اعلامیه یوحقوقی – اجرایی سند بولی. د بشری حقونونړیوالې اعلامې د ترټولو ښو مفاهیمو او د بشری حقونواعلامې موخو او ارزښتونو د لا روښانه کیدو لپاره لازمه ده چې په روښانه ژبه د هغې حقوقی او ټولن پیژندنې تعریف وړاندې کړو.

د بشری حقونو نړیواله اعلامیه له حقوقی نظره، حقوقی قیمومیت چې د قوانینو د تحمیل لامل شی نلری. د بشری حقونو نړیوالې اعلامې د انسانانو د بشری حقونو ارزښتونه لکه اقتصادی، ټولنیز،سیاسی ،وګنیز او فرهنګی قوانین په دیرشو مادو کې مطرح کړی. زموږ دغه ارزښتونه د تاریخ په وږدو کې د متداومو مبارزو حاصل دی.

له حقوقی نظره، د بشری حقونو نړیواله اعلامیه چې، دحقوقی قیمومیت ملتیا چې د قوانینو د تحمیل لامل شی نلری .د بشری حقونو نړیواله اعلامې د انسانانو بشری حقونو ارزښتونه لکه بیان آزادۍ ، ټولنیز،اقتصادی،سیاسی او فرهنګی آزادۍ په دیرشو مادو کې مطرح کړی. زموږ دغه ارزښتونه په تیرتاریخ کې د بشر د دوامداره فعالیتونو حاصل دی چې په یوځانګړی چوکاټ کې چې نړیواله اعلامیه بلل کیږی مطرح شوی. نو له دې امله داسی ویلو شو چې د بشری حقونو نړیواله اعلامیه د نړیوال قانون په څیر نه بلکی د قوانینو باارزښته نویوالې سرچینی په توګه یادیږی. نو له دې امله ددغې اعلامې د تصویب له وخته تراوسه ټولو دولتونو ، نړیوالواو ټولنیزو نادولتی موسسو خپل لوایح او قوانین د بشری حقونونړیوالې اعلامې چوکاټ سره برابر تصویب کړی، او هغه یې په بیلابیلو اقتصادی ،ټولنیزو او فرهنګی برخو کې پلی کړی.

د ټولن پیژندنې له نظره، دمدنی ټولنو په رامنتځته کیدو کې د بشری حقونو نړیوالې اعلامې چې د قانون د حاکمیت ترچتر لاندې د بیلابیلو ټولنیزو جوړښتونو سره بشری حقونو موازینو ته احترام په کې نغښتی دی مطرح کړی. ننی ټولن پیژاندی د بشری حقونو نړیواله اعلامیه د ارزښتمنو مدنی ټولنو بیا رغونې لپاره په نړۍ کې د بشر یوه ستره لاسته راوړنه بولی . هغوی په دې باور دی ،د بشری حقونو نړیوالې اعلا مې د مدنی حقونو اوسنی، سیاسی ،د اقتصاد حقوق ، ټولنې او فرهنګ فکرونه ،د بشری نظامونو په سترو ښکارندو بدل کړی.

د بشری حقونو راپیداکیدو یولامل ډله ایز ټولنیز حقوق دی.چې مخ پر ودې هیوادونو کې له مهمو ټولنیزو مسایلو څخه شمیرل کیږی. ددغې اعلامې په ملتیا د بحث ډګر ته راکاږل کیږی.

د بشری حقونو نړوالې اعلامې، له ټولو عړو هیوادونو څخه غوښتنه وکړه، ترڅو ددغو ټولنیزو ډلو دملاتړ لپاره چې له تیریو سره مخ شوی ، اغیزمن پروګرامونه طرحه کړی. چې دمثال په توګه له هغوډلو څخه ماشومان، کډوال، بیځایه شوی، پنا وړونکی او دې ته ورته نوردی چې په شاته پاتو ټولنو کې قربانی کیږی.

بشری حقونه په افغانستان کې په بیلابیلو ډولونو تعبیر او تفسیرکیږی، له همدې امله ډیری قربانیان هم لری. په افغانستان کې د بشری حقونو قربانیانو د کچې لوړوالی یو لامل ، د بشری حقونو د فرهنګ کموالی او نشتوالی دی.افغانستان د اقتصادی کمزورتیا له امله زیات قربانیان چې د کار د حقونو له کموالی رنځیږی له ځانه سره لری.

په دغو روځو کې، چې نړۍ د بشری حقونو نړیوالی اعلامې شپیتمه کلیزه لمانځی، راځې چې یو بل ته احترام وکړو، دیوبل پرټپونو پټۍ کیدو، په هیواد کې د سولې او امنیت ټینګښت لپاره هڅه وکړو. د خپل هیواد نن او راتلونکی ته د نوې اغیزمنې فضا د راتګ لاره اواره کړو.

دغه نیکې هیلی، له بشری حقونو پرته زموږ د ژوندانه په هره برخه کې د امکان وړ ندی.

د بشری حقونو نړیواله ورځ دې ټول بشریت ته مبارکه وی!

 

ځواب دلته پرېږدئ