د سولې په خبرو کې د خبریال استازي نه شتون په پرله پسې ډول د رسنیو لخوا د لوی اندیښنې په توګه یادولی شو. د رسنیو ډیری غړي او خبریالان پدې باور دي چې د سولې په خبرو کې د دوی د نمایندګۍ په نه شتون کې ، د دوی د فعالیتونو مهم اړخونه باید له پامه غورځول شي.

د سولې په خبرو کې د خبریالانو د استازو نشتوالی په ځلونو د رسنیو د مسولانو پوښتنه وه. د رسنیو ډیر مسولان په دی باور دي چې امکان لري د رسنیو د استازو په نشتون سره د رسنیو په اړه مهم موارد په بحث کې په پامه وغورځول شي.

 په دایکندي کې د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې له غړي سلطان علي جوادي سره د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې مرکه کې وویل: هغوې د سولې د دخبرو په اړه ډیرې اندیښنې لري، چې یوه اندیښنه د بیان د آزادۍ قرباني کیدو ویره ده.  د سولې په خبرو کې د رسنیو هیڅ استازی حضور نه لري او موږ د بیان د آزادی د پامه غورځیدو ویره لرو دا په تیرو نولسو کلونو کې د حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه ده.

 ښاغلی جوادي وايي چې د حکومت بله لاسته راوړنه د ښځینه خبریالانو د فعالیت پراخوالی دی چې باید د اساسي موضوع کانو په توګه د سولې په خبرو کې محفوظ وساتل شي او مهم وبلل شي. 

شبکه: آیا د سولې له خبرو وروسته به خبریالو ښځو ته د فعالیت شرایط مساعد وي؟

جوادي: خلک له پامه غورځول شوي دي لاسته راوړنې به ونه منل شي، خو د یوې سولې لپاره باید دواړه لوري له یوشمیر ازښتونو تیر شي، زه فکر کوم چې د ښځو او د ټولنې نورو برخو باندی محدودیتونه وضع شي.

شبکه: ستاسو منظور دادی چې د ښځینه خبریالانو په فعالیت به محدودیت وضع شي؟

جوادي: زه فکر کوم امنیتي وضعیت نه ښه کیږي چې دا به د خبریالو ښځو په فعالیتونو منفي اغیزه وکړي.

شبکه: اوسمهال په دایکندي ولایت کې د خبریالو ښځو وضعیت څه ډول دی؟

 جوادي:  د دایکندي په محلي رسنیو کې د ښځو حضور ډیر کم دی.  په دایکندي کې درې ښځینه خبریالې لرم چې له دې ډلې دوه ېې په رضاکاره توګه په رسنیو کې فعالیت موي.

 ښاغلی جوادي د بودیجې کموالی او د کرونا وضعیت به رسنیو کې د ښځو د حضور د کموالي لامل بولي.  په دایکندي کې شپږ دوتلي او خصوصي رسنۍ فعالیت لري چې د ښځینه کارکونکو شمیر ېې کم دی.

 شبکه: په دی دلایلو سربیره د ښځو د حضور د کموالي لپاره نور لاملونه هم شته؟

جوادي:  دایکندي یو نوی جوړ شوی ولایت دی د بودیجې د کموالي ترڅنګ د پانګونې نشتوالی د دې لامل شوی چې رسنۍ د کیفي او کمي پلوه سمه وده ونه کړي.

 که څه هم چې د ښاغلي جوادي په وینا د دایکندي خبریالان د امنیتي پلوه کومه ستونزه نه لري او همداراز د کار زمینه هم ورته مساعده ده خو هغه خبریالانو ته د دولت له ناپامۍ نیوکه لري.

شبکه: بې پامي په کومه برخه کې وه؟

جوادي:  تر اوسه د دایکندي خبریالانو د ظرفیت د لوړیدو لپاره د هیڅ بنسټ لخوا کار نه دی شوی. سیمه ایزو رسنیو هم په دی برخه کې کار نه دی کړی. اخوا هغه حقونه چې قانون خبریالانو ته په پام کې نیولي دي هم نه عملي کیږي له همدې امله خبریالان زړه توري کیږي او داسې کار ترسره کوي چې عاید ولري.

د ښاغلي جوادي په وینا د دې ستونزې لپاره د هغوې هڅو کومه پایله نه ده ورکړی.

 شبکه: په ټولیزه توګه سوله د ښځو په ژوندانه څه اغیزه لرلی شي؟

جوادي: په سوله ایزه ټولنه کې ښځې په ښه روحیه روزل کیږي، د هغوې حضور او مشارکت به هم پراخ وي. ونډه ېې له ننداریزې بڼې بهر کیږي او هغوۍ به وکولای شي خپل نظرونه هم په پراخه کچه په ټولنه کې شریک کړي.

 شبکه: د سولې د خبرو په اړه ستاسو وړاند وینه څه ده؟

جوادي: که چیرې د طالبانو لید لوری تغیر ونه کړي، فکر نه کوم چې بدلون رامینځته شي. د سولې خبرې هغه مهال د منلو وړ دي چې د هر څه په اړه د طالبانو لید لوری تغییر وکړي.

د ښاغلي جوادي په وینا دهغوې یوه ادیښنه داده  چې د سولې له هوکړې وروسته طالبان بیرته د جګړې ډګرونو ته مخه ونه کړي د هغه په باور هیڅ تضمین هم نشته. ښاغلی جوادي همداراز وايي چې حکومت تر اوسه نه دی توانیدلی چې د سولې د خبرو لپاره لاره آواره کړي. هغه واويي تر هغه چې د سولې په اړه د یوشمیر کسانو ذهنیت تغییر ونه کړي د سولې راتګ به ستونزمن وي.

مصاحبه‌های مربوط به موضوع زنان و صلح